Categories

اعلان

Loading…

د بشري حقونو د څار ډلې له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو خلاف د خپلو پولیسو د ظلمونو مخه ونیسي

تاند- د بشري حقونو د څار ډلې وویل، پاکستان باید د افغان مهاجرو خلاف د خپلو پولیسو د نارواوو او ځورونو مخه ونیسي.

دې ډلې نن /چهارشنبه/ په یوه راپور کې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ځورونو، تهدید او ربړولو په اړه معلومات خپاره کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د خپلو پولیسو مخه ونیسي.

په راپور کې ویل شوي، په پاکستان کې د افغانانو پر ضد د پولیسو ناروا چلن وروسته له دې اوج ته ورسېد چې پاکستاني طالبانو د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه د پېښور پر پوځي ښوونځي برید وکړ.

په راپور کې راغلي چې له هماغه وخته راوروسته پر افغانانو د پاکستاني پولیسو فشار ډېر افغانان اړ ایستل چې خپل هیواد ته لاړ شي او یا اروپايي هیوادونو ته مخه کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې مرستیال ريیس فیلیم کاین ویلي:«په یوه کال کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو خورا بد چلن ته باید د پاکستان حکومت فوراً ځواب ووايي. د پاکستان حکومت باید پر پولیسو فشار راوړي چې د ټولو افغانانو د ځورولو پر ځای د جنایت اصلي عاملان ونیسي.»

د بشري حقونو د څار ډلې په دې ۳۷ مخیز مستند راپور کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د خپلو نړیوالو ژمنو پر اساس باید د افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي او د هغوی خلاف له تشدد، شکنجې او ځورولو لاس واخلي.

د بشري حقونو د څار ډلې له ۵۰ افغانانو، چې په پاکستان کې له کلونو ژونده وروسته خپل هیواد ته تللي، او ۴۶ نورو افغانانو سره چې په پاکستان کې اوسي، همداراز د پاکستان او افغانستان د حکومتونو له مامورینو، چارواکو، د غیرحکومتي موسسو له غړیو، د سیمه ییزو ټولنو له استازو، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د کمیشنرۍ له مسوولانو، دیپلوماتانو، ژورنالیستانو او نورو ماهرانو سره مرکې کړي دي.

راپور وايي چې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ځورونو په خاطر ډېر افغانان مجبوره شوي چې له کورونو زیات ونه وځي، کارو بار یې خراب شي او اقتصادي ستونزې یې ډېرې شي.

ملګري ملتونه وايي چې د پاکستاني پولیسو تشدد او تاوتریخوالي پر افغانانو چاپېریال خصمانه کړی او په ډار کې اوسي. پولیس د دوی پر کورونو او کارځایونو حملې کوي، پیسې ترې اخلي.

8 total views, 2 views today

2 comments

  1. انجینر عبدالحکیم Reply

    او فعلا چی په پاکستان کی د چا کور وابډه والا په نشه کړی چی دا دافغان کور ده دمهاجر کور ده د بجلی بیل پری څو چنده زیات لیکی

  2. Gul Reply

    زموژ مسلمانان ورونه دى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *