Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني ملېشه ځواک یوه ټپي افغان سرتېري ته لومړنۍ طبي مرسته ورکړه

تاند- پاکستاني سرحدي ځواکونه، چې تل وسله والو طالبانو ته په پناه ورکولو او د هغو د ټپیانو په درملولو تورن کېږي، یوه ټپي افغان سرحدي سرتېري ته پناه ورکړې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه افغان سرتېری پرون /شنبه/ ډیورنډ کرښې ته څېرمه له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی و.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نښته پر ډیورند کرښه د پاکستان لور ته ډېره نژدې وشوه او وروسته له دې چې یو افغان سرتېری په جګړه کې ټپي شو، پاکستاني ملېشه ځواک خپلې پوستې ته یووړ.

د باجوړ ایجنسۍ د مومند تحصیل په غاښي پاس پوسته کې افغان سرتېري ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړای شوې.

ځینو نورو پاکستاني رسنیو، لکه دي نیوز ویلي، د دې لپاره چې افغان ملي اردو طبي وسایل نه لرل، له پاکستاني لوري یې د مرستې غوښتنه وکړه.

راپور وايي چې د ټپي افغان سرتېري ژوند له خطره وتلی دی.

دا په تېرو ۱۴ کلونو کې دوهم ځل دی چې پاکستاني ځواکونه له ټپي افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

تر دې پخوا د پاکستاني پوځیانو له لوري د ټپي طالبانو د انتقالولو او په افغانستان کې له جګړې څخه تښتېدلیو طالبانو ته په خپلو سرحدي پوستو کې د پناه ورکولو بې شمېره راپورونه او ځیني مستند فلمونه او عکسونه خپاره شوي دي.

30 total views, 2 views today

8 comments

  1. نازک هلمندی Reply

    ولاکه می د پاکستان په هیڅ شی باور راځی…
    دا هسی د هغوی د رسنی د تبلیغاتو یوه بیلګه کیدای شی

  2. shakir Reply

    کله خو تاند دومره ساده خبر خپور کړی چی هیڅ د باور وړ نه شی کیدای؛ دا ټول دروغ دی چی ای اس ای یی خپروی
    پاکستان که په رښتیا د افغان ټپی سرتیرو له غمه مړ وی نو ولی یی د همدغه سرتیرو دښمن ته ځای ورکړی ولی د همدغه ټپی سرتیری دښمن په وسله سمبالوی؛ طالبان یادوم

  3. Mohamed Reply

    Dá be ham dá kom matlab lapara kari wi

  4. babrak Reply

    هغه زړه به له طوفانه په امان وی
    چی کښتۍ غوندی دخلکو باربردارشی

    داکتر باید هودغسی وی او بس
    زه د پاکستان له ډاکترانو چی زمونږ سزباز ته سره یی مرسته کړی الله دی یی په نیکه مل شی اوزه د افغان داکترانو په نماینده ګی مننه کوم او دیر خوښ شوم!

  5. shahed Reply

    ښه کار ته به ښه وا یو بد ته بد، دو مره بد ګما ني هم په کار نه ده ، موږ د جغرا فیا یې جبر له مخې له پا کستان سره تړلي یو تیښته نشو کولای با ید له هغوی سره په شر یکه ژوند و کړو را ځۍ دا د بد ګما نۍ فضا ته تغیر ور کړومننه.

  6. babrak Reply

    زمون. او ّاکستان تر من× باید همدغسی روابط وی تر څو د یو اوبل پر ټپونو مرهمونه کیږدو او یواز انسانیت د روابطو معار وټاکو!

  7. zar saadat Reply

    de wakht sa rabandi wak a , chi manzal ta rasidam har sa me heer wa

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *