Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د پاکستان شارژدافېر د احتجاج لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته راوبلل شو

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن /سې شنبه/ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار کړ.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني په یوه خبري غونډه کې ویل، د پاکستان شارژدافېر د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو پر توغندويي بریدونو د اعتراض څرګندولو لپاره دې وزارت ته راوبلل شو.

مستغني وویل چې پاکستاني پوځیانو پرون /دوشنبه/ د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ د انګوراډې په سیمه کې د افغانستان د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې د راکټونو او توپونو ګولۍ وویشتې چې په نتیجه کې یې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او ۳ نور ژوبل شول.

تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د پوځ د ویاند له قوله ادعا وکړه چې پاکستاني پوځیانو وروسته له دې د افغانستان لور ته ډزې وکړې چې افغان ځواکونو په انګور اډه کې د پاکستان لور ته ډزې وکړې خو له کبله یې چا ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه ځکه چې ګولۍ پر خالي مځکه ولګېدې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د پاکستان شارژدافېر ته خبرداری ورکړای شو چې دا ډول اقدامات د دوو هیوادونو اړیکې خرابولی شي.

پاکستاني پوځیان هر څه موده وروسته د افغانستان لور ته د درنو وسلو ګولۍ ولي او د پکتیکا د شکین د انګور اډې په شمول یې په یو شمېر سرحدي سیمو کې خپلې پوستې د افغانستان خاورې ته رامخکې کړي دي.

27 total views, 1 views today

3 comments

  1. جلال Reply

    د مجاهد د كور وران شي ددي مرتد او غلامانو د لاسه د افغانستان اردو او وسلي د مجاهد د مور په ميره خرثي شوي. ددوي په جهاد كي غين ووهم. دا جهاد نه وه ددوي د شحًي كوس وركول وه.

  2. جلال Reply

    دا أنصاف نده د تاند له ويب پاني گيله لرم زما كومنت چه په واقيعيتونه ولار وه نشر دي نكر.

  3. لالا ، بټنوال Reply

    جلال ورور ! ستاسې د ژوراحساس او وطنپالنې قدر کوو، ګرانه ليکوالي ځانته آداب لري چې په مراعاتولو ېې ژمن يو، که مو اوریدلي وي وايي د قلم عفت ( پاکي ) باید په نظرکې ونيول شي ، زمونږ په زرهاو خویندې ، ميندې نـن سبا د انټرنټ په دنياکې ليکنې لولي ، اوزده کړې کوی ، څه فکر کوۍ ستاسې کامنټ ته به د هغوی عکس العمل څه وي ؟ او ترټولو مهم ټکئ د اسلام ستر رکن د جهاد کليمه چې د وطن اودين دښمنانو پرې د خپلو اهدافو لپاره لوبې وکړې په خپل ذات کې پاکه کليمه ده چې باید نوم ېې په عزت واخستل شي ـ لعنت دې په هغو وی چې د جهاد په معنا نه پوهیږي خو ځانته مجاهد وايي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *