Categories

اعلان

Loading…

هلته چې لوی جنایتکاران آزاد ګرځي/ سوله مل شینواری

لږه شیبه وروسته مې قا ضي دوسیه پرانیستله . زه به د عدالت په وړاندې دریدم اوزما د ګنا هونو اوږد لست به وړاندې کیده. قا ضي به خپله فیصله په تالار کې راغلو کسا نو ته اوروله.

ویرې نیولی وم، رپږدیدم ،لاړې مې خولې کې وچي وې ، غږ مې له ستوني نه راوت . په سترګو مې توره تیاره وه .

زما په ځای که تا سو هریو وای له ویرې او اندیښنو به مو زړه دریدلی وای . زما د جرمونو دوسیه ډیره پراخه او هغه لست چې زما یو یو جرم په کې درج و ډیر اوږد و. په ما یو لګیدلی تور د غلاو . زه یی د هیواد مشهور غل او ډاکو ګڼلی وم . خو زه غل نه یم او هیڅوک به د هیچا مال زما په کور کې ونه مومي . زما ګنا ه دا وه او ده چې ډیر مشهور غله مې لومړی درجه ملګری دي او که زما لاس له دوی لیرې او مرسته مې نه وررسیدای دوی به هیڅکله دومره لویې ډاکې چیرې هم نه وای غورزولی . ما د هیچا مال ته لاس هم نه دئ وروړای ، یوازې دومره مې کړی او دا له هیچا نه پټوم چې د ګڼو غلو کورونه ما لویو غلو ته په نښه او ورښوولي دي .او بیا هم هم دازه وم چې ددوی راغلا شوی شیا ن مې په نورو پلورلی دي . په دې ګنا ه به ېې نه یوازې یو بلکې دواړه لا سونه له ما پریکول .

په ما بل لګیدلی تور جواری وه.خو زه قسم خورم که مې د جوارۍ یوه لوبه یاده وی . په ټول ژوند کې مې یوه روپۍ هم د جوارۍ په میدان کې چیرې نه ده ایښي . دا خو لا څه کوئ ما ان د لاترۍ ټکټ هم کله نه دې اخیستی او تش شرط مې هم لا چا سره نه دئ وهلي . ما یوازې د جوارۍ په میدانونو کې جوارګرو ته په ګټه پور ورکړی او د جوارۍ د لوبو شیان او میدانونه مې شخصي ملکیت او کاروبار دئ . نه پوهیږم زما ددې جرم جزا په څه وي ؟

زنا هم زما د جرمی دوسیې یو بل فصل و، خو تا سو زړه ته به ولیږی که نه چې تراوسه مې په پردۍ ښځې لاس هم نه دئ لګیدلی . زه د زنا شوقي سړی نه یم ځکه خدای داسې درې ښا یسته ښځې را کړي لکه خدای چې په خپل قلم رسمي کړي وي. خو غاړه نه بندوم د ښار د ټولو بې لارو نجونو کورونه او ادرسونه یو یو رامعلوم دئ او ددوي اکثریت زما له لارې د ښار د شتمنو غیږو ته ولیدلی. که څه هم په دې ورځ د ښار یوه کنچنۍ هم دې محکمې ته نه ده راوستل شوې چې له ما سره یو ځای پرې د تیګو باران ووریږي او له ما سره یو ځای د خپلې ګنا ه پور پرې کړی خو ما به په یوازې ځان په هغه کنده کې کی ودروي او په لویو او وړو ډبرو به مې وولی چې زما لپاره یی د میدان په منځ کې ویستلې ده.

قتل یی هم زما په دوسیه کې ځای کړی و . زه او قتل ډیره لیرې خبره ده ، قتل لوی زړه غواړی ، ما انسان څه چې کله چرګ هم نه دئ حلال کړی هر وخت چې چاړه په لاس کې اخلم له ویرې رپیږم ، کله چې عسکروم په کلاشینکوف څه چې تر پا یه مې په توما نچې ډز هم یاد نه کړ. په همدې خا طر خو د ترخیصیدو پورې په پخلنځی کې په چوپړ وګمارل شوم . خو د چړو او وسلو کاروبار مې له نیکه راپاتې کسب و کار دئ او د ښار وتلي او نا متو قا تلین ګرد تل له ما چړې او وسلې رانیسي . زه نه یوازې په دوي په لوړه بیه چړې او وسلې پلورم کله کله هغه کسان هم ورپيژنم چې دوی خپل دښمنان پرې ووژني . د وسلو له پلورلو سربیره د مقتول په سر له قا تله خپله ونډه هم اخلم. او س نو نه پوهیدم چې زه به یی په دار راځوړندولم او که د مقتولینو په وارثانو به یی زماد مرۍ په پریکون او غوڅولو ددوی د غچ اور سړاوه.

لواطت یو بل تور و چې په ما پورې و خوز ما چې له زنا او د پردیو ښا یسته نجونو ښه نه راځی څنکه به مې هلکانو ته زړه ورشي ، هو دا منم چې د ښار ښا یسته ډیری هلکان ما بچه بازانو ته په لاس ورکړی دي . دا زما هڅونه او ترغیب و چې د ښار تنکی هلکان به مې د بچه بازانو مزدورۍ او شا ګردۍ ته وربلل او بیا به مې ددوی په دام کې ښکیلول او بندول . نه پوهیدم په ما به یی څه کول ؟ خو څه نا څه پوهیدم چې د کوم لوی ړنګ او وران دیوال لاندې به یی درولم او بیا به یی دیوال راباندې چپه کاوه .

د مخدره توکو د کاروبار دوسیه هم زما د ګنا هونو په لست کې راغلې وه . پوهیږئ زه له مخدره شیا نو څومره بد وړم . په ټول ژوند کې مې ان سګرټ هم کله نه دئ څکولی او نه مې هم به نصوار خوله کله بیلما زه شوې ده . زه په دې برخه کې دومره حسا س یم چې د میلملنو خیال مې هم کله نه دئ سا تلی او هغوی چې مې د کور دننه کله سګرټ لګولی په ډیرې بې شرمې خفه له کوره په هما غه ورځ ویستلی او شړلی دي . خو هما غه څیر چې مې ښا یسته تنکي هلکان بچه بازانو ټه په لاس ورکړي ،ډیری ځوانان مې هم دې عمل ته هڅولي او بیا مې هغوی د مخده ره ټوکو قا چقبرانو او سوداګرو ته ورپپژندلی او ورسپارلی چې چرس او هیروین یی راونیسي . ددوی یی هم کور ودان چې د خپلې سودا او تجارت د ګټې نیما یی فیصدی ېې زما په جیب کې ایښې ده. نه پوهیږم ددې عمل سزا به څه وی خو دومره پوهیږم که له سنګساره او داره بچ شوم ټول عمر به په زندان کې بندي یم .

په ما یی ورستی تور فساد او رشوت غوټه کړي . که رښتیا ووایم زه د پیسو شوقي یم ،هغه که له هرې لار وی خو زه د ښکاره بډو زړه نه لرم او نه مې خپله دنده د لویو رشوتونو او بډو جوګه ده . ما هیڅکله پخپله بډې نه دي اخیستي خو هغوی چې رشوت ورکوی او هغوی چې لاس ورته نیسی او جیب ته یی اچوی ما تل سره جوړ کړی دي او زه هم دواړو غاړو پخپله برخه نازولی یم .دواړه غاړې زما ددې جوړجاړي ډیر قدر کوی او وایی که زه نه وای هیڅکله به نه دوی بډې اخیستی وای او نه به یی بل ورکولو ته زړه ښه کړای وای.

نه پوهیدم په دې جرم به ېې کومه سزا راکولی خو دومره پوهیدم چې زما ټوله درایی به ېې مصادره کوله او له شته شتمنۍ به مې جریمه خا مخا لوړه وه.

لږ وروسته قا ضی را رسیده ، تالار هم له شا هدانو ډکیده . نه پوهیدم چې د قا ضی له پریکړې وروسته به له څه شی زما سزا شروع کیده ، اول به یی زما لاسونه پریکول بیا پښې ؟ له محکمې دبا ندې په لویه میدانۍ کې مې پخپلو سترګو هغه کندل شوی ځای هم ولید چې زه یی په کې درولم او بیا به را غلو کسانو په ډبرو ویشتم . خو وژنې ته به یی نه پریښوستم ،له هغه ځا یه به یی را پا څولم او هلته به یی څملولم چې د شهیدانو وارثین مې په ستوني چاړه را تیره کړي . هغوی به هم زما غاړه پوره نه پریکوله . له هغه ځا یه به په نیما یی پریکړې غاړه ړنګ دیوال ته دریدم چې راباندې غورزاوه به یی.

اوف خدایه دا څه عذاب و . عدالت چیرې وو!! اصلی ګنهکاران هسکه غاړه ګرځیدل او ما دې ددوي د جرمونو په ټس رنګا رنګ عذاب ګا له ، او له دې نړۍ مې د زورونو او شکنجو لاندې رخصت اخیست . زه د قضا عدالت او انصا ف نه خوړم د هغو ګنهکارانو او جنا یتکارانو نا ځوانۍ او نا مردۍ زورولم چې له دومره لویو جرمونو سره سره خپلواک او آزاد ګرځیدل او زما د خلاصون لپاره یی هيڅ نه کول چې قا ضی له خپلې پریکړې واړوي.

هغه و چې قا ضي را ددننه شو . د هغه د میز په سر د عدالت د څټک تر خوا هغه توره هم ایښې وه چې زما سر پرې غو څیده . قا ضی په خبرو راغئ ،پوښتنې ګروږنې ېې پیل کړې ، ما وکیل نه درلود پخپله مې د ځان وکالت کاوه .

پوهیدم چې بې ګنا ه یم خو له دې سره سره به د ټولو ګنهکارانو او ورانکارو د ګنا ه او جرمونو تاو له ما وت.

محکمې مې ډیر وخت نه نیوه ځکه نه مې وکیل درلود او نه ددعوا حق.

د قا ضی له خبرو او پوښتنو سره په یوه وخت له دباندې د خلکو او موټرو آوازونه هم پیل شول . له دباندې غږونه او شور ورو ورو زیاتیده او رانږدې کیده . قا ضی هم د دې شور او زوږ د اغیز لاندې راغئ ، نورې یې پوښتنې ودرولې او زر د خپلې فیصلې په آورولو راغئ خو لا یی فیصله نه وه اورولې چې نا ببره د خلکو هجوم د محکمې تالار ته رانږدې شو ، قا ضی لکه تبه یی چې ونیسي له ویرې سور زیړ راواوخت ، لاسونه یی غیری ارادی ورپیدل دوسیه یی له لاسه ولویده ، یو څوک چې په یوه لاس کې ېې دیپلو ما ت بکس او په بل کې تومانچه ده محکمی ته راننوت. د قا ضی د میز په سر یی دواړه څنګ په څنګ کیښودل . پرته له دې چې څه نور ووایی تو ما نچې او دیپلو ما ت ته یی لاس ونیو:

دا که دا ؟

قا ضی تو ما نچې ته وګوري بیا دیپلو ما ت ته، نا ببره یی دیپلو مات ته ګوتې ورشی ، ددیپلو مات پرانیزي . په ديپلو ما ت کې پراته لو ټونه یی اندیښنه او ویره والوځوي .رنګ یی بیرته تازه او حواس یی بیرته ځای ته راشي.په شونډو یی د رضا یت موسکا خپره شي . د یپلو ما ت د سترګو په رپ کې وتړي .هغه توره چې څه شیبه وروسته زما سر پرې پرې کیده د میز لاندې تیره کړی او فیصله داسې اعلان کړي .

ـ قضا خپله پریکړه بیرته اخلي ،څو مو چې اصلی ګنهکاران نه وی میندلي دا واړه مجرما ن نور نه نیسو .

زه ددې خبر په آورید لکه نوی چې دنیا ته راشم په ټوپو شم . په دې توګه زه معا ف او وبخښل شم . له تا لاره په داسې حال کې چې یولاس مې قا ضی په لاس کې نیولی او بل لاس مې هغه چې توما نچه او دلو ټونو ډک بکس یی راوړی و راووځم . زما په ویاړ لویه ډله زما هرکلی ته راغلی وي.او هغه ټول اصلي جنیتکاران وي چې زما په مرسته او مټو ېې ستر جنا یتونه او جرمونه کړي وي.او شمیر ېې له زرګونو اوړي .

خورا خوشحاله او شکر وکاږم . خپل نظر زر بیرته واړوم او په دې مې بیرته باور راشي چې کله کله لوی جنیتکاران هم د چا احسا ن او ښه نه هیروي .خو د جنیتکارانو د یوه مشر دې خبرې هک پک کړم :

ـ له هغې ورځې چې ته تللی یی کاروبار مو په ټپه ولاړ دئ . تکړه شه چې کاروبار بیرته سور ونیسي .

خو زه زما له خولې غیرې ارادی چیغه راووځي.

ـ دا څنګه ..که مې بیا ونیسي !؟

هغه وخا ندی :

ـ بیا به همداسې را خوشې شې…. چې موږ آزاد وو تا هیڅوک رانه نشی بندیا نولی .

له هغې ورځې مې چې دا اوریدلي دي ، په هیڅ کار اسره نه کوم او په هر روا او ناروا ورغورځم ځکه پوهیږم هلته چې لوی جنا یتکاران آزاد ګرځي د وړو مجرمینو نیول او بندیا نول هسې تشه ننداره وي.

د شپې یولس بجې

سو تهال ـ انګلستا ن

د ۲۰۱۵میلادی کال د نومبر ۱۰

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *