Categories

اعلان

Loading…

آيا طالبان په رښتيا سوله کوي؟ حبيب وقار

د ملامحمد عمر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته طالبان تر ننه په دې نه دي توانیدلي چې په یوه مشر او رهبر سره سلا شي. ملامحمد عمر د مرګ تر شیبې پورې د ټولو طالبانو له پاره د منلو وړ شخص او رهبر و، هغه د سيمې بدلونونو ته په پام د طالبانو يووالی ساتلی و، خو تر مرګ وروسته یې دا اتحاد له منځه ولاړ او طالبان د ژورو اختلافاتو ښکار شول. په دې وروستیو کې د طالبانو د مشرۍ پر سر اختلافات دومره ژور شول چې بالاخره دا ډله یې دړې وړې او سره ووېشله.

که څه هم یو شمېر منتقدین په جنګي ډګر کې د طالبانو دوو ډلو کېدو ته خورا زیات خوشحاله دي او دا وېش د افغان دولت په ګټه بولي، خو ځینې نور بیا په دې اندېښنه کې دي چې ښايي دا وېش د سولې پروسه چې د ملا عمر د مړینې خبر له وړاندې زیانمنه کړې وه، لا پسې پېچلې او سخته کړي.

د طالبانو د دویمې ډلې مشر ملا محمد رسول د طالبانو د رهبرۍ شورا پخوانی غړی دی. مخکې ویل کېدل چې هغه د ملااخترمحمد منصور له پلویانو څخه دی، خو اوس د طالبانو د دویمې ډلې د مشر په توګه راڅرګند شوی دی. هغه د طالبانو په رژیم کې د نیمروز د والي په توګه کار کړی. په همدې ډول ځينې نور راپورونه وايي چې ملا منصور دادالله د وژل شوي ملادادالله ورور د محمد رسول لومړی مرستیال او شېر محمد منصور بیا د ده دویم مرستیال ټاکل شوي دي.

ویل کېږي د ملااختر محمدمنصور په مشرۍ د طالبانو لومړۍ ډله چې د ملاعمر د مرګ خبر یې پټ کړی و، د طالبانو د جنګي قومندانانو له ملاتړه برخمنه ده. دغه راز ویل کېږي چې په طالبانو کې یوه بې طرفه ډله هم وجود لري چې طیب اغا یې مشري کوي او تر ډېره په قطر کې د طالبانو غړي پرې راټول دي.

ډلې ډلې طالبان

د ملامحمد رسول په مشرۍ د طالبانو د نوې ډلې يوه غړي ملا عبدالرووف په یوه غږیږ پیغام کې ویلي چې دوی د ملا اخترمحمد منصور له مشرۍ سره ځکه نه و جوړ چې په خبره یې هغه خپله يو امريکايي دی. ملاعبدالروف په دغه غږیز پیغام کې ویلي:

((دوی چې د اسلام له پاره مبارزه کوي بايد داسې يو مشر ولري چې اسلامي اصولو ته وفا ولري او وطن ټوټه ټوټه نه کړي.)) د ملا عبدالرووف په وينا ملا اختر محمد منصور به هم اسلام او هم به وطن ټوټه ټوټه کړي. خو د طالبانو لومړۍ ډلې مشر او د ملاعمر ځایناستي ملااخترمحمد منصور تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د طالبانو تیت او پرک کېدل او وېش اوازې دي. د سياسي چارو کارپوه او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی وحيد مژده هم وايي چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو نوې ډله د ملااخترمحمد منصور پر ډلې تور پورې کوي چې هغوی د امريکا په ګټه کار کوي او د امريکايانو په تګلاره خپل کارونه مخ ته وړي. خو د مژده په خبره د طالبانو نوې ډله بیا په مستقيم ډول پاکستان جوړه کړې او دا ډله تر ټولو نورو ډلو ډېره سخت دريځه ده، مژده زیاتوي:

(( د نوې ډلې غړی ملا نیازی وايي چې دوی له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې لري چې له ګاونډيانو يې مطلب پاکستان دی، دوی په مستقيمه توګه د ای اس ای له خوا اکمالېږي.))

سوله او جګړه

په دوو ډلو د طالبانو وېشل کېدو او خپلمنځي اختلافاتو یې د سولې عالي شورا هم اندېښمنه کړې ده. د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي چې په څو ډلو د وسله والو طالبانو وېشل کېدل به د سولې له پاره د دوی پر له پسې هڅې له ستونزو سره مخ کړي. قاسميار وايي:

((د طالبانو په څو ډلو وېشل کېدل زموږ له پاره په يوه لویه ستونزه بدلېدلی شي، موږ به هڅه کوو چې له يوې ډلې سره سوله وکړو، خو په مقابل کې به يې بله ډله په جګړه لاس پورې کوي، که موږ هر څومره هڅه وکړو بیا هم په خپل کار کې نه بریالی کېږو او خپلو هيلو ته نه رسېږو، موږ غواړو يوه جامع سوله ولرو، خو دا کار به د دوی د څو ډله کېدو له کبله ناشونی وي.))

د طالبانو پخوانی غړی سيداکبراغا بیا وايي چې د طالبانو دواړه ډلې له حکومت سره خبرو ته تيارې دي، اکبراغا له يوه ادرسه د سولې د خبرو له پاره هيله لري، خو په خبره یې دا کار هلته کېدای شي چې دواړه ډلې بېرته سره يو ځای شي. هغه زياته کړه:

(( دومره وايم که د سولې خبرې له دوو ادرسونو وشي ډېرې به ستونزمنې وي. خدای ج دې وکړي چې له طالبانو سره خبرې له يوه ادرسه وشي او دوی هم د افغانستان د سولې له پاره بېرته سره يو ځای شي.))

خو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي چې د محمد رسول په نوم نوې ډله په دې نظر ده چې د وروستي بهرني سرتېري تر وتلو د سولې خبرو ته غاړه کې نه ږدي. مژده زیاتوي:

((ملامحمد رسول، ملا رحماني او نور ملګري يې د چين اورمچي ته هم له دولت سره د خبرو له پاره د پاکستان په نظامي طياره کې لاړل؛ نو همدا سبب دی چې دا ډله به هېڅ کله هم د سولې خبرو اترو ته حاضره نه شي، ځکه چې د دوی ټول واک او اختيار د پاکستان په لاس کې دی.))

بل خوا داسې ښکاري چې د طالبانو ترمنځ موجود اختلافات دې په جګړه اوښتي وي. له جنوبي ولایت زابل څخه سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې ده چې د ملا اخترمحمد منصور او منصور دادالله د ملاتړو تر منځ په نښته کې له تېرې اوونۍ راهیسې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي. د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي بي بي سي ته ویلي چې په دغه جګړه کې د ملامحمد رسول د مرستیال منصور دادالله ۶۰ وسله وال او د ملا اخترمحمد منصور ۱۰ ملاتړي وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د طالبانو د ملامحمد رسول د ډلې غړي عبدالمنان نیازي ویلي چې د ملا منصور پلویانو د دوی پر مرستیال مشر دادالله حمله وکړه، خو دادالله ته په دې برید کې زیان نه دی اوښتی او یو شمېر برید کوونکي یې ژوندي نیولي دي. پر ملا دادالله څو میاشتې پخوا هم د اخترمحمد منصور پلویانو د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې حمله کړې وه.

د طالبانو پخوانی غړی سيداکبراغا تاییدوي چې د طالبانو دواړه ډلې سره ژور اختلافات لري او کېدای شي چې د خپلمنځي شخړو له کبله د سولې پروسه په شدت زیانمنه کړي. خو وحید مژده بیا په دې عقیده دی چې د طالبانو نوې ډله ښايي ژر تیت او پرک شي، ځکه په خبره یې دا ډله نشي کولای چې ټولو طالبانو ته قناعت ورکړي او له ځانه سره یې یو ځای کړي:

(( د طالبانو نوې ډله دومره مهم خلک نه دي، دا د دوی په توان کې نه ده چې د طالبانو پاشلې ډلې سره يو ځای کړي.))

د سياسي چارو کارپوه او د حقوقو استاد ودیر صافی بیا وايي چې په څو ډلو د طالبانو وېشل کېدل به د دوی زور اوبه کړي او ښايي د کمزوري کېدو په نتیجه کې له حکومت سره سولې ته غاړه کېږدي. هغه زیاته کړه:

((که دوی یوه رهبري ولري، په ګټه يې ده، نظر دې ته چې دوه یا څو مشران ولري، د دوی وېشل کېدل په دې معنی دي چې هره یوه ډله به د يوه خارجي هېواد په ګټه کار کوي او د هغوی اهداف به مخ ته وړي؛ نو دا کار هېواد او دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کولای شي او کله به هم هدف ته ونه رسېږي.))

ناکامه شورا

د طالبانو ډله کېدو په داسې حال کې سولې ته د رسېدو هیلې پیکه کړې دي چې ځینې منتقدین د سولې شورا هم په خپلو کارونو کې ناکامه بولي. د دغو منتقدینو په باور د سولې پروسې د ناکامۍ یو علت همدغه شورا ده، ځکه دغه شورا نه ده توانېدلي چې د یوه منځګړي په توګه عمل وکړي. د سولې د عالي شورا غړی مولوي قلم الدین وايي، سولې شورا یو دولتي ادرس او دولتي شورا ده چې هېڅکله د طالبانو او دولت ترمنځ منځګړتوب نشي کولای.

مولوي قلم الدین وايي، دوی د داسې یوې شورا غوښتونکي دي چې د دولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکولای شي او طرف واقع نشي. نوموړى وايي، له تېر يوه كال راهيسې دغې شورا په خپل منځ كې د سولې په اړه يوه غونډه هم نه ده كړې.

د ولسي جرګې غړې مريم كوفي وايي چې د سولې پروسه په يوې پروژې بدله شوې او چې څومره پیسې پرې ولګول شي بې ګټې به وي. د سياسي چارو کارپوه سيدناصر موسوي بیا وايي، سوله د دې شورا په واسطه شونې نه ده، ځكه واك نه لري.

250 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2