Categories

اعلان

Loading…

د پاریس له حملو وروسته په اروپا کې د افغانانو او نورو مسلمانانو شرایط سخت شوي

تاند- د پاریس له حملو وروسته په اروپايي هیوادونو کې د مېشتو مسلمانانو ژوند په نسبي ډول تریخ شوی او په زیاتو هیلو او تکلیفونو د راغلیو یا راتلونکو پناه غوښتونکو د منل کېدو چانس کم شوی دی.

په اکثرو اروپايي هیوادونو کې افغانان او نور مسلمانان، چې تورې سترګې او تور وېښته لري، وېره لري چې حمله به پرې وشي.

که څه هم تراوسه د کومې پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی خو ډېرو افغانانو ویلي چې په ښارونو کې د ګرځېدو په مهال د خلکو د کتلو له اندازه پوهېږي چې وضعیت ښه نه دی او باید له احتیاطه کار واخلي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې اروپا ته د لکونو ورغلیو او یا تاره ورتلونکو پناه غوښتونکو د منل کېدو چانس اغېزمن شوی دی.

د اروپايي اتحادیې د ختیځې او منځنۍ اسیا ځینو هیوادونو لکه سلواکیا، پولنډ او چک جمهوریت مخکې لا ویلي و چې مسلمانانو ته پناه نه ورکوي ځکه چې سختدریځي دي او ممکن په راتلونکي وخت کې له تروریستي ډلو سره یوځای شي.

هماغه وخت دا هیوادونه د خپل دې دریځ په خاطر وغندل شول خو اوس د چک او سلواکیا ځیني چارواکي او شنونکي له سیمه ییزو رسنیو سره په مرکو کې د پاریس تروریستي حملو ته په اشاره د خپلو حکومتونو د دریځ په زغرده دفاع کوي.

د اروپايي اتحادیې د احصاییې د ادارې ایروستت (Eurostat) د شمېرنو پر اساس د روان ۲۰۱۵ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې شاوخوا ۴۰ زره افغانانو د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د لندن د سيټي پوهنتون د مهاجرت متخصصه لیزا شوستر، چې تازه یې په کابل پوهنتون کې ساحوي کار بشپړ کړی دی، وايي:«له خورا شتمنو کسانو (افغانانو) پرته یوازې معلولان له خپل هیواده د وتلو په فکر کې نه دي.»

دا همداراز وايي:«یو شمېر افغانان په اروپا کې د اوسېدو غیرحقیقي نظر تشویق کړي، خو لوی اکثریت د افغانستان سختیو مجبوره کړي چې دې خوا ته راشي.»

د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د چارو ادارې وايي چې حتي د پاریس تر حملې مخکې لا د اروپايي هیوادونو پر حکومتونو فشار زیات شوی و چې په خپلو خاورو کې د پناه غوښتونکو شمېر محدود کړي.

د پاریس له تروریستي حملو وروسته د اروپایانو له لوري د حملو د احتمال د زیاتېدو له کبله د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په دغو هیوادونو کې خپلو اتباعو ته د احتیاط کولو سپارښتنه کړې او د دغه هیواد سفارتونو ته یې ویلي چې په اروپا کې د مېشتو پاکستانیانو ژوند او شتمنیو ته د تاوان اوښتو په صورت کې د هغوی حقوقي او قانوني ملاتړ وکړي.

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *