Categories

اعلان

Loading…

زموږ د شوراګانو او مدني ټولنو ستونزې/ محمد عارف رسولي

سریزه

د دې لیکنې موخه داده چې د پلان کولو او پرمختیایي علومو په رڼا کې د ټولنو او ملتونو د یو والي، پرمختګ او بیزلۍ د ورکولو لپاره یو سم میتود وړاندې کړو. هیله داده چې که سمه پاملرنه ورته وشي نو په عمل کې به زموږ ټولنې او شوراګانې وکولای شي چې سره یوموټی او متحد شي، خپلې ستونزې ورارزوي، لمړيتوبونه وټاکي او د غوره پلانونو په مرسته یې پلي کړي.

د شوراګانو او مدني ټولنو اصلي موخې

شورا زموږ په دین کې د پریکړو په وخت یو اصل دی. د شورا کولو ځینې موخې او ګټې یې دادي: (۱) په یوه دیني اصل باندې عمل په خپله یونیک کار دی او دنیوي او اخروي ګتې لري، (۲) د شورا او مشورو په مرسته دخلکو له تجربو، پوهې، او علم څخه ګټه اخیستل کیږي. انسانان چې چیرته او په کوم چاپیریال کې اوسیږي دهغوي مالومات د هغه ځای د کار په هکله خورا مهم او اړین دي، (۳) که د خلکو نظر د شورا له لارې واخیستل شي، نظر ته یې احترام وشي، تر وسه وسه ورباندې عمل وشي، نو د پایلو او ټولې پروسې په هکله به د هغوي مالکیت او ملاتړ خوندي وي. هغوی به داټول هرڅه خپل وبولي او ورڅخه به ساتنه او ننګه وکړي.

د پرګنو اتحاد، مشران او اهداف

د مشرانو مهم رول دادی چې د خپلې ټولنې لپاره ستر، ګډ او پاک اهداف وټاکي، د لاسته راوړلو لپاره یې خلک داسې رهبري کړي چې ټاکل شوي اهداف خپل وبولي او په لاسته راوړلو کې یې خپل خلاصون وویني. که ټولنې او ملتونه ګډې موخې ولري، د لاسته راوړلو لپاره یې ګډې هڅې وکړي، خولې تویې کړي، په ګډه سره بریاليتوبونه او ناکامۍ وویني، په لاملونو یې پوه شي، نو په هغوي کې اتحاد او یووالی پخپله راځي.

که په ټولنه او ملت کې مشرانو وکولای شول چې خپل خلک په پورته څیزونو په لاسته راوړنو کې سم رهبري کړي، په خلکو کې رښتینی یو والی راوستلای شي، د هریوه کس پټه او بنده انرژي راخلاصیږي، په ګډ ستر قوت بدلیږي او ستر ستر کارونه کولای شي.

نن سبا پوهانو منلې ده چې خلک د پروګرامونو، پلانونو او هغو طرحو په شاوخوا ښه راټول او یوموټی کیږي چې د ځان او خپل ټول ولس خیر، پرمختګ او له کړاوونو خلاصون پکې وګوري. په تشو سوچونو، خبرو او وعدو د خلکو یوځای کیدل ناشونی کار دی.

زموږ د شوراګانو او زیاتو مدني ټولنو اوسنی حالت

زموږ مشران د روښانه لیدلوري، موخو او اهدافو له ټاکلو مخکې نیمګړې هڅې کوي یوازې د شوراګانو، او له کره علمي اجندا او پلان پرته د یوڅو غونډو په کولو سره فکر کوي چې خلک به یو موټی او ستونزې به یې حل کړی. خو دا نیمګړې هڅې ډېری وختونه ناکامیږي، خلک نشي یوموټی کولای او ډېر څه نه ترلاسه کوي. په خواشینۍ سره له څه وخته وروسته همغه تلپاته بې اتفاقي، ستونزې او همغه خرک او همغه درک وي.

په خواشینۍ سره زموږ د دودیزو شوراګانو او ان د زیاتو مدني ټولنو په علمي توګه د پلان او کړنلارو د جوړولو سره کرکه او عناد دومره دی چې نه غواړي نوم یې واوري په کار اچول خو یې لا پریږده. هغوی نه غواړي چې له علمي روشونو، د نورو بشري ټولنو له تجربو او ان له خپلو دیني درسونو کار واخلي. او هرڅه د خپل عادت او عنعنې له مخې کوي. خو کلونه تیر شي په خپلو پاته راتلو نه پوهیږي.

دا زموږ په مجلسونو کې ان د تحلیل ګرانو ستونزه ده چې هغوی فکر کوي او وایي لمړی باید متحد شو بیا به نور کارونه کوو. دهغوي اتحاد دا وي چې یوه شورا، یوه مدني ټولنه او یا یو انجمن جوړه کړي، یو څو غونډې وکړي او فکر کوي چې یو موټی شول او هر څه یې ترلاسه کړل. له شورا د خلکو هیلې اسمان ته وخیږي. خو شوراګانې او مدني ټولنې بیا کوم سم علمي لید لوری، ټاکلې موخې، کوم کاري پلان او برنامه نلري. څو میاشتې او کلونه تیرشي او هغوي د پام وړ څه ترلاسه نکړي نود شوراګانو او مدني ټولنو زیات غړي او نور عام خلک بیا ناهیلي، تیت پرک او وپاشل شي. همدا لوبه روانه ده خو د چا سر نه ورباندې خلاصیږي.

د پورته ستونزو لاملونه

زموږ یو شمیر نیمګړي دودونه او کلتوري ښکارندې زموږ خلک له نوښت منلو، د نوو لارو په کار اچولو، د نورو خلکو له تجربو او ان له خپلو دیني روایتونو د زده کړو په ځای هرڅه د خپل دودیز فکر له مخې سرته رسوو. موږ مثبت او اړین بدلون ته تیار نه یو. د دې ځینې لاملونه یې دادي: (۱) زموږ په کلتور او فرهنګ کې تراوسه د لرلید، موخو، پلان او کړنلارې اهمیت خلکو ته روښانه نه دی. که تاسو په یوه مجلس کې داخبره یاده کړی نو یو شمیرخلک داسې فکر کوې چې ماغزه دې خراب دي، (۲) بله ستونزه داده زموږ په ټولنه کې داسې خلک کم دي چې په علمي توګه د ټولنو د بیوزلۍ ورکولو، یووالي، پرمختیا، او په ځان بسیاینې په پروګرامونو کې یې ګډون کړی وي او ورباندې سم پوه وي. زموږ ډېر کدرونه د لید لوري، موخو، اړینو زیرمو، فعالیتونو، وخت، مدیریت او رهبرۍ په لړۍ او نه شلیدونکي مزي نه پوهیږي، خو د کلتوري انګیرنو له مخې چاته غوږ نه نیسي او خبره نه مني.

98 total views, 3 views today

3 comments

  1. څارنوال علیزی Reply

    د ښاغلی رسولی صاحب ټولی لیکنی او مقالی دیو ښه استاد دتدریس او افادی وړدواقعیتونو تشریح ده کاشکی تاند یا بلچا هغه دیو علمی ټولګی په ډول سره راټولی اوچاپکړی ترڅو دهرچا دپاره خاصتا د ټولنیزو او اجتماعی علومو دمحصلانو ، علاقمندانو اود چارو دمسولینو دپو هاوی دپاره ګټه ځینی اخسته شوی وای . دټولنی په خیر اوستر خدمت به وای .

  2. مسرور Reply

    د رسولي صاحب ټولې لیکنې په غور لولم، واقعاً د یوه استاد لیکنې دي. ډیر ځلي مي غوښتي چې د ذده د لیکنو ستاینه وکړم، خو نه پوهېږم ولي مې دا کار نه دی کړی . د علیزي صاحب دي کور ودان وي چې ګام یي واخیست.

  3. Mohammad Arif Rasuli Reply

    له جناب علي صاحب اوجناب مسرور صاحب دواړو مننه ستاسو هڅونه ماته يو څه اميد راپيدا کوي چې کېدای شي د ليکلو له لارې د هيوادوالو لباره يو څه خدمت وکړی شم او خپل مسوليت ادا کړم. که څه هم زه کوم ليکوال نه يم خو خداي شته د هيواد او خبلو خلکو کړېدلی حالت مې ځوروي که په يقين سره پوه شم چې د لوستونکو زړه ته لاره موندلي شم او نيمگړې ليکنې مې ورته ګته رسوي زه به ډېر. نېکمرغه وم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *