Categories

اعلان

Loading…

د لغمان پیژندنې د علمي کنفرانس په ویاړ مشاعره وشوه

افغانستان- لغمان

ولایت مقام-مطبوعاتي دفتر

نیټه:۲۶-۸-۱۳۹۴

نن شپه د ۸ بجو څخه تر ۱۰بجو پورې په لغمان ولایت کې د لغمان پیژندنې د علمي کنفرانس په ویاړمشاعره وشوه،په دغه مشاعره کې لغمان والي عبدالجبارنعیمي، د افغانستان د علومو اکادمۍ غړو،علمي او فرهنګي شخصیتونو،شاعرانو،لیکوالانو او ادیبانو حضور درلود.

عبدالجبارنعیمي د بیلابیلو ولایتونو څخه ټولو راغلیو ميلمنو ته ښه راغلاست وویل ، د سولې،پوهې او سمسورتیا کورته یې د دوی له راتګ تود هرکلی وکړ،لغمان والي وویل پر دې خوښي څرګندوي چې اوس مهال له لغمان ولایت څخه د سولې،امن،پرمختګ،یووالي پیغامونو استولو لړۍ پیل شوې، د جګړې،ناپوهۍ،ناخوالو او بې عدالتیو د مخنیوي غږ اوچت شوی دی.

لغمان والي د هېواد له ټولو علمي،فرهنګي شخصیتونو،شاعرانو،لیکوالانو او ادیبانو وغوښتل چې د فکر او قلم په قوت سره د ملي ګټو،ملي هویت،ملي ارزښتونو،ملي یووالي او ملي واکمنۍ لپاره کار وکړي په ځانګړې توګه د لغمان ولایت انځور روښانه او دغه ولایت د خپلې علمي او فکري مبارزې په مرکز بدل کړي.

وروسته په خپل وار سره ګڼ شمیر شاعرانو شعرونه ولوستل او د شعر په ژبه یې ولس ته د امن،سولې او یووالي پیغامونه واستول او لغمان ولایت یې د ښکلا او مینې ټاټوبی یاد کړ.

له لغمان والي یې مننه وکړه چې په شپه کې یې د دوی په مشاعره کې ګډون وکړ او په مشاعره کې په ګډون سره یې د مشاعرې برخوالو ته ویاړ ور په برخه کړ.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي عبدالهادي قریشي لخوا څو ټوکه علمي او فرهنګي کتابونه لغمان والي ته ډالۍ شول.

25 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi T; Be Reply

    Salamoonah;

    Laghman jan xo zma pa pikr la Luqman tsaxa pa a`ilm aw kemal ki axestil shway.

    Xo, kashkae! csheyitaneee pa ki na vay!.

    Pa dranicsht

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *