Categories

اعلان

Loading…

طنز ته ورته خېلونه/ عبدالنافع همت

هجوه، هزل، کوميډي او ټوکه د خندا په برخه کې له طنز سره نژدې خپلوي لري. که څه هم په طنز کې دا خېلونه د بحث وړ نه دي، خو موږ يې ځکه په لنډ ډول معرفي کوو چې ډېری لوستونکی او آن ليکوال هم د طنز او يادو خېلونو تر منځ سم توپير نه شي کولای. موږ به دلته دا څلور واړه خېلونه په لنډ ډول معرفي او بيا به يې له طنز سره پرتله کړو.

۱: هجوه: (Lampoon)

هجوه عربي کلمه ده چې په لغت کې ديو چا د عيبونو ويلو، غندلو، ښکنځلو، پوچو خبرو او بد ويلوته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه نثر يا نظم دی چې د چاعيبونه په زيږه او کله کله د ښکنځلو په ژبه بيانوي. هجوه ويل زموږ په سيمه کې په عربو کې زوړ تاريخ لري او پښتو ته هم له عربي ژبې څخه لاره موندلې ده . عربو به د خپلو اتلانو او وياړونو يادولو ته ( مفاخره) ياني وياړنه او دښمنانو غندلو ته (هجو) ويل. مفاخره به يوازې په اشخاصو پورې اړه نه درلوده، بلکې وطن، قوم، تاريخ، بتان، خدای ګوټي او ځينې ارزښونه هم پکې ستايل کېدل، خو د پاچاهانو، شتمنو او زورواکو خلکو ستاينې ته به يې ( مدح ) او مدح ويونکي شاعر ته به يې ( مداح ) وايه. (۱)

هغه شاعر چې د پاچا يا بل واکمن په ستاينه کې به يې شعر وليکه، نو پاچا به د انعام په ډول پيسې يا بل مادي امتياز ورکاوه، خو کوم شاعر چې به دغه امتياز تر ګوتو نه کړ او يا به يې ونډه لږ وه، نو د پاچا په غندلو او سپکولو به يې خوله پورې کړه. هجوه لکه طنز ادبي سبک دی او په خاص ادبي ژانر پورې اړه نه لري، بلکې په هر ژانر او قالب کې ليکل کېدای شي، خو تر ډېره بريده په نظم کې ويل کېږي. (۲)

هجوه او طنز يوازې د خندا او ظرافت په برخه کې تر خپل منځ خپلوي لري، ياني طنز او هجوه دواړه خلک خندوي، خو په طنز کې خندا لږ او په هجوه کې ډېره وي. په طنز کې هدف د اجتماعي فساد په ګوته کول او غندل دي چې هدف يې اصلاح وي، خو په هجوه کې د فساد پر ځای معلوم شخص په نښه کول او د هغه سپکول وي چې هدف يې شخصي عقده او غچ اخيستل وي. (۳)

په هجوه کې انتقاد مستقيم، خو په طنز کې غير مستقيم وي. دهجوې پيغام لوڅ او هنري ارزښت يې لږ وي،خو طنزي پيغامونه ډېرظريفانه او په ادبي صنعتونوپسولل شوي وي. د هجوې ژبه پوچه وي، خو په طنز کې د ژبې عفت ته پوره پام کېږي. په طنز کې اخلاق يو مهم اصل ګڼل کېږي، خو په هجوه کې د ټولنې اخلاقي معيارونو ته پام نه کېږي. طنز اجتماعي رسالت لري او دټولنې يوه لويه برخه مخاطب کوي، کېدای شي يو ملت او آن ټول بشريت مخاطب کړي، خو د هجوې ساحه کوچنۍ او معمولا فرد يا يوه ډلګۍ په نښه کوي. (۴)

څرنګه چې هجوه له پخوا څخه د نظم په بڼه ليکل کېده، نو تر اوسه يې هم په همدې بڼه ژوند کړی او نثري بېلګې يې لږ ليدل شوي دي. څرنګه چې ادب له اخلاقو سره نژدې اړيکي لري او هجوه اخلاقي معيارونه تر پښو لاندې کوي، نو ځينې ادبپوهان يې ګردسره له ادب څخه دباندې بولي، په تېره بيا هغه ليکوال خو هجوه بيخي په هنر کې نه شاملوي چې هنر د ژوند لپاره يا ګټور هنر پر تيورۍ باور لري.

که له ليکوالو او شاعرانو څخه راتېر شو، نو اوس هجوه هغه لوستونکي او اورېدونکي هم نه خوښوي چې اجتماعي اخلاقو او د ژبې عفت ته ژمن دي. همدا دليل دی چې اوس د هجوې ليکل لږ شوي او هجوه يوازې په ولسي بانډارونو کې په شفاهي ډول ويل کېږي. داسې ډېر ليکوال او شاعران شته چې هجويه اثار لري، خو له شرمه يې نه چاپوي او ان په خپل ادبي اثارو کې يې هم نه شمېري.

په پښتو ژبه کې خوشال بابا، غني خان، استاد محمد انور نوميالی، سليمان لايق، محمداسماعيل اړم، جعفر خان اڅکزی او عصمت قانع چاپ او ناچاپ هجويه اثار لري. دلته د بېلګې په ډول د غني خان يو هجويه شعر را اخلو:

تماشه

خښتګ د پښتون شلېږي پاچاخان ورته ګيندې وهي

ګاندی لېونی شوی دی سنډا ته سريندې وهي

*****

څټونه مړاوي، وچ، خوراک يې مرچ ټتۍ يې کور

زړګی يې وړوکی وړوکی، سخا زړوکی اوربوز تور

د هند دا بنيادم نه لري دم، نه لري زور

په ښځه هيڅ بد نه ګڼي، پيسې پسې تندې وهي

ګاندی لېونی شوی دی سنډا ته سرندې وهي

*****

له غوږ نه تاو کړي تار، نو بيا کړي شا د کوڅې لور ته

دهوتي پر څټ راواړوي، توره سوټه کاندې پورته

هم دومره لري وي چې ځي اواز يې و خپل کور ته

وختي سحر چې پاڅي خوله کې چخچې دوبندې وهي

ګاندی لېونی شوی دی سنډا ته سرندې وهي

*****

تل لافي د تهذيب کا، له تهذيب نه بې خبره

په خوله سور امزری وي، خدای به ښکته کا ځان بره

چې وخت د عمل راشي بل ته وايي دانګه نره!

په خپله په تول تښتي، الله تول څه ګړندې وهي

ګاندی لېونی شوی دی سنډا ته سرندې وهي

*****

څاربه او مرغن يې لېډران دي ما ليدلي

وښکو کې يې لعاب ښايسته د پان وي بهېدلي

پر سټيج کوي ګفتار لکه سالار توره ويستلي

که باو پرې چا نارې کړو تښتي ځان پسې جرندې وهي

ګاندی لېونی شوی دی سنډا ته سرندې وهي (۵)

۲: هزل: Facetiae – Pornography

هزل عربي کلمه ده چې په لغت کې ډنګرولو، چټي او خوشي خبرو کولو او فحش ويلو ته وايي، خو په ادبي اصطلاح کې هغه نثر، شعر، انځور او هنري فعاليت ته ويل کېږي چې مضمون يې د انسان تناسلي آلات، جنسي اړيکو او د شرم ځايونو يادول او هدف يې تفريح او کله کله د يو چا توهين وي. (۶)

هزل هم د خندا او ظرافت په برخه کې له طنز سره خپلوي لري او خلک خندوي. په هزل کې هم د هجوې غوندې د اخلاقو او او اجتماعي ادابو خلاف خبرې کېږي او هغه څه ويل کېږي چې په ټولنه کې شرم ګڼل کېږي. هجوه معمولا د شعر په قالب کې جوړېږي چې هم ليکلې او هم فولکلوريکه بڼه لري. (۷) په هزل کې د هجوې په پرتله قهر لږ او خندا ډېره وي. په هزل کې اساسي هدف تفريح وي، خو کله کله د يو معلوم شخص غيبت او سپکاوی هم پکې کېږي.

هزل له طنز سره ښکاره توپيرونه لري. په هزل کې هدف تفريح او سپکاوی او په طنز کې هدف د ټولنې اصلاح او معلوم شخص ته سپکاوی نه کېږي. د طنز ژبه په ادبي صنعتونو پسوللې او ښکلې شوي وي، خو په هزل کې هر څه بربنډ او بې پردې ويل کېږي.

پخوا هزل ويل او ليکل لکه د نورو ژبو غوندې په پښتو ژبه کې هم دود و، خو اوس نه يوازې دا چې نه ليکل کېږي، بلکې د ادب برخه هم نه ګڼل کېږي. هغه شاعران چې اوس هم هزليه شاعري کوي، نه يوازې دا چې له شرمه يې نه چاپوي، بلکې په خپلو ادبي اثارو کې يې هم نه شمېري، بس يوازې يې د تفريح لپاره په ځانګړو بانډارونو کې په شفاهي ډول وايي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره د استاد نوميالی وينا را اخلو. (( ما خپل بې ادبه ادب ( هزليه اثار ) ښاغلي سليمان لايق، عبدالباري جهاني، محمد معصوم هوتک، عبدالرحيم هاتف، ډاکټر صادق فطرت ناشناس او نورو ليکوالو او شاعرانو ته واستول او مشوره مې ځنې وغوښتل چې ايا دا اثر د ټولنې په درد خوري که يه؟ ايا چاپ يې کړم که يه؟ خو دوی د چاپ مشوره را نه کړه او ځينې يې پټه خوله پاته سول او ګرد سره يې ځواب را نه کړ. (۸)

په پښتو ژبه کې خوشال بابا لومړنی شاعر دی چې هزليه شاعري يې څو څو واره چاپ شوې ده. په معاصره دوره کې استاد محمد انور نوميالی، سليمان لايق او عصمت قانع نومونه يادولای شو چې د نورې شاعرۍ تر څنګ هزليه شاعري هم لري. زه دلته د لوستونکو د معلوماتو لپاره د خوشال بابا د هزليه شاعرۍ يوه بېلګه راوړم، دا چې ژبه يې پوچه ده، له لوستونکو څخه بخښنه غواړم.

زه د غيڼ له لاسه چاو ته فرياد کړم

لمونځ زما له لاسه ووځي چې کوس ياد کړم

په درست کال په مخ ناولی کوس ته پروت يم

په حيرت شم چې په ياد هغه فساد کړم

د ځوانيې حال مې نه دی چې مې ووې

دا خبره د پيرۍ و د هفتاد کړم

له پرديو مې توبه واړه په خپلو

د ځوانيې حال به هم ور ته په ياد کړم

کله لس، کله زيات کم، کله تر شلو

د دخول ويل و چاو ته تعداد کړم

چې ملا به بانګ نماز وې، ما به کوس غو

د روژې په ښه ثواب به يې ناښاد کړم

نه په حيض نه په نفاس له ما څوک خلاص و

څه د غيڼ ناسازې چارې په فرياد کړم

ورځ و شپه راته مخ څټ وې لس پنځلس

ګوی مګوی ويل لږ نه دي که يې ياد کړم

په ځوانيې کې مې کار لکه د دد و

په پيريې کې خدای څه، خو ادم زاد کړم

چې مې غيڼ دا هسې بد دی ګومان مه کړه

ځکه خدای په ډېر اولاد کې بد اولاد کړم

له ناپاکو نه ناپاک، له پاکو پاک وي

زه دا نقل د کتاب د خپل استاد کړم

که څوک شته چې يې د زړه په غوږو واوري

مسخره مذاق مې نه دی دا ارشاد کړم. (۹)

۳: کوميډي (Comedy):

کوميډي هغه تمثيلي او ليکلی اثر دی چې د ليدونکي او لوستونکي پام ځان ته ور اړوي او د تفريح سبب کېږي.کوميډي معمولا د داستان په فورم کې ليکل کېږي لکه لنډه کيسه، ډرامه، ناول او داسې نور. که د کوميډي تاريخ ته وګورو، نو د ليکلي تاريخ پل يې له لرغوني يونان څخه راځي. ارستو په عمومي ډول ادبيات پر دريوعمده برخو وېشي او يوه برخه يې تمثيلي هنر بولي. وروسته تمثيلي هنر هم پر دوو عمده برخو وېشي چې يوه برخه يې کوميډي او بله تراژيدي بولي.

پخوا چې دلوستو خلکوشمېر لږ او د چاپ اسانتياوي نه وې، نو د ليکلو اثارو وېش او مطالعه ګران کار و، ځکه نو کوميډي اثار تمثيل کېدل،خو اوس يې هم تمثيلي اوهم يې ليکلې بڼه لرو لکه د (دانته آليگيري) الهي کوميډي رومان او داسې نور.

(زيګمنډ فرويډ) د کوميډي هدف تفريح بولي او پر دوو عمده برخو يې وېشي چې يوه بې ازاره او بله هدف لرونکې کوميډي بولي. کوميډي هدفونه هم دوه ډوله بولي چې يوه ته رسوا کوونکی او بل ته ويجاړوونکی هدف وايي. رسوا کوونکی هدف لکه په يو چا ملنډې وهل او د هغه عيبونه ښکاره کول او ويجاړوونکی هدف لکه يو څوک سپکول او خلکو ته د هغه بد انځور وړاندې کول. (۱۰)

اروپايي ادبپوهان کوميډي پر څلورو برخو وېشي:

الف: رومانتيکه کوميډي: په دې ډول کوميډي کې عاشقانه پېښې ډېرې ليدل کېږي. د دې کوميډي اتل که څه هم ډېرې ستونزې ګالي، خو داستان په خوښۍ او خوشالۍ پای ته رسېږي. لکه د شکسپېر ( د ژمې په نيمه شپه کې خوبونه ليدل ) ډرامه.

ب: طنزي کوميډي: زما په اند د طنزي کوميډي اصطلاح اشتباه ده. که څه هم د طنز او کوميډي تر منځ خندا مشترک عنصر ګڼل کېږي، خو د طنز نور عناصر او هدف له کوميډي سره ډېر توپير لري. طنزي کوميډي په حقيقت کې د طنز تمثيلي بڼه ده. لکه څنګه چې مخکې مو وويل پخوا کوميډي خلکو په ليکلې بڼه نه مطالعه کوله، بلکې يوازې به تمثيل کېده او که ليکل کېده هم، نو پيغام به يې د مطالعې له لارې نه، بلکې د تمثيل له لارې خلکو ته وړاندې کېده او ليکلی متن به يې د ډرامې د سکريپټ په بڼه و. د دې اثارو يوه ډېره پخوانۍ بېلګه د لرغوني يونان د ارسيتوفان کوميډي ډرامې دي چې لومړی پر سټيج تمثيل او وروسته چاپ شوي دي.البته داسې کوميډي او طنزي اثار هم لرو چې لومړی چاپ او وروسته په تمثيلي بڼه وړاندې شوي دي، لکه د ترکي عزيز نسين او اسپانوي ليکوال سروانتيس اثار چې تر چاپ وروسته تمثيل شوي دي.(۱۱)

ج: رفتاري کوميډي: په دې ډول کوميډي کې د ټولنې عرف، عادات او رواجونه ارزول کېږي لکه د برناردشاو کوميډي اثار.

د: سبکي کوميډي (Farce): دا ډول کوميډي ليدونکی يا لوستونکی ډېر خندوي. اتل يې له خپل اصلي تناسب څخه وتلی ښوول کېږي، کله ډېر کوچنی او کله ډېر يا لوی وي چې په دې ډول د خندا وړ ګرځي لکه د فرانسوي ليکوال (مولېر) کوميډي اثار. (۱۲)

کوميډي هم له طنز سره د خندا او ظرافت په برخه کې خپلوي لري، خو له طنز سره يې توپيرونه دا دي چې کوميډي يوازې ليدونکی يا لوستونکی خندوي او په ټولنه کې ناخوالو او فساد ته ګوته نه نيسي، حال دا چې طنز په ټولنه کې پر ناخوالو او فساد بريد کوي. په کوميډي کې خندا هدف او طنز کې وسيله ده. کوميډي په خندا پيل او خندا پای ته رسېږي، خو طنز په خندا پيل او ژړغوني حالت پای ته رسېږي. په کوميډي کې کله کله افراد هم په نښه کېږي، خو په طنز کې د افرادو پر ځای پر اجتماعي ناخوالو او فساد بريد کېږي.

کوميډي هم لکه طنز ادبي سبک دی او په هر ژانر او قالب کې ليکل کېدای شي. کوميډي په پښتو ژبه کې هم لکه د نورو ژبو په شان پر تمثيلي بڼې سربېره په ليکلې بڼه ډېره ليکل شوې ده، په تېره بيا د شعر برخه يې ډېره غني ده.

کوميډي د هجوې او هزل په پرتله طنز ته ډېره نژدې ده، ځکه نو عام خلک کوميډي اثارو ته طنز وايي. څرنګه چې کوميډي د طنز په پرتله د ټولنې جدي مسايل نه مطرح کوي او عام خلک يې د ټيټ ذوق محصول ګڼي او له بلې خوا په افغاني ټولنه کې د طنز غوندې په درنه سترګه نه ورته کتل کېږي، نو ځينې ليکوال او شاعران خپلو کوميډي اثارو ته د طنز نوم ورکوي. دلته د بېلګې په ډول د ښاغلي عبدالوهاب مينه يار کوميډي شعر را اخلو:

د مږکانو واده

دا واورئ مضمون دی د هر قسم حيوانانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

خدمت وکړ کوترې ور جارو يې هغه ځای کړ

تجير جولاګي راوړ او ور پټ يې هغه سرای کړ

رقعې شوپرک واخيستې خبر يې هر اشنای کړ

دېګونه غونډک پرېولل او دا امر يې پر ځای کړ

په ګډه اټڼ واچاوه خزدکو، منګوړانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

بورا د زوم لپاره کنډاله کړه ور ګل پوشه

پتنګ څراغان بل کړل، هلتې جوړ کړ جم و جوشه

زنځه ستړې سوې، ويل شنې چای کړئ جوشه

مږه لنګه سوې ورته ناسته وه خاموشه

غزل ويل غوماشي، رقص وکړ خڅکانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

راغوښتی يې و باز او پر ښه تخت يې کښېنولی و

پوځ يې د رقم رقم مرغانو را بللی و

کارغه په تورلباس کې لڅې پښې تشريف راوړی و

توتي مينا خاله ته د واده کارډ ورلېږلی و

له ډېرې خوشاليه عطر کار کړله سويانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

په دې شپه کې دمخه وزې سره کړه خپل لاسونه

يږ هم ډېر رقص وکړ، غورځوله يې برېتونه

پسه و ډېر خوابدی، ويل ورک سوي مي بوټونه

تازي بانډار خراب کړ، ويل تنبور پرې کړل تارونه

بانډار چې يې خراب سو، رش و کش جوړ کړ مچانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

راغی و ميدان ته اوښ لالا باجه په غاړه

سورنا وهله چرګې د چغال څنګ ته ولاړه

غوا مات کړ خپل ډولک اخير پر خپله تړه ولاړه

رسمي مېلمه ملخ و چې پيره وه پر ولاړه

ضربې پرله پسې وهلې ټولو چنګاښانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو

*****

واده د حيوانانو و مضمون چې يې انجام سو

کيسه ډېره اوږده ده د قلم رنګ مي تمام سو

لمر ولوېد مينه ياره بس يې کړه تياره ماښام سو

د پند مسرۍ لري خو که د چا لږ ور ته پام سو

ظاهره مزاحيه ده باندې وخاندئ يارانو

شوق يې و جوړ کړی، و واده د مږکانو (۱۳)

۴: ټوکه (Jock):

ټوکه د ولسي ادب تر ټولو کوچنی داستاني فورم دی. ټوکې لومړی د يوه شخص يا يوې ډلې له خوا جوړېږي، خو د هغه شخص نوم يا ډلې نوم نه ورسره يادېږي، وروسته لاس پر لاس ولسي بانډارونو ته لاره مومي او د ولس ګډ مال ګڼل کېږي. ټوکې د يوې ټولنې پر ناخوالو او اجتماعي نيمګړتياوو باندې د ولسي نقد هينداره ده. په هره اندازه چې په يوه ټولنه کې ظلم، تېری او نادودې ډېرې شي اوخلک نه شي کولای په ازادانه ډول د دغو ناخوالو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي يا خلکو د زده کړې کچه ټيټه وي، نوهلته ډېرې ټوکې جوړېږي.

پر افغانستان باندې د روسانو د پوځي يرغل پر مهال خلکو پر جهادي تنظيمونو او واکمن کمونست ګوند ښکاره انتقاد نه شوای کولای، نو هغه و چې خپل غبرګون به يې د ټوکې په بڼه ښوده. داټوکې که څه هم په ظاهره په ولسي بانډارونو کې د تفريح لپاره ويل کېدې، خو په حقيقت کې يې د وخت له سياستونو سره د ولس کرکه ښووله.

ځينې ليکوال او شاعران د ټوکې هدف يوازې خندا اوتفريح ګڼي، خو زه فکر کوم چې په ټوکه کې د طنز، هجوې او هزل درې واړو څرک ليدلای شو. څرنګه چې د دې څلورو واړو خېلونو ځانګړتياوي مو مخکي بيان کړي، نو دلته يې بيا نه تکراروو او يوازې د داسې يوې ټوکې بېلګه راوړو چې طنز ته ورته جوړښت او پيغام لري. دا ټوکه د غير مسلکي او هغه معلم انځور وړاندې کوي چې خپل ټولګی نه شي اداره کولای.(۱۴)

وايي چې و يوه ښوونځي ته د نظارت هيئت يا تفتيش ورغی. ګوري چې په يوه ټولګي کې خورا شور او غالمغال دی. شاګردان څوک غېږې باسي، څوک په کړکيو کې ناست دي، څوک په چت پورې ځړېږي او څوک سندرې وايي. لنډه دا چې په ټولګي کې د دوړو له لاسه چندان څوک نه ښکاري، خبره خو ګردسره نه اورېدل کېږي. د تفتيش يوه غړي ته سخت قهر ورغی. په ټولګي کې تر ټولو مشر هلک يې تر غوږ ونيو او څو کلکې چپلاخې ( څپېړې) يې ورکړې، ويل نور که تر تا کشران دي، ته خو لوی سړی يې، تا بايد دوی غلي کولای، خو ته په خپله له دوی سره کښېوتلی يې او غالمغال دي جوړ کړی دی؟ وروسته يې زده کوونکو ته وويل چې ښوونکی مو چېرې دی؟ شاګردانو په خندا ورته وويل: صاحبه دا تاسې چې تر غوږ نيولی دی، زموږ ښوونکی دی.

ماخذونه:

۱: نظري، محمود، د هجوې ځای زموږ په ادبياتو کې، ټول افغان ويبپاڼه

۲: شينواری، سرمحقق دوست، د ادب د تيورۍ اساسونه، ۱۳۶۵ش کال، دولتي مطبعه، کابل، ۲۱۰ مخ

۳: باختري، منيژه، انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند،۱۳۸۸ش کال، انتشارات سعيد، ۳۰- ۴۴ مخونه

۴: پولارډ، آرتر، طنز، ۱۳۷۸ش کال، تهران، ۷مخ

۵: غني، غني خان، لټون يونيورسټي بک ايجنسي، ۲۰۱۴م کال، پېښور، ۷۰۲ – ۷۰۳ مخونه

۶: نوراني، جلال، هنر طنزپردازی،۱۳۹۱ش کال، بيهقي کتاب خپرولو موسسه،۲۹۴- ۳۷۵مخونه

۷: نظري، پوهنمل محمود، طنز څه شی دی؟   ۱۳۸۷ ش کال، دانش خپرندويه ټولنه،۲۶ – ۲۷ مخونه

۸: نوميالی، محمد انور بانډار (ناچاپ هزليه اثر)

۹: خوشال خان، د خوشال کليات ۱۳۹۳ه ش کال، دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۶۴۵ – ۶۴۶ مخونه

۱۰: مرچنټ، ويليم ملوين (ژباړه) کوميډي، ‍۱۳۷۴ش کال، کتابخانه ملي ايران، ۲۶ – ۲۷ مخونه

۱۱: نوراني، جلال، ادبيات دراماتيک، ۱۳۸۹ه ش کال، انتشارات سعيد، کابل ۱۰۰ – ۱۰۳ مخونه

۱۲: شميسا، ډاکټر سيروس، انواع ادبي، ۱۳۸۶ش کال، تهران ۱۵۷- ۱۶۰ مخونه

۱۳: مينه يار، عبدالوهاب، د خيال پسرلی، ۱۳۸۹ه کال، هلمند ادبي بهير، هلمند، ۱۱۲-۱۱۶ مخونه

۱۴: همت، عبدالنافع، په ټوکو کې د طنز څرک، (مقاله) ۱۳۹۲ش کال، افغان ادبي بهير ويبپاڼه

72 total views, 1 views today

1 comment

  1. توریالی Reply

    همت صاحب لیکنه ډېره په زړه پورې ده، حتی دومره معلومات د ادبیاتو یو محصل په څلورو کلونو کې هم نشي ترلاسه کوی- بد بختا نه چې زموږ د پوهنتونونو استادان مطالعه، ریسچ او نورو ته د رسا اکاډمیکو معلوماتو رسول خپل مسوولیت نه بولي، حتی دومره نه کوي چې دغسې لیکنې کاپي پسټ او محصلینو ته یې تشریح کړي- کلونه د خوشال بابا، پير روښان او اخون درویزه په نظمونو او نثرونو تیر کړي، مګر عملي ډګر کې محلین همداسې تږي د پوهنتون له ګودر تیر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *