Categories

اعلان

Loading…

تازه سروې: د افغانانو لویه اندېښنه امنیت او بې روزګاري ده

تاند- یوه تازه سروې یا نظرپوښتنه ښيي چې د اکثرو افغانانو لپاره لویه اندېښنه امنیت، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې دي.

د ایشیا فونډېشن سن فرانسیسکو نن/ سې شنبه/ د خپلې کالنۍ نظرپوښتنې پایله خپره کړه.

ایشیا فونډېشن د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۵۸۶ تنو ښځو او نارینه وو څخه پوښتنې کړي دي.

سروې ښيي چې په سلو کې ۳۶ اعشاریه ۷ پوښتل شویو کسانو باور څرګند کړی چې د هیواد حالات سم لور ته روان دي. دا په داسي حال کې ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال په سلو کې ۵۴ اعشاریه ۷ پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې د هیواد حالات سم لور ته روان دي.

خو دا په تېرو ۱۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې دومره لږ افغانان د خپل هیواد په اړه دا ډول نظر څرګندوي.

په سلو کې ۴۲ اعشاریه ۷ پوښتل شویو افغانانو د امنیت پر نشتوالي اندېښنه ښکاره کړې ده. تېر کال په سلو کې ۳۴ اعشاریه ۱ پوښتل شویو د امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه.

145 total views, 1 views today

1 comment

  1. دولت وزیری Reply

    د افغانستان د ویاړلی وسله وال پوځ په استازیتوب د ګران هیواد افغنستان له شریفو خلکو څخه مننه کوم چی د ایشیا فوندیشن د نظر پوښتنی په پایله کی یی د ویاړلی وسله وال پوځ څخه په پوره غوڅ اکثریت خپل ملاتړ او رضاعیت اعلان کړی دی . ویاړ د افغانستان په ویاړلی وسله وال پوځ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸