Categories

اعلان

Loading…

له افغانستان سره مينه/ د بالیووډ کیسې/ محبوب خان

له سلمان خان سره دخبرو پرمهال مې له هغه سره دافغانستان او پښتنو په اړه خبرې وكړې چې هغه خپل لنډ پيغام كې داسې وويل: ((زه په دې ښه پوهېږم چې په افغانستان كې مې ډېر زيات مينه وال شته چې زما فلمونه ګوري.ما د پښتنو د فرهنګ په اړه يو فلم كې كارهم كړى دى چې ( صنم بې وفا ) نومېږي. هر وخت چې هلته امنيت را شي نو زه به افغانستان ته دسيل لپاره ضرور راځم.))

له درده ډك سړى:

سلمان خان دهندي سينما دوتلي ليكوال سليم خان په كوركې په ۱۹۶۵ كې د دسمبر پر ۲۷ نېټه سترګې پرانيستې او پلار يې پرې عبد الرشيد نوم كېښود.په ممبيي او ګواليار كې تر زده كړو وروسته يې په ۱۹۸۸ كې هندي فلمونو ته مخه كړه او په لومړي ځل په ( بيوي هو توايسې) فلم كې راڅرګند شوخو يو كال وروسته هغه د يو مخكښ ستوري په توګه(مين نې پيار كيا) كې وځليد او دهمدې فلم له لارې يې دفلم فيرد نوي فلمي لوبغاړي جايزه هم تر لاسه كړه.تر ۱۹۹۵ پورې سلمان خان تر لسو زياتو فلمونو كې د يو مخكښ ستوري په توګه رول ولوباوه چې( مين نې پيار كيون كيا )،( ساجن) او( كرن ارجون) تر نورو زيات وكتل شول.تر ۲۰۰۰ پورې هغه د نيمه كوميډي او رومانتيك هيرو په توګه په (بيوي نمبر ون) او(كوچ كوچ هوتاهې) كې وځليد.په ۲۰۰۳ كې چې دسلمان خان نامتو فلم ( تيري نام) نندارې ته وړاندې شو نو په ځوانه پوړۍ كې يې ډېر زيات مينه وال وموندل.خان د يوه نيمه كوميډي اواكشن هيرو په توګه تر ۲۰۱۰ پورې خپل برياليتوب ته دوام وركړاو په ( دبنګ ) فلم كې په راڅرګندېدلو سره يې د مټو زور ټولو ته وښود. دهغه زړورتيا او بې باكه انداز دومره په زړه پورې دى چې هر فلم يې دبرياليتوب پوړۍ ته رسيږي.

د سلمان خان كورنۍ :

سلمان خان دهندي سينما د وتلي ليكوال سليم خان زوىدى. دهغه مور سلما نومېږي او د ۱۹۷۰ كلونو وتلې ستورې ( هيلن ) يې ميره ده.سلمان خان دوه ورونه لري چې ارباز خان او سهيل خان نومېږي چې هغوى هم په فلمونو كې كار كوي.همدارنګه دوه خويندې هم لري چې الويرا او ارپتا نومېږي.سلمان د ۴۶ كلو دى خو واده يې نه دى كړى، اوس مهال په ممبيي كې د ګلكسي اپارتمان كې له خپلې ټولې كورنۍ سره يو ځاى ژوند كوي.دسلمان دپلار سليم خان په وينا دهغه نيكونه سل كاله وړاندې دپښتونخوا دسوات له سيمې نه د هندوستان اندور ته راغلي دي او دوى اخوزايي پښتانه دي.

په فلمي نړۍ کې سلمان خان اغېز:

سلمان د ډېرو دوستانو د درلودو له امله د باليووډ په فلمي ستورو باندې ډېر زيات اغېز لري. هغه هر وخت له ناداره خلكو سره مرسته كوي چې ددې لپاره يې يو مرستندويه بنسټ هم جوړ كړى دى.كله كله خوداسې هم شوي دي چې يو فلمي ستورى بې كاره شوى دى نو هغه ورته په خپل فلم كې رول وركړى دى.دسلمان خان زور هغه مهال خلكوته ورمالوم شو چې د يوې مرستندويه فيشن شو لپاره يې ۱۲ وتلې فلمي ستورې سره يو ځاى كړې او په ستېژ باندې يې دپيشكو تګ ته مجبوره كړې.

رومانتيكه څېره:

سلمان خان دباليووډ هغه وتلى ستورى دى چې اوس مهال په هندوستان اودسيمې په كچه په ځوانه پوړۍ كې تر ټولو زيات مينه وال لري.هغه كه هرڅومره د يوه رومانتيك او زړور فلمي ستوري په توګه پيژندل كېږي خو دهغه په هنر كې يوډول سادګي شته اود همدې ساده ګۍ له امله يې څو ورستيو فلمونو د ډېر كتونكو پام ورواړوه.سلمان خان اوس ۴۶ كلن دى خوكه له نېږدې يې وګورئ نو ۲۵ كلن ځوان به ښكاره شي. له همدې امله په ۲۰۰۴ كې د پيپل مجلې د نړۍ د اوم ۷ ښايسته سړي او په هندوستان كې داول جذاب سړي په توګه معرفي كړ. همدارنګه په ۲۰۰۷ دلندن يوه موزيم دهغه دمجسمې دايښودلو وړانديز هم وكړ.د سلمان خان رومانتيكې څهرې او بې باكه انداز په هندوستان د ډېرو نجونو زړونه وړي دي.سلمان خان تر اوسه واده نه دى خودهغه دمينې كيسې دهر چا په خوله دي.

موږ هم پښتانه يوو

كرينه كپور د راندير كپور لور او د راج كپور لمسۍ ده،د راج كپور كورنۍ په ۱۹۲۰ كلونو كې د پېښور له قصه خوانۍ بازار د ډهكي نعلبندي څخه هندوستان ته وكوچېده او د هندي سينما په لومړيو كې ترټولو واكمنه كورنۍ وه.په كپور كورنۍ كې پريتوي راج كپور ( دراج كپور پلار)، راج كپور، شمي كپور، شيشي كپور،ريشي كپور( د راج كپور زوى) كرشمه كپور او كرينه كپور( دراندير كپورلوڼې)او رنبير كپور ( دريشي كپور زوى)په هندي سينما ډېر وځلېدل او اوس هم ورته ديوې پښتنې كورنۍ په څېر كتل كېږي. له همدې لامل و چې كله ښاغلي چوكسى زه هغې ته وروپيژندم او زما دپروژې په اړه يې ورته وويل نو هغې هم په زغرده وويل چې( مونږ هم پښتانه يو).كرينه كپور اوس مهال په باليووډ تر ټولو بوخته فلمي ستورې ده او په يو وخت كې له پينځو واړو خان ستورو سره رول لري.

د پېښور په قصه خوانۍ كې د راج كپور د پخواني كور انځور چې له ۱۹۲۰نه تر اوسه په خپل حال پاتې دى.

سلمان خان د هنزل كيچ او كرينه كپور ترمنځ

اغلې كېچ پخوا په هند كې په تاميلي فلمونو كې كار كاوه خو (باډي ګارد) يې له سلمان خان لومړنۍ هندي فلم دى د كرينه كپور د ټولګي والې رول په كې لوبوي.دفلم د شوټينګ پر مهال له كيچ سره هم اشنا شوم ،يوه صميمي نجلۍ راته وبرېښېده،په ښكلا كې له كرينه كپورنه كمه نه وه خوپه هندي فلمونو يوازې ښكلا مهمه نه ده او ښه بخت هم ورته پكار دى.تر ډېره وخته مې دباليووډ دفلمونو په اړه له هغې سره خبرې وكړې او دا مې هم ورته وويل چې د باډي ګارد په برياليوتوب سره به يې د بخت كړكۍ هم خلاصه شي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *