Categories

اعلان

Loading…

د نولس کلنو ټیم له هند او بنګله دېش سره د سیالیو لپاره هند ته لاړ

د افغانستان کرکت بورډ نن /سې شنبه/ وویل چې افغان ملي نولس کلنه لوبډله  د کرکټ په درې ګونو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو کې د ګډون لپاره نن هند ته روانه شوه.

ملي نولس کلنه لوبډله به د روان زقهنومبر په ۱۷ نیټه د خپلو دوه سیالانو هر یو هند او بنګله دیش پر وړاندې د سیالیو لړۍ پیل کړي.

د ملي نولس کلنې لوبډلې سیالیو په اړه نن د کرکټ بورډ ادارې غونډو په تالار کې خبري ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د هند سفارت مرستیال سفیر ویراج سنګ، د کرکټ بورډ کارکونکو، د ملی نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو او روزونکې ډلې او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

عمومي رئیس نسیم الله دانش په افغانستان کې د هندوستان سفارت څخه مننه وکړه چې د افغانستان کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي. دانش د ملي نولس کلنې لوبډلې چمتووالي په اړه ووییل چې، افغان ملي نولس کلنه لوبډله له هره اړخه چمتو او په سیالیو کې به اغیزمن ګډون ولري. نوموړي د آسیا غوره لیګ سیالیو کې د ملي نولس کلنې لوبډلې اتلولۍ او لوړ مورال په اړه ووییل چې، په دغو سیالیو کې به هم خورا ښې نتیجې ولري. دانش افغان ملي نولس کلنه لوبډله پیاوړې لوبډله وبلله او د ورسره ملتیا کونکې روزونکې ډلې او مدیریت رول یې هم خورا اغیزمن وباله.

په افغانستان کې د هند سفارت مرستیال سفیر ویراج سنګ د افغانستان له کرکټ سره د خپل هیواد ملاتړ ښکارندویي وکړه. نوموړي ووییل چې، افغان کرکټ د پرمختګ په لور روان دی او یوه ډیره روښانه راتلونکې به ولري. ویراج سنګ ووییل چې، د افغانستان کرکټ بورډ اداره هم له افغان کرکټ بورډ ادارې سره د مرستو لیوالتیا لري او ډیر ژر به عملي بڼه واخلي.

هیره دې نه وي چې، په دغه ناسته کې د هند سفیر هم ګډون کاوه خو د بهرنیو چارو له وزیر سره هند ته د سفر له امله یې ګډون ونه کړ.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *