Categories

اعلان

Loading…

جرمني له افغانانو وغوښتل چې اروپا ته مهاجرت ونه کړي

تاند- جرمني د دې لپاره چې افغانان اروپا ته زړه ښه نه کړي، په افغانستان کې کمپاین پیل کړ.

جرمني په داسي حال کې په افغانستان کې دا هڅه پیل کړې چې د وروستیو راپورونو له مخې سږ کال نژدې یو نیم لک افغانان د اروپا په لور له خپل هیواده وتلي دي. او شاوخوا ۴۰ زرو د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي.

جرمني پرون/یکشنبه/ په کابل کې څو غټې لوحې نصب کړې. په دغو لوحو په پښتو او دري ژبو لیکل شوي:«له افغانستانه وځئ، ایا په دې مطمین یاست؟»

په دې لوحو کې «جرمني په افغانستان کې» او «د جرمني په اړه اوازې» د فېسبوک لینکونه هم لیدل کېږي چې په کابل کې د جرمني د سفارت له لوري جوړ شوي دي.

په دغو پاڼو کې افغانانو ته ویل شوي جرمني ته د اسانه تګ او ښه ژوند په اړه پر اوازو او غلطو معلوماتو، چې د انساني قاچاقبرو له لوري خپرېږي، باور ونه کړي.

د جرمني د سفارت په کمپاین کې له افغانانو غوښتنه شوې چې د اروپا په سفر کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.

2د افغانانو د مهاجرت په اړه دوو وزیرانو ولسي جرګې ته ځوابونه وویل

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې د افغانانو د مهاجرت په موضوع د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره نن /دوشنبه/ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وروبلل.

دواړو وزیرانو امنیتي وضعیت او د روزګار نشتوالی د افغانانو د مهاجرت اصلي عوامل وبلل.

صلاح الدین رباني د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ په قول وویل چې سږ کال تراوسه پوري ۱۴۶۰۰۰ افغانان د اروپا په لور تللي چې لویه برخه یې جرمني ته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې یوازې په سلو کې ۴۳ افغان پناه غوښتونکي منل شوي او نور ټول رد شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د احصاییې اداره بیا وايي چې د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د دې ټولنې له غړیو هیوادونو څخه نژدې ۴۰ زره افغانانو پناه غوښتې ده.

76 total views, 1 views today

3 comments

  1. ګل ځاځۍ Reply

    ټول د مصیبتو له وجی د افغانستان نه بهرنیوهیوادو ته پناه راوړي دلته هم بیا بد بخته شي په افغانستان کی څه شته غیر د جګړی او وژلو نور څه شته بیغمه دی راځي welcome to EU

  2. Mohammadullah popalzai Reply

    Za you zal makhki ham pa norway ki wama za da kunduz da chardary wosedon ky mama za da norway hokomat deport karm pa 2013 ki kabul ta za pa dero sakhto halato sara makh shwam halta …bia majbora shwama safar taa……

  3. mohammad ehsan ehsan Reply

    چې په افغانستان کې امنیت او دکارشرایط برابر شي څوک به بد وکړي چې له خپلې خاورې ووزي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *