Categories

اعلان

Loading…

مبارزین! حمدالله ارباب

ګرمه کوټه وه!
برقي بُخارۍ پکې څلور لړه سره کړي ول!
هر مبارز ځوان دېوال ته تکیه وهلې وه!
کمپلې یې تر نامه را خورې وې!
هر چا لیپ ټاپ په سینه لکه د یار کینولی و!
د هر یو څنګ ته د شنو چایو پیاله سره د وچې میوې پرته وه!
په دې کې ټنګ شو د فیسبوک د پوسټ اواز راغلو!!
یو ملګري وخندل!
والله منم دې اربابه، ښکلې خبره دې پوسټ کړه!
ارباب هم په بریتو کې ورته موسکی شو، او څنګ ته پرتې د شین چای پیالې ته یې لاس کړو!!
ارباب ورزیاته کړه!
بس څه به کړې وطن کې غربت ډی، د دغه ادې انځور چې خیرات غواړي سخت ودردولم!!!
د نړۍ د هر ګُوټ نه لایکونه او کمینټونه سر شول!!
ارباب هر لایک او کمینټ ته په بریتو کې موسکا کوله!!
د کوټې دروازه ټکټک شوه!
د خوراکونو پتنوسونه راغلل!
لیپ ټاپونه بند شول!
خیټې مړې شوې، ارږې وشول!
او
د ارباب په شمول د افغان ځوانانو مبارزه پای ته ورسیدله!
‫#‏فیلنګ د بړستنې مبارزین!!

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *