Categories

اعلان

Loading…

اسیا کپ سیالیو ته د لارموندنې سیالۍ وځنډیدې

روح الامین نیازی –

د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه اسیا کپ سیالیو د غوراوي (کوالیفای) لوبې چې ټاکل شوې وې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي د یو لړ دلایلو له مخې وځنډیدې.

د دې لوبو د ځنډ علت د انټرکانټینینټل کپ سیالۍ ښودل شویدي، چې افغانستان له پپو نیو ګینې، او متحده عربې امارات به له هانکانګ سره لوبې ترسره کوي.

د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه اسیا کپ سیالیو د غوراوي (کوالیفای) یادې لوبې د ۲۰۱۶ کال اسیا کپ سیالیو ته د لارموندنې لپاره ترسره کېږي چې د ۲۰۱۶ کال د فبروري میاشت په ۱۹ پیل او د یادې میاشتې په ۲۲ نیټه به پای ته ورسیږي، چې هره یوه لوبډبله به درې درې سیالۍ ترسره کړي چې په یادو لوبو کې له افغانستان پرته پپو نیو ګینې (PNG) هانکانګ او متحده عربې اماراتو لوبډلې هم ګډون کوي.

خو د یادو لوبډلو ترمنځ به د روانې (نومبر) میاشت په ۲۵ نیټه یو دوه اړه خیز سیریز ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې آسیا کپ سیالۍ هر یو کال ورسته ترسره کېږي چې یوځل به شل اوریز او بل ځل به ۵۰ اوریزه ترسره کېږي.

65 total views, 1 views today

1 comment

  1. Abidullah Abid Reply

    OKAY

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *