Categories

اعلان

Loading…

د څو لیکوالو لنډې کیسې

یوسلو اووه پنځوسمه ورځ (لنډه کیسه)/ م-ن ساپی

لږ مخکې د یوه سراچه موټر نه د کلي په عمومي سرک باندې ښکته شو. په لاسونو کې یې دوه پلاستیکي خلتې نیولي او اوږې ته یې نوی پراشوټي بیګ پروت دی. لمر له یوې اوونۍ ورېځو او بارانونو وروسته راختلی دی؛ د ونو پاڼې، د پټو پولې، ځای ځای ځنګلي بوټي او چمنونه د روښانه لمر وړانګو ته شنه ځلیږي او د کروندو نه په لرې لرې ځایونو کې د وریځو غوندې سپین نرۍ نرۍ لړه پورته کیږي.

د بار دروندوالي او پیاده مزل ستړی کړی دی، خو په ښار کې د اوږدې مساپرۍ وروسته د کور ته راتګ خوشالي یې ذهن د ستړیا احساس ته نه پریږدي. ځان سره د خپل ناڅاپي راتګ په اړه د کورنۍ د غړو بېلابېل غبرګونونه انځوروي. کوچنۍ لور او زوی یې ډېر یادیږي. ګل منان لالا یې په غیږ کې کلک نیسي او په دواړه مخه یې ښکلوي. خو د ناز په غوسه کې یې راایساروي چې کور ته خو به یې دومره احوال ورکړی وی؛ شل ښې بدې دي. ځان سره مسکی شي؛ پینځه میاشتې، لکه پینځه کاله!

سترګې یې د توتانو په ګڼو شنو پاڼو کې د خپلې خړې کلا په لوړو دیوالونو باندې لګیږي. د کلي یوه ډله خیرن ماشومان د ستړي مشي لپاره ورمنډه کوي، ځنې د کور په طرف ځغلي چې مشران خبر کړي. کوم ماشومان چې د بل کلي نه د لوبو لپاره راغلي، په خپل ځای کې غلي ولاړ دي او برند برند ورته ګوري. دی د ماشومانو په ګڼه ګوڼه کې خپله کوچنۍ لور او زوی لټوي.

*****

د یخو اوبو ناڅاپي څاڅکو سره یې تیزه جټکه وخوړه، سترګې یې پرانیستلې ورو یې دروازې ته مخ واړاوه. په دروازه کې یوه لوړ، د عمر نه پاخه سور سپین سړي تروه ټنډه نیولې وه چې د خورمايي رنګه بخملي کمیس د مخې لمن یې د نامه نه ښکته ټوله د سکروټو بڅرکو چڼولې وه.

په بستره کې پروت ځوانکی ورته یوڅو ثانیې برګ و، پرته له دې چې څه ورته ووایي بیرته یې ترې مخ راوګرځاوه. سر یې لا بالښت ته نه و رسیدلی چې په دروازه کې ولاړ سړي په پلاستیکي لوټه باندې دروازه وروډبوله:

ـــ او بچه می خیزي یا نی!؟ فکرت باشه باز پشتت نه میایم!

ـــ ویښ یمه، در ښکته کیږم…

ځوانکي د نمجنې کوټې دیوالي ساعت ته وکتل؛ د سهار پینځه نیمې بجې وې. کمپلې یې په پښو باندې د ځان نه لږې شاته کړلې، بالښت یې دیوال ته تکی کړ او ډډه یې ورته ووهله. لږ ساعت یې د خپل خوب په اړه فکر وکړ؛ ذهن یې نارمه و، ځکه دا دریمه شپه وه چې سر په سر یې داسې خوبونه لیدل. دا ځل يې له ځان سره ښه کلک تصمیم ونیوه چې راروانه میاشت کې به خامخا رخصتي اخلي او کلي ته به ځي.

راپورته شو، کمپلې یې یوه د بلې د پاسه په بالښت باندې منظمې کېښودلې. د یوه اوسپنیز چپرکټ د لاندې نه یې خپل زوړ پراشوټي بیګ راکش کړ او مسواک یې ترې راواخیسته. د اودس کولو او لمانځه نه وروسته لاندې ښکته شو چې د سماوار لپاره د منډيي نه لرګي راوړي. نن یې د کابل ښار په یوه عادي رستوانت کې د ګارسون په توګه د کار کولو ۱۵۷ مه ستړې ستومانه او لالهنده ورځ پیلوله.

من ساپی

د ۲۰۱۴ کال د مارچ دریمه

کابل

———————————————–

په رڼا کې تیاره/ لیکوال: امېد کمالزی

د کلي په ښوونځي کې ښوونکې وم،نجونو ته مې زده کړه ورکوله ، ښوونځي ودانۍ نه درلوده خو ښکلی چاپیریال یې درلوده خلاصه فضا یې وه، د کلي وړې،تاندې او تنکۍ نجونې زده کړې ته راتللې،ښوونځی د کلي په ګوښه کې وه،په خېمو کې مو کله لمر او کله د باران له وېرې په ورېځ په کې لوست کاوه،شاوخواته مو شنه فصلونه وه،د مڼو ،زردالو او ډول ډول میوو ونې شتون درلودې،چې د میوو ونو د ګلانو په وخت کې په خپلو مینه والو د جنت ننداره کوله. له کلي څخه د اوبو نرۍ ویاله روانه وه چې د کلي ښکلا  یې ښکاروله چې د سولې،امن زرغونه پټۍ یې جوړه کړې وه.د ښوونځي زده کوونکي،ښوونکي ان د کلي خلک خوښ وه د ښه راتلونکې په تمه یې شپې او ورځې تېرولې.کله مو چې لوست کاوه مرغیو هم زمونږ په لوست کې ګډون کاوه،د سولې سندرې یې ویلې د امن او خپلواکۍ نارې او ترانې یې ویلې.یوه یوه ورځ مو د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې په ویاړ ښوونځي کې مراسم نیولي وه ، د زده کوونکو له خوانه د خپلواکۍ او خپل هېواد سره د میني او سرښندنې ترانې ویلې،امان الله خان یې د خپلواکۍ باز او پتنګ بله،ټول خوښ وه ، د خپلواکۍ احساس مو کاوه  په دې وړوکي کلي کې مو د هیلو لویه نړۍ درلوده،هرې یوه ځان امان الله خان او د میوند اتله ملاله ګڼله خو له تیارې نه خبر نه وه،یوې زده کوونې د دریځ په سر دا ټپه ویله:که په میوند کې شهید نه شوې خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه له دې ټپې سره یو ناڅاپه ډزې پیل شوې له ډزو سره سم د هیلو،خیالونو رنګینه نړۍ مو له ویر،ماتم سره خپله تیاره پیل کړه،زده کوونکې پر ځمکه پرېوته ځمکه یې په سرو وینو خړوبه کړه لکه ښکار شوې هوسۍ پرځمکه له ساه پرته په خوب ویده شوه، په زده کونکو سربېره ښوونکو په مړې زده کوونکې راټول او چغې یې وهلې دا یې ویل: د میوند ملالې سترګې خلاصې کړه ،څنګه دې ژر خپله ژمنه پرېښوده  سترګې خلاصې کړه شور او غوغا ګډه وه بلواګرو بیا ډزې پیل کړې ټول سره خواره واره شول مرغۍ هم په تېښته هره خوا وتښتېدلې په کلي کې ویر او ماتم ګډ وه، ښوونځی د بلواګرو له خوانه وتړل شو، د زده کوونکې په ارام ځای بیرغونه ورپېدل،ګلان پرې کېښودل شول د میوند اتله او ملاله وپېژندل شوه ، په کلي کې چوپتیا او خاموشي خپره شوه.ډېر پسرلي راغلل خو هغه پسرلي را نه غلل،رڼا شته،ورځ شته،لمر شته،نظام خپل دورونه پوره کوي،مرغۍ هم شته ،زرغون فصلونه شته خو په رڼا کې تیاره،تورتم،جهل،ناپوهي ده ښونوځی نه شته د پوهې ډېوه مړه ده د خپلواکۍ ترانې نشته، د ملالې ستاینه څوک نه کوي،غازي امان الله خان څوک نه یادوي د خپلواکۍ ترانې څوک نه وایې هرڅه هیلې مو ختمې شوې په رڼا کې تورتم،ناپوهي،جهل خپل اوج ته رسېدلی ده نه هغه کیږدۍ شته نه هغه ښوونځی.

پای

————————————–

شیریخ / لنډه کیسه

لیکوال : سحرګل سحر

په کوڅه کي دشیریخ والا ږغ سو، اجمل سمدستي دپلار غیږي ته ورولوېدی.

پلار جانه! پلارجانه ! شیریخ والا راغلی دی لس افغانۍ راکړه د پینځه روپو ځان له شیریخ اخلم او دپینځه روپو مي کشر ورور نظام ته .

پلار یې هم جېب ته لاس کړ او لس افغانۍ یې ورکړې، اجمل هم په زغستا له کوره ووتی .

څه ګړی تېر سو په کوڅه کي د شیریخ والا ږغ هم لري خواته ولاړی، د اجمل مور د اجمل پلار ته وویل دا اجمل خو د شیریخو سره ورک سو، پلار یې هم دکوره پسي راووت ، شاوخوا یې په کوڅه کي وکتل هلک یې پیدا نکړ، بېرته کورته راغلی او ښځي ته یې وویل په کوڅه کي خو څوک نه ترسترګو کېده.

د اجمل مور سمدستي خپله لور د نږدې ګاونډیانو کره ولېږل ترڅو پوښتنه یې وکړي، هغه هم ولاړه څه ګړی وروسته بېرته راغله او وویل یې چي پیدا مي نه کړ.

پلار یې په همدې وخت نږدې دپولیسو حوزې ته خبر ورکړ، هغوئ یې هم په پلټنه پسې سول.

دلته داجمل نور قریبان او دوستان هم خبر سوي وه چي اجمل نادرکه سوی دی، ځیني یې همدلته کورته ورته راغلل.

ماښام سو د ټولو لخوا پلټني رواني وې، دښار ځینو نورو حوزو ته هم خبر ورکړل سوی وؤ خو مالومات یې نه وؤ سوی، شپه ټوله په ژړا، غم، ویر او خواشینۍ سره تېره سوه، سهار بیا ټولو پلټني شروع کړې پدې پلټونو کي درې ورځي او درې شپې تیري سوې خو د اجمل په اړه مالومات هیڅ یوچا هم ترلاسه نه کړه، څلورمه ورځ داجمل پلار په کور کي بالښت ته په فکرونو کي ډوب څنګ وهلی وؤ چي ټلیفون ته زنګ راغلی، مشري لور یې سمدستي ټلیفون ورته راوړئ، پلارجانه ټلیفون دی !

پلار چي یې ټلیفون اوکې کاوه ټلیفون کته سو، داجمل مور ورږغ کړه، سړیه : څوک وؤ ؟ سړي یې ورته وویل نه پوهېږم شمېرې ته مي نوم نه وؤ لیکلی، پدې وخت کي بیا زنګ راغلی، سړي هم ژر اوکې کړ ، هلو! هلو!

له هغې خوا ږغ پر وسو، تاسي د اجمل پلار یاست ؟

هو زه د اجمل پلار یم .

ستاسي زوی زموږ سره دی .

زما زوی ستاسي سره دی ؟

هو ! که دي په راتلونکې هفته کي دومره پسې رانه وړې نو د زوی خېر به دي نه وي .

ورسره سم ټلیفون هم کته سو .

——————————————-

زموږ د کلي هغه لرې چینه/ ذبیح ایمان

یوه لویه سیمه وه، دنګ دنګ غرونه په څنګلونو پوښل شوي ؤ، د دې لویو غرونو په منځ کې یوه وړه په شنو مرغو، رنګا رنګ، ونو او بوټو پوښل شوي غونډۍ پرته وه، ټوله سمه ښکلې وه، خو دا غونډۍ یوه ځانګړې ښکلا درلوده، آن تر دې، چې کله به سیلانیان راغلل، نو په شپو او ورځو به یې پکښې اړول، ډیره ښکلې هوا او هره میوه به د چې غوښته پکښې پیدا کیده، خو خلاصه د هر څه نه دا ځای پوره ؤ، ډیر ښکلی آبشارونه، چې د پسرلي په وخت کې به نوې مسافر مرغان راورسیدل او خپلې خوږې نغمې به یې د آبشارونو او د پاڼو د شڼار سره یو ځای کړل نو یوه د مرغه خوند وره سندره به ترې جوړه شوه، چې بس ځانګړې وه، درته یې بیانه ولې نشم، او نه یې درته د کوم څه سره تشبه کولی شم، د دې غونډۍ نه دری ناوه دریو لوریو ته تللي ؤ، یو لوري ته یې مخه خلاصه وه، چې له هغه لوري به ورته خلکو تګ او راتګ کاوه ، د تلو راتلو ناو ډیر اوږد نه ؤ، کمه فاصله یې د عمومي سړک سره در لوده او دا دری نورو لورو ته یې چې کوم ناونه درلودل بیا تر یو حده یې اوږد والی درلود، او ښکلي خوړونه پکښې ؤ، د خوړو هر ډول ګیا در لوده، د پسرلي په موسم کې به پکښې نوي، زیږیدلي وري او سیرلي څریدل او د ماشومتوب آواز به يې له خولې واته او وړو ماشومانو به د دوی ساتنه کوله ، په دې موسم کې به هر ژوندی ژوی ډیر خوښ ښکارید، ماشومانو به هر ډول لوبې کولې، د هلکانو ډیری لوبې په هم دې موسم کې وې ، لکه خوسی، چندروکانې او توپډنډه ، وړو جینکيانو ته به یې بیا ميندو وړې وړې د جنډو او لرګیو نه نانځکې جوړې کړې وې، هغه به یې لوبولې او چې لږ به لويې وې، هغوی به بیا ډیری وخت ګاټي کول، په هغه به یې بیا شرط وهلی ؤ او په شرط کې به یې ژاولې ایښودلې، د هغې د ګاټو د شرط وهلو ژاولې به هم ماورته ورکولې، هغه که هر څومره وړه وه ، خو د غټو جنکیانو سره به یې لوبه کوله، په لومړیو کې به یې ډيره بایلله خو اخیر بیا ډیره تکړه شوه بیا به یې ډیره ګټله.

هو! په پاسنۍ ښکلې غونډۍ ډير لوی کلی هم نه وا پورت، خو شل کورونه به ؤ ، د غونډۍ د سیوري اړخ ته یوه چینه وه، چې هغه د کلیوالو له خوا د ګودر لپاره ځانګړې شوې وه، پیغلو به د پسرلي په موسم کې ترېنه منګي ډکول، د ژمي په موسم کې به يې بيا د هغه بل پېتاو،ي لوري له چينې نه ډکول ، چې لارې یې ډیره واوره نه درلوده اوډېرې لوړې ژورې يې هم نه درلودې او نه یې ډيرې خټې کولې، ځکه له کلي نه آن ترچينې پورې ټوله په خوړ او شګوکې تللې وه ، خو یوازنۍ ستونزه یې چې درلوده د کلې نه لرې وه او په کلي کې هم په ( دکلي هغه لرې چینه) نوم یادیده، دومره لرې وه ، چې د منګیو سره به جنکیانو دوې، دری دمې کولې او په لاره کې به چې لوی لوی کمر ؤ ، په هغوی به راسره راټولی وي، منګې به یې په واوره کې ورته ایښي ؤ، او دی به ورته خپلې کیسې کولې، په کور کې به مورګانې هم نشوی په غوسه کیدای، که به کومې یوي ته په غوسه شوه، نو ورته به یې ډير په نریې کې دا خبره کوله زه له ستومانۍ مره شوم او ته لاخوښه نه وې ، موږ له کومې چینې څخه اوبه راوړو، ټولو خلکو ډیر خوښ ژوند درلود، ټول کلي وال راسره داسې ؤ، لکه د یو کور چې وي، یو ځانګړی اتفاق یې در لودو، د اتفاق پایه یې د کلیوالو له خوا جوړ شوي قوانین ؤ، او هغوی ته د ډول احترام ؤ، او ترې سرغړونه جرم ؤ، د سپینږیرو به ډير احترام کیدا، کوم ماشوم د مشر بې احترامي نه شوي کولی، زموږ کور د کلي په منځ کې ؤ، یو اړخو ته مو ګاونډيان درلودل او د کلا مخه مو خلاصه وه، د شاه کورته لاره زموږ د کلا په مخه ور چپه شوې وه، زه به هم د وړکتوبه د شاه د ګاونډي د ماشومانو سره په لوبو بوخت وم، بیا چې کله د لسو کالو په عمر شوم بابا مې مال چران کړم، د سهار له خوابه مې ښونځی لوستو او د ماسپښین له خوابه مې د شاه د ګاونډي له لور سره مال څرولوته بېولا، دوه کاله پوره مې ورسره یو ځای مال چراني وکړه، له يو بل سره مو دومره مينه وه ، چې یوه شیبه موهم یو بله نه تېرېده ، دا اوس رانه هیر دي چې دې به هغه وخت څه احساس در لود خو ماته یې لرې والی ډیر سخت ؤ، د کلي چې کوم ډول پیغلې او ځوانان ؤ، ما او هغې ترې جلا جلا طبيعتونه درلودل، دوی به هر کله په موږ دواړو پسې خبرې کولي، چې تاسې داسې یې او هسې یې او دې به هم ویل چې ما هر کله جنکیانې رټي اوراته وایې چې ته اوس ولې زموږ سره ګاټي نه کوي، پس له دوو کالو مالڅرولو ورسته مې کشر ورور مالچران شو او د هغې هم نور نو د کاکا زوی او ورور د مال د څرولو شول، زما بابا هم وفات شو، خو زما په وړاندي مې د پلار لپاره ښه ؤ، بیا دا هم پیغله شوه زه هم زلمی شوم، نور نو هغه شان ته چې مخکې راباندي ګرانه وه ورته هیڅ شو، ګران توب په مینه بدل شو، زه باغوان شوم، په باغ کې به سبق ویلو هم په والله ډير خوند کاوه ، موږ دوه باغونه درلودل، یو مو د کور تر شاه ؤ یانې لږ لرې ؤ، په هغه کې مو یو لوی سپی تړلی ؤ، چې ناپژنده کس به وره غې، بیا به سپی غپیدا، زما پلار به په دې ډول پرې خبر شو او بل باغ مو د کلي دهغې لرې چینې سره ؤ، د همدې چینې څخه به مو خړوباؤ، زه به دشپی تر ناوخته په باغ کې وم ، پلار او مور ته به مې ویل چې سبق وایم، دا ځای لږ آرام دی، یو شین چراغ یې راته راکړي ؤ، یوه وړه خاورینه کوټخه مې پکښې بابا جوړه کړي وه او زه به پکې ناست وم ، بیا تر دریو کالو باغوانۍ ورسته مو مینه تر دې حده ورسیده، چې دا به بیا هر کله د شپې دې چینې ته راتله او داړو به سره بلا کیسې کولې او د ورځې به هم ډيری وخت همدې چینې ته د اوبو په پلمه راتله، یوه ورځ دا دې ورځې د کلي همدې چینې( ژمګنی ګودر) ته راغله منګی یې په اوږه کړی ؤ، کښناسته ماته یې لاس وښوراوه ، زه هم ورغلم ورسره ناست وم ډیرې خبرې موږ سره وکړې، راته یې وویل: مور مې په دې شپو او ورځو کې راسره بل ډول خبرې کوي، تا خو به ورته څه نه وي ویلي؟ او یا خو به دې په خپل کور کې مور ته کومه خبره نه وي کړې؟

ما ورته د نه ځواب ور کړ او ورته مې وویل ، چې زه به ولي داسې کوم خیرت خو دی تر اوسه دومره هم نه یم ورخطا، دې په ریګ کې لاس وهلو وایې راته زه خو ډير یریږم چې مور او یا پلار مې راباندي خبر نه شي او یامو کوم بل څوک ونه وینې، چې نوم به مو د ډهلې په دروازه ولیکل شي. ما هم ورته هو وویل ، چې بايد ډير پام وکړو تر دې ځايه راورسیدو ، چې په اخیر کې یې خرابه نه کړو .

هو! ته نور فکر مه کوه چې زه دا یو بل ټولګې پای ته ورسوم ، بیا نو د پوهنتون په خیال کې نه یم، لومړی کار چې ویې کړو هغه زما او ستا واده به وي، دې هم امین وویل، منګی یې په اوبو کې غوټه کړ، ما هم ورته له جیبه د دې په شانته یوه سره مڼه راویسته او ورمې کړه، منګی یې په اوږه کړ روانه شوه، زه یې هم فکرمن کړم چې الله دي خیر کړي بايد ډير پام وکړو، دا کال هم د همدې چینې په سر کې د خوښیو ډګ تیر شو زما ښوونځی هم خلاص شو د دولسم ټولګې نه فارغ شوم دې هم ترنهم ټولګې ښونځی لوستی ؤ، زموږ په کلي کې د جنکیانو تر نهم ټولګې ښوونځی ؤ، لیکل او لوستل یې هم زده ؤ، د کانکور د آزموینې لپاره مرکز ته لاړم، ازموینه مو ورکړه، په بازار کې مې یو نفر ولید مخته یې بلا ښکلی ښکلی قلم ایښي ؤ، او تر څنګ یې په یوه کاغذ لیکلي ؤ، پر قلم حکاکي، ما هم یو قلم راواخیست د ځان له لوري مې ورته ډالۍ کړ، په ډير ښکلي ډبي کې مې ځای پری ځای کړ، ناوخته شو ومو نه شوي کولي چې کلي ته بیرته راستانه شو، په بازار کې مو په یو هوټل کې شپه شوه، په دې شپه واوره هم ووریده، په مرکز کې خو کمه ووریده خو په کلي کې د زړو ښځو په ژبه یو پل قدرته به شوي وه، سهار مو په یو ډول ځانو نه کلي ته ورسول، په دې ورځ زه هم له کوره راونه وتلم، سبا شو زه روان شوم د کلي د هغې لري چیني په لور، چې ګورم دا دې چینې له لوري راورانه وه، ما هم نور ځان ورتیز کړ د خوړ په هغه ژوره برخه کې په منډ کې ورسره مخ شوم، شاه او خوا مې وکتل څوک نه ؤ، ښه په غیږؤ مې ورسره جوړ په خیر وکړل او ډالۍ مې هم ورته ور کړه، ډیره ورته خوښه شوه، آن تر دې چې په سترګو کې یې د خوشحالۍ نه اوښکې راپیدا شوې، وایې ما داسې فکر کاوا چې تاته زه هیڅ کوم ارزښت نه لرم، خو ما دا سم فکر نه ؤ کړی، چې دې نوره پیله وله ما یې په خوله لاس ونیولو، نور بس کړه ته زما نړۍ یې ، تا چې ونه وینم لکه چې په د ښکلي دره کې لمر نه وي او توره شپه وي، او داسي شپه چې سپوږمۍ هم ځلا نه کوي، پوهیږی دا دری ورځې مې چې ته نوي لیدلې راته دری ورځې نه بلکې دری کاله شوې، نو ته بیا داسې فکر څنګه کولی شې، اوښکې یې پاکې کړې اوچته پاڅیده وایې باید لاړه شم مور مې اور بل کړی ؤ، ویل یې چې دا منګې زر راډک کړه ، چې اوبه ګرمې کړو، مخه ښه مو سره وکړه، د ژمې دیدن لږ ؤ ، خو ډیر خوند ور هم ؤ، بیا هغه دیدن چې په مازدیګر به د پیغلو په منځ کې راروانه وه، نو ما به هم ځان منډ ته ورته سم کړ، په همدې منډ ګې به مې ورته یو څه موچ ورساوه، پسرلی شو زه هم پوهنتون ته بریالی شوم، زه پوهنتون ته د نوم لیکنې لپاره لاړم، دری میاشتې مې په پوهنتون کې تیرې کړې، ورسته له دریو میاشتو مې پریکړه وکړه چې کلي ته لاړ شم، د کلي په لور راروان شوم، چې همدې (ژمنې ګودر ته ) چینې ته راورسیدم، د چینې ښې لورته لږ لري یوه جنډه رپيده، ورته مې سودا شو، ور روان شوم، چې ومې کتل د ښځې قبر ؤ لري تري ودریدم، بیا مې ورته سودا شوه چې نیږدي ورشم ، یوه دعا به ورته وکړې، ور روان شوم چې دې قبر په سر و دریدم د قبر د سر له تیږی سره یو سور رنګه قلم پورت ؤ، را اوچت مې کړ پری لیکلي ؤ، د ځونډي له خوا څانګې ته ډالۍ، د دې په لیدو نو نور په ځان خبر نه وم چې کله چا لیدلي یم چې کله مې سترګې خلاصي کړي په روغتون کې پروت وم مور او پلار مې راته ولاړ ؤ، د مور نه مې پوښتنه وکړه هغه راته وویل زویه د خدای به دا خوښه وه تا خوبه ماته یوځل ویلي ؤ، چې ستا څانګه خوښه ده، دوې اونۍ مخکې یې کورته خلک راغلل یوه ورځ چې تیره شوه، په دې بله ورځ سهار د وخته زیری وشو چې څانګه یې کوژده کړه، د غرمې نه ورسته په کورکې یو زوږ پورته شو چې وره غللو ، څانګې ځان له هغه لوړ چینار نه رایله کړی ؤ، ورمیږه ته یې یو لوی منډه سیخ شوي ؤ او په هغمه ځای یې سوړ نفس ختلی ؤ، د مور په لاس کې یې یو لیک او ورسره هغه ستا ورکړی قلم ؤ، ما ته یې مخ راواړاولو راته یې وویل : ایا ته مخ کې په دی خبره وي؟

په څه خورې؟

پریږده لور مې ستا په زوي مینه وه او موږ ته یې ویلي نه و، وګوره څه یې لیکلي دي :

مورې تاسې خو به یو ځل له مانه پوښتنه کړي وه چې زه له چاسره واده کوم ، ما د خپل ژوند د ښه تېرولو له پاره څوک خوښ کړي ، تاسو زما پلونه وګورۍ ، چې په کومه لاره مې ډېر تګ او راتګ کړی دی ، که زما په خبرو مو باور نه کيده ، نو تاسو به يو ځل د کلي د هغې لرې چينې نه پوښتنه کړې وه ، چې زما له چاسره ډېره مينه وه ، چا به له ماسره په دې چينه د مينې خبرې کولې ، اوس نو چې تاسو زه بل ته په نامه کړم ، زه نور په دې دنيا ژوند نه غواړم او ما به د کلي د هغې لرې چینې په غاړه خاورو ته وسپارئ ، چې هغه زما او د ځونډي د مینې دکیسو ځای ؤ او دا قلم مې په مزار کیږدی دا د ځونډي د لاس ډالۍ ده باید تر ډیره عمره زماسره وي .

 

 

ذبېح الله اېمان

349 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2