Categories

اعلان

Loading…

ډیموکراسي له یوه بله اړخه / مجید قرار

انسان، هغه اشرف المخلوقاته هستي، چې لویه برخه یې د خپل خدای له دینه منکره ده، په ځینو خواصو کې له ازله همدا شی دي. یو د بل په ګټه کې تاوان، یو د بل په ځورولو کې تسکین، یو د بل په مغلوبولو کې فتحه او بری او یو د بل په را څملولو کې اتلولي لټوي. دا د انسان خاصه او فطرت دی. خو د انسان کمال بیا دا دی چې خپلو ځینو منفي غوښتنو ته یې یو مثبت چوکاټ جوړ کړی.

یو د بل د جېبونو لوټلو ته یې د غلا پر ځای د تجارت چوکاټ جوړ کړی. د تجارت او سودسودا دوه لوري یو د بل جیبونو ته غلي وي. هر یو کوشش کوي له بل څخه ډېره ګټه ترلاسه او د بل په تاوان کې خپله ګټه ولټوي، خو دوی دا کار په خشونت نه، په یوه منطقي، سوله ییز او د چل او ول په یوه چوکاټ کې کوي. دغه راز، انسانان یو پر بل د راج چلولو، او یو د بل د مغلوبولو او فتحه کولو تنده او میلان لري. پخوا به یې خپله دا تنده په جګړه او شخړه خړوبوله، اوس یې، لکه یو د بل لوټلو ته یې چې د سوداګریزې معاملې سوله ییز چوکاټ جوړ کړی، همداسې یې یو د بل مغلوبولو ته هم د جګړو پر ځای د ډیموکراسۍ او سوله ییزې مبارزې چوکاټ جوړ کړی. پخوا چې ډیموکراسي نه وه، د واک ترلاسه کولو، یو د بل د مغلوبولو او یو پر بل د واک چلولو لپاره دوه نامعقولې طریقې دود وې. یا به کورنۍ سالاري وه. پلار به مړ شو، زوی که به یې لېونی و، که به شهواني و، که به احمق و، که به هوښیار و، که به شوده و، له ولي عهد څخه به پاچاه شو.

دوهمه نامعقوله طریقه یې بیا د جنګ وه. بس آسونه او فیلان ول چې یو پر بل به یې ور وستل، یو د بل پاچهۍ به یې نسکورولې، یو د بل انګړونه به یې په وینو ور رنګول، یو د بل ښځې به یې وینځې کولې، یو د بل ماشومان او هلکان به یې په بازارونو کې د مزدورۍ او بندګۍ لپاره پلورل. یو د بل سترګې به یې ویستلې او یو بل به یې توپونو ته تړل. دې کار ته د قدرت سیالي ویل کېږي، او اصل هدف یې هماغه د انسان د تعالي حس او د غلبې غوښتنه وه چې د انسان په خټه کې اخښلې ده.

انسان دا خاصه په ځان کې وژلای او ختمولای نشي، ځکه چې دا د ده د نوږ او جنس خاصه ده. دی چې ماشوم وي، لا په هیڅه نه پوهېږي، په کوڅه کې نور ماشومان وهي. هماغه وخت چې لا په فطرة الاسلام وي هم، دغه کار کوي، نو چې لوی شي خو دا خاصیتونه یې لا پرمخ ځي او زیاتېږي.

نو دا چې انسان خپلې ځینې منفي غوښتنې ختمولای نشي، دا ورته بهتره ده چې د هغو د مهارولو لپاره لکه د بل د جېب د لوټلو لپاره یې چې بیعه او سوداګري رامنځته کړې ده، و یو پر بل د غلبې او واکمنۍ لپاره چې یې ډیموکراسي رامنځته کړې ده، یا د بل له خور او لور سره د ساعت تېرولو لپاره چې یې نکاح او واده رامنځته کړی دی، خپلې نورې منفي او مثبتې غریزې او غوښتنې هم په همداسې معقولو چوکاټونو مهارې کړي.

کله چې خپلې منفي غوښتنې هم به مثبت چوکاټ کې واچوې، بیا تضاد په تکامل بدلېږي. همداسې لکه ښځه او نر چې یو بل مکملوي. لکه د برېښنا منفي او مثبت چې رڼا او انرژي رامنځته کوي، لکه نقد چې نظریه او نصیحت چې رویه بشپړوي.

موږ ځینې واقعیتونه بدلولای نشو، خو مهارولای یې شو.

12 total views, 4 views today

5 comments

  1. Akmal Reply

    تحلیل بجا و درست توانستم مفهوم اش را بگیرم! ممنون

  2. Tariq Reply

    نو دا چې انسان خپلې ځینې منفي غوښتنې ختمولای نشي، دا ورته بهتره ده چې د هغو د مهارولو لپاره لکه د بل د جېب د لوټلو لپاره یې چې بیعه او سوداګري رامنځته کړې ده، و یو پر بل د غلبې او واکمنۍ لپاره چې یې ډیموکراسي رامنځته کړې ده، یا د بل له خور او لور سره د ساعت تېرولو لپاره چې یې نکاح او واده رامنځته کړی دی.

    که د اوسنيو اروپايانو او امريکايانو تير تاريخ ته وگورو استعمارگر يا خوړونکی تاريخ لري، پر يو بل حملې، وينه تويول، ښځې وينځې کول، له ټيټې طبقې(عام ولس) څخه حيواني گټه اخيستل … خو دا ټول به يې پخپل منځ کې کول يعنې مسلمانانو سره به ډير لږ ښکر په ښکر کيدل خو؛ بيا د ډيموکراسۍ په رامنځ ته کيدلو سره يې دې اصل ته د پای ټکی کيښود، صليبي جگړو ته يې يو نوی رنگ ورکړ … مسلمانان يې هرځای وځپل او لا يې هم ځپي.
    ډيموکراسي دا نده چې پر خلکو دې تحميل سي لکه نن چې پر مونږ را تحميليږي ځکه خو پخپل وجود کې له ناکامۍ سره مخ کيږي، حرج او مرج جوړوي، وينه تويول رامنځ ته کوي …
    نو غواړم ستا له خبرو يوې خبرې ته اشاره وکم، هغه دا چې د منفي غوښتنو د ختمولو لپاره بيع رامنځ ته شوه، نکاح رامنځ ته شوه او ډيموکراسي(؟) رامنځ ته شوه
    دا چا رامنځ ته کړه؟ له مونږ (مسلمانانو) سره يې تړاو چې ده؟ که چيرې زمونږ نظام (اسلامي نظام) منفي غوښتنې نشي ختمولای نو بيا د کامليت دعوه ولې کوي؟ او که منفي غوښتنې ختمولای شي نو بيا ډيموکراسي ته ضرورت چې ده؟

  3. احمدسیر کاکړ Reply

    قرار صیب که په دغې جملې یو ځل بیا فکر وکړئ:( یا د بل له خور او لور سره د ساعت تېرولو لپاره چې یې نکاح او واده رامنځته کړی دی) دا د بل خور او لور انسانان نه دي، په نکاح کې د دوی ساعت نه تیریږي؟؟؟؟؟ ستا دا جمله ستا ټوله لیکنه په انسانانو( نارینه وو ) پورې محدودوي او ښځه ددوی امتعه بولي.
    د مثال په ډول دا جمله د ملا صیب دلاندې جملې انډول ده ( انسان ته به خدای ښه ښایسته ښځه ورکړې وي خو بیا به هم زنا کوي) د ملا صیب په نیزد چې ښځه انسان نه بلکه د انسان په مالکیت کې شامله امتعه ده. او یا هم د هغه کوزني بریتور ښوی سري په اصطلاح چې وايي: پښتانه ښځه پاکه غواړي، دلته دا محترم هم ښځې ته د پښتون د امتعې په نظر ګوري نه د یوې پښتنې یا انسان په نظر ځکه که د پښتنې په نظر یې ورکتلای نو ویلي به یې و چې پښتنې هم پاک میړونه غواړي، یا پښتانه پاکې ښځې او پاک میړونه غواړي.
    او په ټوله کې زموږ پر هغه راکد او جامد فکر د صحت مهر لګوي ، چې پښتنو ته یواځې نارینه انسانان دي او بس.
    مننه

    1. Sediqullah Reply

      د بل له خور او لور سره د ساعت تېرولو لپاره چې یې نکاح او واده رامنځته کړی دی Nora lekana kha da kho da khbra ye dira ghalta kade au bayad islah she.

  4. سرحد افغان Reply

    ما له نسبتا ډیرو پښتنو چې د لیکوالئ په مارکیټ کې لاس و پښې چلوي‌ د درانه قرار صاحب د منطق او سواد تعریف اوریدلی وو نو ما ویل نن به یې یوه لیکنه ولولم چې څه وايي. خوشاله یم چې زموږ په ټولنه کې اوس ځوانان لږترلږه لیکل کولای شی نو په دې کې د هیڅ ډول پوښتنې ځاي‌ نشته چې قرار صاحب د قدر وړ دی.

    خو فکر کوم چې عمومي حکمونه کول هغه ستره ستونزه ده چې ډير لیکوالان یي لري‌ او متاسفانه قرار صاحب هم نه دی ورڅخه پاک .
    پر انسانانو د بدي‌ عمومي حکم کول ، ښايي د هغو انسانانو سپکاوی دی چې له ریا او د شهرت او قدرت له لوږې پرته ، په تورو زیرخانو کې تیروي ، لوست کوي او پرته چې د کوم ستر کشف په تمه ، د شهرت تر واګي‌لاندې وخت تیر کړي، فکر کوي چې ښايي له زیاتې مطالعې .
    دا به ښايي د هغو انسانانو سپکاوي وي‌ چې ، مثلا ، د حیواناتو د ژغورنې لپاره غوښه نه خوري. حتی هیڅ حیواني تولید نه خوري او نه څښي. په دې که نه پيسې اخلي او نه شهرت باسي ځکه دا کار یوازي په خپلو اشپزخانو کې کوي .
    سره به یې د نورو انسانانو لپاره د مرستې، درناوي‌ او تحمل قدرت زیات شي.

    د قرار صاحب تر لیکنه ، د کاکړصاحب دا تبصره په زړه پورې او با مفهومه ده ، البته زما لپاره . خو ښايي په اخر کې ده هم مطلق حکم کړی چې بیا هم د هغه عمومي نظر ښکار دی چې زموږ ډیر لیکوال یې ښکار دي.

    کیداي‌ شي چې قرار صاحب به له دې خبرو سره چې کاکړ صاحب کړې موافق وی خو ښايي فکر یې هغومره کار نه وی کړی ؟؟؟

    مطلق حکمونه د لیکنې اعتبار خرابولای شی.
    .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *