Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ سختدریځي ووژل شول

تاند- د ننګرهار ولایت په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ۱۲ بهرني او کورني طالبان ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي نن /یکشنبه/ وویل چې په وژل شویو سختدریځو کې ۳ افغانان او ۹ بهرنیان دي.

د ده په وینا دا برید پرون /شنبه/ ناوخته په خوګیاڼي ولسوالي وشو.

په وروستیو کې د خوګیاڼیو په شمول د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې فعالې شوي دي.

عبدالزی وايي چې د خوګیاڼي ولسوالۍ لپاره د طالبانو ځانبولی ولسوال هم په دې برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت ۱۵۰ غړي وژل شوي او د دې ولسوالۍ اکثره کلي د دې ترهګرې ډلې له وجوده پاکې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند هم داعش ته د اوښتو تلفاتو شمېر تاییدوي او وايي چې په پاکو شویو سیمو کې د سیمې د اوسېدونکو په مرسته پوستې جوړې شوي دي.

69 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *