Categories

اعلان

Loading…

ملا محمدعمر مجاهد او ملا اخترمحمد منصور/ تقابلي پرتله

لومړۍ برخه 

۱ –  امیرالمومنین مرحوم ملامحمدعمرمجاهد د ظلم ، فحشا او فساد پر ضد او د اعلاء کلمة الله لپاره جهاد پیل کړچې په لنډه موده کې یې د هیواد په ۹۵ سلنه خاوره کې په مکمله توګه شرعي نظام نافذ او اسلامي حکومت قائم کړ.

خو….

ملااخترمحمد منصور ، د آی ایس آي له غېږې راپورته شو ، د پاکستاني کرنلانو په ملاتړ یې  د امیرالمومنین پر جوړ کړي کور خېټه واچوله ، لومړنۍ جګړه یې د خپلو همسنګرو ملګرو پر ضد وه  چې سلګونه طالبان او مجاهدین په کې ووژل شول.

۲ – ملامحمدعمرمجاهد د هیواد له ګوټ ګوټ څخه راغوڼد شوو ۱۵۰۰ جیدو علماء کرامو په کندهار کې  په متفقه توګه د شریعت د اصولو په رڼا کې امیرالمومنین مقرر کړ  چې نوموړي هم  د ژوند تر وروستۍ ورځې  له دغه پاک نوم، پاک مسئولیت او سپیڅلې مقام  څخه داسي ساتنه وکړه چې په اسلامي تاریخ کې یې ساری ډېر کم موندل کیدای شي .

خو…..

ملا اخترمحمد منصور د پاکستان د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه  کې ۵ کسه خپل قومیان ( اسحاقزیان) را وبلل بیعت یې ځيني واخیست او  ځان یې په امیرالمومنین کړ.

۳ – امیرالمومنین (رح) ته تر امیر ټاکل کېدو وروسته د ازبکستان د مجاهدينو مشر قاري طاهرجان یلداش ملاقات ته راغلی ،  په خبرو کې یې ورته وویل: د اوس لپاره دې نه امارت منم ، نه د امیرالمومنین په صفت د بیعت لاس درکوم او نه دې هم د ځان او خپلو مجاهدینو مشر بولم .

یوازې په دې هیله درته راغلي یم چې موږ غواړو په افغانستان کې و اوسو ، ځکه په خپل هیواد کې د اوسېدلو حق راڅخه اخستل شوي دي او نور هیوادونو مو هم په دې جرم چې مسلمانان یو او جهاد کوو په خپله خاوره کې نه پرېږدي ، نو ایا ته  تیار یې چې څو تنه  ازبکستاني مهاجرو مجاهدینو ته په خپل هیواد کې پناه ورکړي؟

امیرالمومنین (رح) ورته وویل : هو تیاریم ان شاءالله .

طاهر یلداش : یو ځل بیا درته وایم ، زه دلته یو مهاجر یم ، او له تاڅخه هم یواځې د انصار کېدو غوښتنه کوم ، ايا زما انصار کېدلای شي؟ ماته پناه راکولای شي ؟ او زما مرسته کولای شي؟

امیرالمومنین(رح): هو ان شاءالله .

قاري طاهرجان: زموږ شتون به درته ډېر ګران تمام شي، د نړۍ کفار به درباندې سخت فشارونه راوړي او کیدای شي زموږ وجود دې امارت او پاچاهي ته هم یو جدې ګواښ جوړ شي ،آيا بیاهم تیار یې چې موږ دلته پاتې شو ؟ ایا تاسي زموږ مهاجرو انصار کېدلای شي ؟ ایا ته زموږ مرسته کولای شي ؟

امیرالمومنین ورته وویل: ان شا‌ءالله چې زه ژوندی یم تر هغو پورې به دې مرسته کوم او تر خپله وسه به کوښښ کوم چې تاسي ، د کفارو ، منافقینو او ظالمو حاکمانو له شره وساتم .

د دې خبرو تر اوریدو وروسته  طاهریلداش سخت احساساتي شو او په داسي حال کې یې امیرالمومنین ته د بیعت لاس ور اوږد کړ چې له سترګو یې د خوښۍ د اوښکو قافله تر ګریوانه رسېدلې وه .

خو……

ملا اختر محمد منصور چې په غیر شرعي او غیر اصولي توګه ځان د ټولې نړۍ د مومنانو امیر اعلان کړ نو د کوټې ، چمن ، کراچي ، پېښور او ….. تر بیعتونو راټولولو وروسته یې سم دستي  د قاري طاهرجان یلداش مجاهدینو او مهاجرینو ته کسان ولیږل  چې یامي غیر شرعي امارت ومني  او یاهم ځانونو ته د کفن غم وخوري.

د طاهرجان ملګرو چې وار د مخه یې لا نوموړي ته د شک په سترګه کتل ،د اخترمحمد منصور پر امارت یې  له شرعي اړخه ځيني  ملحوظات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې که زموږ شرعي ملحوظات لیري کړای  شي او موږ ته په شرعي توګه قناعت راکړل شي نو هغه وخت به په پټو سترګو بیعت وکړو.

خو……

 ملا اخترمحمد منصور د دي پرځای چې د هغوي شرعي غوښتنو ته په شرعي توګه ځواب ووایي او په اصولې توګه یې د پوهولو هڅه وکړي له  هلمند، روزګان ، کندهار او زابل څخه یې سلګونه وسلوال راټول کړل او د داعش په نوم یې د هغوی د له منځه وړلو امر ورته وکړ، چې په یوه اوونۍ کې یې باید له نره تر ښځې ، له کونډې تر یتیمه او له زاړه تر واړه ټول له منځه یوسي .

۴ – امیرالمومنین ملامحمد عمرمجاهد (رح) له  پاټکسالارانو ، ټوپکیانو او نورو فاسدینو سره د جګړې پر مهال خپلو ټولو جنګي قومندانانو ته امر کړی وو چې تر خپله وسه باید هڅه وکړي چې تعرضي بریدونه د شپې لخوا وکړي ترڅو د مقابل لوري کسان له تیارې څخه په استفاده وکولای شي روغ له صحني وتښتي او ژوند یې وژغورل شي.

ځکه هغه نه غوښتل چې مرګونه وشي بلکې یواځې یې هدف د ظالمانو او مفسدینو د واکمنۍ ختمول او ولس ته یې له ظلم او فساد څخه د نجات ورکول هدف وو.

خو …….

ملااخترمحمد  په خاک افغان ولسوالي کې د خپلو ملګرو او همسنګرو مجاهدینو په مقابل کې  تر جګړه مخکې خپلو قومندانانو ته قاطع امر کړی وو چې باید د ده ټول مخالفین ووژل شي او هیڅ کوم کس له صحنې څخه ژوندی ونه وزي تر څو کار یې بلې ورځې او بلې سیمې  ته پاتې نه شي او ژر ژره د ده د امارت په مخ کې ټول پراته خنډونه له منځه لیري شي.

همدا لامل وو چې د اخترمحمد منصور پلویانو ټول هغه تسلیم شوي ۵۵ تنه ازبک مجاهدین  په یوه کور کې بند کړل او کور ته یي په بمونو انفجار ورکړ چې ټول همالته په کې ختم شول.

خو په صبا یې رسنیو ته وویل چې دغو ازبک مجاهدینو په خپله ځانونه په بمونو والوزول.

ایا دغه خبره به د کوم خره هم زړه ته ولویږي چې مجاهدین دې په خپله بې له کومه هدفه ځانونه ووژني ؟

هغوي چې د امریکایانو او ناټو د هر رنګه سختو عملیاتو او چاپو په وخت کې هم ځانوژنه ونه کړه نو د خپلو همسنګرو ملګرو  په محاصره کې به څنګه د کبیره ګناه ارتکاب وکړي.

۶ – امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد په هر ډول سختو حالاتو کې بیاهم له هیواده بهر ونه وتی بلکې د خپل ولس په منځ کې اوسېدلو ته یې تر هر هیواد او هر رنګه مسترح ژوند ترجیح ورکړه .

خو….

ملااخترمحمدمنصور په تېرو څوارلسو کلونو کې یوه ورځ هم هیواد ته د راتګ زحمت ونه ایستی او حتی د بیعت اخستلو لپاره یې هم د پاکستان د کوټې ، چمن ، پېښور ، کراچي او نور ښارونه غوره کړل.

۷ – امیرالمومنین مرحوم ملامحمدعمر مجاهد رښتینې وو ، پاک وو، له قوم پرستۍ ، اقتدارپرستۍ او سمت پرستۍ څخه لیري کس وو ، د هغه په اړه تر اوسه چا نه دي ویلي چې نوموړي دې کوم څوک تېر ایستلی وی او یادې هم دروغ ورته ویلي وی . ټول ملګري یې د رښتینولۍ ، اخلاص ، صداقت او ایماندارۍ خبرې کوي او هغه ته د نږدې کسانو په عقیده نوموړی یو ولي د خدای وو.

خو …… 

ملااخترمحمد منصور پوره دوه نیم کاله ټوله نړۍ په دروغو  غولولې وه ، په دروغو یې د امیرالمومنین په نوم پیغامونه خپرول، په دروغو یې د هغه په نوم ټاکنې کولې ، په دروغو یې د هغه په نوم خپل ټول مخالفین او د امارت مخلص کسان له صفه ایستل او په دروغو یې ټول امارت اداره کاوی.

د اخترمنصور د قوم پرستۍ ، خودخواهۍ ، خودغرضۍ او اقتدار پرستۍ کیسې دومره مشهورې او عامې دي چې بیان ته یې هیڅ ضرورت نشته بلکې هرچاته تر لمر عیانې دي.

پاتې لري……

لیکوال : مولوي ابو احمد دردمن

270 total views, 3 views today

12 comments

  1. Dr haji Reply

    taso Khapal da daish kasan yast ya da Dadullah Akhtar Muhammad mansor saib na ghuradi chi kharijian mujahideen pana ma zamong khalg wa wazhni Dadullah za der da nizhdai oizhanum da kakar di oh da ISI da kha azad so chi ISI ta kar waki ow waniwei amir akhtar muhammad mansor ta sar dard jrod krdi movli num kho dai parzan aishai dai kho zafikar nakawom chi tadi khapal qalam rushtiya likaliwi AFGHANISTAN KI WAHID Ishaqzai QOM di chi pa musulmany watan parasti imandari oh da kom parasti na pak di

  2. عالم گل Reply

    سہ عقل خدای درکڑی واہ واہ

  3. سلام Reply

    برکت دیوی درباندی کیدای شی ستاسولیکنه دمظلوم خوله خلاصه کری

  4. حمید کاکړ Reply

    آه څومره له حقایقو ډکه لیکنه ده پرګوتو او قلم دي برکت شه

  5. sabir Reply

    پر واقعیت او حقیقت بنا لیکنه ده ټول حقایق په کې .راغونډ شوي دي

  6. متین نعماني Reply

    اختر منصور د ای ایس ای پوخ اجنټ ده ټوله قومنده د کوټې له چاوڼۍ څخه اخلی او دده په غوشتنه ملابرادر اخند هم پاکستان تر اوسه په بند کې ساتلی دی په داسي حال کې چی ټول طالب بندیان پاکستان درې کاله مخکی لا خوشی کړل خو اختر منصور ورته ویلی چې که مو ملابرادر اخند خوشی کړ زما مشری په خطر کی لویږي ځکه هغه د امیرالمومنین رسمی معاون وو نو له همدی وجی ای اس ای ملابرادر اخند نه پریږدی چی د دوی غلام اختر منصور ته مشکلات جوړ نه شی.
    قاری عبدالمتین نعمانی

  7. نورالدین Reply

    ژوندی اوسې مولوي صیب خوندوره لیکنه مو کړی ده.
    په نن ټکی اسیا کې ستا دلیکنې په رد لیکنه شوې وه هغه مې ولیده بیا تاند ته راغلم او ستا لیکنه مې هم دا ده
    ولوستله
    د نن اسیا لیکوال دې ټول اعتراضونه جواب کړی وو خو د پاکستان، ای ایس ای او کرنلانو په باره کې ئي لکۍ مړه نیولې له همدی امله ماته مالومه شوه نوره لیکنه یی هم ټوله ذرواغ ده ځکه ده کې که غیرت وای نو د ای ایس ای په باره کې به یې هم څه لیکلي وای
    والسلام
    نورالدین افغان

  8. نادرخان Reply

    تقابلی جائزی لیکل اسان کاردی خو صحیح او پہ واقعیت اوانصاف برابر تلل اولیکنه کی داپہ خیال کی ساتل بیا داسی جوهر دی چه خپلہ لیکنه او مضمون پہ دی عیاره ول دهر چا دبس کار ندی

  9. مولوی غمجن Reply

    دشاغلی مولوی دردمن دا سی تقابلی جائزی پہ اوسنی شختو شرائطو کی یوطفلانه سوچ اوفکردی او بس

  10. مولوی صالح مفکر Reply

    یاره دا دافغانانو دسرنوشت پریکڑی چه افغانانو پخپلہ کولی نو سومره نه خه وی او که افغانانو ته دافرصت او موقع ورکڑیشی نو افغانان ددی جوگه دی چه هرسه برابر کڑی

  11. مولوی صالح مفکر Reply

    دازبک او نورو مسافرو او مهاجرو سره خو ڈیر بد سلوک شوی دی که داخبری رشتیاوی

  12. مولوی صالح مفکر Reply

    ملا محمد عمر رحمه الله نو ازبک مجاهدینو ته داسی مکمل او پغیر دکومو شرائطو پہ نظر کی نیولو سره پخپل هیواد کی زای ورکول او بیا دفعالیت اجازه ورلو او داسی سو نوری بهانی وی چه کفرنڑی ته یی په هیواد دحملی او یرغل کولو زمینه سازی وکڑه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸