Categories

اعلان

Loading…

په فرانسه کې نن بیا نښتې وشوې

 د  فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې نن سهار یو ځل بیا هغه وخت وسله وال او پولیس سره ونښتل چې پولیسو په هغه کور باندې حمله وکړه چې د پاریس د جمعې د ورځې د حملو طراح په کې اوسېده.‌ پخوا داسې فکر کېده چې د حملو طراح د سوریې په رقیه ښار کې دی.

په دغې نښته کې یو وسله وال وژل شوی او یوې ښځینه ځانمرګې خپل انتحاري واسکټ چولی دی،‌ ۴ تنه پولیس هم په پېښه کې ټپیان شوي دي.‌‌‌

 د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې په ځایي وخت د سهار په ۴:۳۰ بجو د پاریس ښار له سټډ دی فرانس سره نژدې د سینټ ډینیس په سیمه کې د ۲۷ کلن عبدالحمید اباعود په کور باندې د فرانسې ۱۰۰ تنو ځانګړیو ځواکونو او پولیسو حمله وکړه چې د مقابل لوري له مقاومت سره مخامخ شول،‌ او د دواړو خواوو تر منځ د ډزو تبادله پيل شوه.‌

ورځپاڼه لیکي داسې ګڼل کیږي چې یو شکمن کس ۲۶ کلن صلاح عبدالسلام چې د پاریس د جمعې د شپې له حملو سره تړاو لري او په بلجیم کې په نښه شوی وو هم په یاد کور کې اوسیږي.‌

ویل کیږي چې له یاد اپارتمان څخه درې کسان او له ورسره نژدې بل ځای څخه دوه کسان نور ژوندي نیول شوي دي خو له پولیسو سره مقاومت کیږي.

په پاریس کې د تېرې جمعې په شپه په یو شمېر ځانوژونکیو حملو،‌ چاودنو او ډزو کې تر ۱۲۹ پورې کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول چې په هماغې شپه د فرانسې جمهور رییس فرانسوا هولانډ فرانسې ته ورتلونکې او ترې وتونکې لارې وتړلې څو په پېښه کې ښکېل ژوندي پاتې کسان په اسانه په نښه کړي.

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *