Categories

اعلان

Loading…

پښه مو ولې ويده کيږي؟ ژباړه: شکور کامران

ټول له دې اصطلاح سره چې “پښه مې ويده ده” بلد ياست. د پښې ويده کېدل يو ډول درد يا بې حسه کېدو ته وايي، چې د پلتۍ یا پرلتۍ وهلو، د پښو پر سر کېناستلو يا يو پر بل د پښو کېښودلو پر مهال رامنځته کيږي.

هغه څه چې پـيـښـيـږي په حقيقت کې دا دي: وينه مو معمولاً په هغو رګـونو کې چې په ورنونو کې دي، په ازاد ډول روانه وي، بيخي د هغو اوبو په څېر چې په يوه پايپ کې په ازاد او بې خنډه روانې وي. فکر وکړئ کله چې تاسو دا پايپ کت کوئ، څه پـيــښـيـږي. یقيني ده چې د اوبو جريان له منځه سوکه (بطي) کيږي او د کوچنيو څاڅکو په څېر يې له چاپېره څڅيـږي او پر پايپ ډېر فشار راځي.

په همدې ډول کله چې وينه په رګونو کې روانه وي، يوه له ډېرو مهمو دندو يې د بدن له بېلابېلو اورګانونو د فاضله زهري موادو اخيستل دي؛ کله چې د اوږدې مودې لپاره خپلې پښې ټولوئ او يا پلتۍ کښېنئ، دا جريان بطي کيږي چې له امله يې دا زهري فاضله مواد يو پر بل امباريـږي او د عصبي رشتو مخه نيسي، څو له پښو پيغامونه مغزو ته ولېږدي، چې په پايله کې مو پښه ويده کيږي.

89 total views, 2 views today

1 comment

  1. mohammad ehsan ehsan Reply

    .کا مران صاحب ا، ستاسې ژباړلي مطلب تر یوې اندازې حقیقیت ته ور نژدې دي چې سړی پرې باور وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *