Categories

اعلان

Loading…

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو نرخنامه

تاند- وسله والو طالبانو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د لوډسپېکر په وسیله نرخنامه اعلانوي.

د طالبانو له لوري په ټاکل شویو نرخونو کې سلمانیانو ته ویل کېږي چې د سر جوړولو په بدل کې ۲۰ افغانۍ واخلي خو د ږیرې کمول او خرېیل منع دي.

درقد ولسوالي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په امودریا کې ده او یوه ټاپو ته ورته والی لري، د اکتوبر په ۲۸ مه  د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

طالبانو د ولسوالۍ له نیولو وروسته ټولې بېړۍ، چې خلکو له درقده د تخار نورو سیمو ته پرې تګ راتګ کاوه، له ځان سره وړي او امنیتي ځواکونه بې له دې چې د هوايي ځواک له لوري دیسانټ شي، دې ولسوالۍ ته د ورتګ بله لار نه لري.

په درقد کې د طالبانو نرخونه د تخار ولایت له نورو سیمو سره خورا توپیر لري. مثلاً د پسه یو کیلو غوښه د ۲۵۰ او ۳۰۰ افغانیو ترمنځ ده خو په درقد کې طالبانو د پسه یو کیلو غوښه ۲۳۰ افغانۍ ټاکلې. د سر د وېښتو د جوړولو نرخ ۱۰۰ افغانۍ دی خو طالبانو ۲۰ افغانۍ ټاکلی دی.

همداراز د ښاروالۍ له لوري له دوکانونو او سرایونو څخه کرایه ناروا بلل شوې او پر ځای یې طالبان له دوکاندارانو عُشر اخلي.

نرخونه د طالبانو د درقد د نظامي کمیسیون د رييس مولوي شمس الدین همت له لوري اعلان او څارل کېږي.

2درقد یو نسبتاً لوی ټاپو دی چې ډېره برخه یې ځنګلونه او ښېرازه کرنیزه مځکه تشکیلوي. د دغه ټاپو اکثره اوسېدونکي په خټه پښتانه دي.

افغان چارواکي وايي چې په سیمه کې له جنګېدونکو طالبانو سره د ازبکستان او تاجکستان د سختدریځو ډلو غړي هم یوځای شوي دي.

طالبانو سږ کال څو نورې ولسوالۍ هم د لنډې مودې لپاره ونیولې. خو تر ټولو لوی پرمختګ یې د سپټمبر په میاشت کې په کندوز کې وکړ، د دغه ولایت مرکز او د ولسوالیو مرکزونه یې ونیول چې وروسته د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره په جګړو کې په سلګونو ملکیان هم ووژل شول.

68 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *