Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار پوهنتون ۲۷ غړي د داعش او طالبانو د ملاتړ په تور ونیول شول

تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پوهنتون ۲۷ محصلان یې له تروریستي ډلو سره د تړاو په تور نیولي دي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو په مظاهره کې د یو شمېر کسانو له لوري د داعش او طالبانو د بیرغونو او شعارونو له پورته کېدو وروسته په ډله ییزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د حکومت د اقدام غوښتنه وکړه ځکه چې د دوی په باور دا دوې ډلې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره سیاسي نه بلکې پوځي مبارزه کوي.

د ننګرهار د والي دفتر او د پوهنتون رييس نن تایید کړه چې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په شپه د ننګرهار پوهنتون پر لیلیې چاپه وهلې او ۲۷ تنه محصلان یې نیولي دي.

راپورونه وايي چې د ملي امنیت په ریاست کې له نیول شویو محصلانو څخه پوښتنې – ګروېږنې دوام لري.

د ننګرهار یو شمېر محصلانو هم د داعش او طالب پلوو عناصرو پر ضد د امنیتي ځواکونو د اقدام غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې څو تنو محدودو ترهګرو د ټول پوهنتون نوم بد کړی او خلک یې د تروریستانو ځاله بولي.

دغو محصلانو، د پوهنتون د شرایطو د خرابوالي پر ضد د محصلانو له مظاهرې څخه په سو استفاده د داعش او طالبانو بیرغونه پورته کړي ول.

460 total views, 1 views today

2 comments

  1. سمسور افغان Reply

    الحمد لله ڈير شه كار وشو. دا محصلین نه بلكي بلواگر دي. دوي بإيد له پوهنتون نه خارج او 10 کاله په بند محکوم شی. دوی هم ملی خایننین دی او هم یی د پوهنتون سره خیانت کڑى دى د پوهنتون نوم یی بدنام کڑى دى.

  2. Iqbal Reply

    If these students are so beloved of Taliban and Daesh, government should send them to Syria and Iraq.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2