Categories

اعلان

Loading…

د سیمې د امنیت په اړه د افغانستان او هند د چارواکو خبرې

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي او د ده هندي ساري ایس جېشینکر پرون /سې شنبه/ په نوي دیلي کې د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتولو او په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په جنګ ځپلي افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د دفاعي وړتیاوو له زیاتولو سره د هند د مرستې د ژمنو په اړه هم خبرې وکړې.

په دې خبرو کې، چې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې وشوې، د هند او افغانستان د اړیکو په اړه هم سلامشورې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وروسته له دې هند ته سفر وکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ډیلي ته لاړ او له هندي چارواکو څخه یې د افغانستان هوايي ځواک ته د جنګي څرخکو د ورکولو غوښتنه وکړه.

هند منلې چې د افغانستان هوايي ځواک ته به ۴ آی ایم څرخکې ورکړي.

افغانستان د دې لپاره چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او یا یې د سولې خبرو ته وهڅوي، له هند سره اړیکې تر ډېره سړې کړې وې او د هند له لوري افغان امنیتي ځواکونو ته د وسلو له ورکولو هم تېر شوی و خو پاکستان په خپل دریځ کې بدلون رانه وست ځکه افغان چارواکو یو ځل بیا هند ته مخه کړې ده.

پاکستان پخوا په افغانستان کې خپله لاسوهنه او د طالبانو ملاتړ په افغانستان کې د هند د نفوذ په خاطر توجیه کاوه.

خو پاکستان بیا وايي چې له کابل سره د اسلام اباد د اړیکو د ښه کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو بهیر د هند صدراعظم نریندرا مودي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سبوتاژ کړ. داسي ښکاري چې د پاکستان اشاره د دغه هیواد او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ موافقې ته وي.

76 total views, 1 views today

1 comment

  1. abdulamin wardak Reply

    ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
    زه په دې افتادګۍ کې لوی کړنګ یم
    مانا که را ولوېدې نو غرق یې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *