Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا والي: هیڅکله به دوښمن ته اجازه ورنکړو چې د پکتیکا امنیت خراب کړي

Dد پکتیکا والي امین الله شارق په داسې حال کې چې د امنیت امرسمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي،د ولایتي شورا غړو،د استناف څارنوالۍ رییس،د پوهني رییس،د پکتیکا ښاروال، د اطلاعات او کلتور رییس،د عامی روغتیا رییس، د پيښو پروړاندې د مبارزې رییس،د کلیو پراختیا او بیاروغني ریاست د برنامو امر او د مدني ټولنو په استازیتوب یې خورشید امان کټوازي ملتیا کوله جاني خیلو ولسوالۍ ته سفر ترسره کړ.

د جاني خیلو ولسوالۍ دیني عالمانو قومي مشرانو او ځوانانو د والي امین الله شارق د وروستیو هغه هلو ځلو څخه مننه وکړه چې د ولسونو د یوالي ، د امنیت په ټینګښت او ښې حکومتدارۍ په برخه کې یې ترسره کړې دي او له ده یې مننه وکړه چې د خپل ولس د لیدو لپاره یې جاني خیلو ولسوالۍ ته سفرکړی.

دغه راز د جاني خیلو ولسوالۍ مشرانو له والي څخه وغوښتل چې د دغه ولسوالۍ د سړکونو د جوړولو،پوهنې د نظام د پیاوړتیا او روغتیا ته د لاس رسي په برخه کې دي لا ډیره پاملرنه وکړي.

د جاني ولسوالۍ دیني عالمانو او مشرانو وویل د جاني خیلو ولسوالۍ ټول ولسونه د دولت ملاتړي دي او د خپل امنیتي ځواکونو څخه یې په کلکه ملاتړ څرګند کړ.

دوی وویل افغانانو اوس خپل دوښمن پیژندلي هیڅکله به اجازه ورنکړې چې خپل شوم اهداف ترسره کړي، افغانان نور له جنګه ستړي شوي او ټول د سولي تږي یو او په ټول توان سره به د سولي له روان بهیر سره مرسته کوو،د جاني خیلو ولسوالۍ دیني عالمانو په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې نور له ورانکارو کړنو څخه لاس واخلئ د هیواد په ودانولو کې برخه واخلئ.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو فضل الرحمن کټوازي او مبین فقیرزاده هم د ولسونو تر مینځ په یووالي او د ولسونو په همغږي ټینګار وکړ له دیني عالمانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولي له روان بهیر سره تر بل هر چا زیاته مرسته وکړئ.

د پکتیکا والي امین الله شارق چې دجاني خیلو په ولسوالۍ کې یې د دیني عالمانو ،مخورو او مشرانو په منځ کې خبرې کولې د جاني خیلو ولسوالۍ د مشرانو یوالي او هغه ملي احساس وستایه چې د پردیو په وړاندې یې د خپلې لویشت خاورې د دفاع لپاره غوره کړی او د دوی په لا یوالي او د امنیتي ځواکونو سره په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

والي امین الله شارق وویل هیڅکله به دوښمن ته اجازه ورنکړو چې د پکتیکا امنیت خراب کړي،د ولایت څخه اکثریت ریسان مې ددې لپاره رواستي چې ستاسو ستونزي له نږدي واوری او ستاسو په ملاتړو ورته د حل لاري چاري ولټوو.

د ملي پیوستون پروګرام ډير اغیزمن ده د ولسونو په یووالي کې یې رغنده رول لوبولی له تاسو څخه مې هیله ده چې د ملي پیوستون له پروګرام سره خپله همکارې لا ډېره کړئ.

د پکتیکا والي د جاني خیلو ولسونو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او وویل چې د دوی ټول وړاندیزونه به په جدي توګه تعقیب کړي او ستونزو ته به یې حل لارې ومومي، ښاغلي شارق د ټولو دیني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته ځوانان وهڅوئ.

امین الله شارق د یحی خیلو ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د هغه شهیدانو پاکي روح ته دوعا وکړه چې د خاورې او هیواد د ساتلو په لاره کې یې خپل سرونه نذارنه کړي، په جاني خیلو ولسوالۍ کې د شهیدانواو ځینې نورو بې وزله کورنیو سره یې د یو لړ خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته هم وکړه.

امین الله شارق د سفر په پای کې له ټولو ملکي او امنیتي ادارو څخه لیدنه وکړه او له هر اړخیزې ارزوني وروسته یې ټولو مربوطه ارګانونو ته جدي سپارښتنې وکړې چې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د خلکو په خدمت کې وي او د هر راز وظیفوي غفلت په پایله کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

د استناف څارنوالۍ رییس اسدالله وزیري وویل په تیرو څو کلونو کې په دې ونه توانیدلو چې په جاني خیلو ولسوالۍ کې څارنوالي فعاله کړو،وزیري زیاته کړه د پکتیکا والي امین الله شارق په هڅو سره اوس په دې توانیدلي یو چې جاني خیلو ولسوالۍ کې په لومړي ځل څارنوالي فعاله کړو وزیري د پکتیکا والي څخه مننه وکړه چې تل یې د عدلې او قضایې اورګانونو د پیاوړتیا او سمون په برخه کې هڅې کړې دي او د جاني خیلو ولسوالۍ نوی څارنوال یې د ولسوالۍ مسئولیینو او جاني خیلو اوسیدونکو ته ور وپیژندل.

دغه راز ښاغلي شارق د سفر په پای کې د یوسف خیلو ولسوالۍ د عالي لیسي له بیلا بیلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د یادي لیسي ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د تدریس د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي.

د رنښت

په درنښت

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

63 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *