آخ پښتونه! / عصمت قانع

دوې قبضې ږیره به یې پرې ایښې وي، غټه پګړۍ به یې پرسر وي، لمونځ او اودس به هم کوي، خو هلک به ورسره وي، افتخار به هم پرې کوي چې هلک ساتم.
ټوله منطقه به پرې خبره وي، چې د لواطت لپاره یې ساتلی دی، په خپله هم اعتراف کوي، خو د شملو غیرتونو او مېړانو په وطن کې داسې څوک نه پیدا کېږي چې د سزا او جزا میدان ته یې راکش کړي. تر دېوال یې لاندې کړي، په کونه یې لرګي ور ومنډي او له ګناه او طغیان څخه یې منع کړي.
خو که پر بې وسه ښځه یا نجلۍ د زنا تور پورې شو، نو ملا او امي، خان او دهقان، نجار او ټټار، شریف او بدماش، اوښبه، اهنګر او بزګر ټولو به کاڼي را اخستي وي او سنګساروي به یې.
نه به د سنګسار په شرعي حد پوه وي، نه به یې له شواهدو خبر وي، نه به یې د فتوی الف او بې زده وي، بس نارې به وهي چې محمد دې شفاعت نه کوي، په درنو درنو کاڼو یې نه ولئ!
دا خو لا څه کوې، پر ښځه به یې درې شالونه اچولي وي، پر شالونو برسېره یې چادري هم ورسره پرسر کړې وي. ډاکتر ته به وایي چې مړوند یې د پېچکارۍ لپاره مه لوڅوه تر پوړوني کمېس او چادري یې پېچکاري ورتېره کړه او بیا یې په غوښه کې ور ولګوه.
پدې عمل به فخر کوي ځانته به باناموسه وایي، په خلکو کې به په سترناک، پرده دار او شاخدار مشهور وي.
صفت به یې دا وي چې د الله حاجي غومبر دومره غیرتمن دی چې ښځې یې د لمر سترګه نه ده لیدلې داسې غیرتمن دی چې ښځې یې د کلا د مخې دېوال هم نه دی لیدلی.
دې ته وایي پښتون، دې ته وایي غیرتي، دې ته وایي مېړه. افرین دې وي پر تا دې وي.
خو چې کله ښار ته راشي نو سترګې به یې په پردو ښځو کې ښخې وي، د رنډیو په ادرس پسې به ګرزي، د ښار زر تنه مرده ګوان به پېژني او چې مریض شي، نو یوناني طبیب ته به لویه غټه کونه پروت وي او ورته وایي به چې له سومبۍ څخه مې د بواسیرو پوړۍ وباسه.
په موبایل کې به یې د نغمې سندرې ثبت کړې وي، د هندي فلمونو د نجونو عکسونه به یې په کې ډانلوډ کړي وي، خو چې په چم ګاونډ کې یې واده ښادي جوړه شي، نو ښځې ته به وایي چې په ډنګرو لاسونو دایره مه وهه، ناروا ده.
چې غریب وي، بې وسه وي، بې ډوډۍ وي، بې روپۍ وي، نو د لوږو تندو، بې وسه او بې کسه وختونو یوازینۍ شریکه یې مېرمن وي. خو چې د شتو مالک شي، پانګه پیدا کړي، روپۍ پیدا کړي، بله ښځه کوي. ولور یې شل دېرش لکه روپۍ مصرفوي، زړې مېرمنې ته د سپۍ په سترګه نه ګوري.
د اولادونو د زکام علاج هم نه کوي، له نوې مېرمنې سره د پسونو لمونه خوري او کولیسترول یې په سیکس مصرفوي.
که یې وس وشي درې څلور ودونه کوي، د اولادونو د تعلیم غم یې نه کوي، د ډوډۍ غم یې نه کوي، وایي د خدای بندګان او د نبي امتیان دي، د رزق او روزي پوروړی یې خدای دی.
په چم ګاونډ کې به یې د پنجاب او کولاب لنډه غر ګرزي، د پلار او نیکه پر هدیره یې متیازې کوي، د خپل وطن کفار به یې پرې اېښې وي، دده د وطن له کفارو سره به جګړه کوي.
د کلا او جومات مخ ته به انسان د پسه په څېر ورته حلالوي، د کروندې تراکتور ته به یې بمونه ږدي، د پاخه سړک پلونه به په بارودو ورته الوزوي، کلینیک به ورته سوځي او ده ته به د سپي اهمیت هم نه ورکوي.
خو په ده کې دا غیرت نه پیدا کېږي، چې بېګانه قاتل، بېګانه بدماش، د پردو نماینده جګړه مار د خپل وطن غدار ته کرښه را کاږي چې زما پر خاوره، زما د جومات مخې ته، زما ورور نه شې وژلای، زما جومات نه شې ورانولای، زما د کروندې تراکتور ته بم نه شې پټولای، که جهاد کوې په پاکستان کې هم د امریکا هډې شته، که د فساد پرضد جنګېږې په پنجاب کې هیرامنډيي ته ولاړ شه، که اسلام غواړې په اسلام اباد کې یې وغواړه چې د اسلام د ارزښتونو د خرڅلاو مارکېټ دی.
خدای پاک به وطن ورکړی وي، ځمکه به یې ورکړې وي، غرونه به یې ورکړي وي، هستي به لري، خو ګټه به نه ترې اخلي، پردې دنیا به د ښه ژوند اجاره د کفارو حق بولي او پر بله دنیا به د عیش او نوش خوبونه ویني.
نسواري زیړې داړې به جنیګې کړي او وایي به؛ والله دا دنیا خو د کفارو ده خداې دې اخرت را سم کړي، خدای مې دې بې ایمانه تر دې دنیا نه تېروي، خدای مې دې ایمان نصیب کړي، دا دنیا خو تېره ده!
وه لوده مشره، ته ایمان څه ته وایې؟
دا ایمان دی چې ډوډۍ نه لرې، دا ایمان دی چې د ځان اختیار نه لرې، دا ایمان دی چې د کفارو محتاج یې، د پرتاګه پرتوګاښ هم کفار درته جوړوي، د تن کمېس او د مدفن کفن دې هم د کفر په لاس جوړېږي.
د خیرنې کونې د استنجا پلاستیکي لوټه هم کفار درته جوړوي، هغه تسبې چې ته الله، الله پرې کوې هم په چین کې درته جوړېږي، دارو درمل هم د کفر له مارکېټه درته راځي، د سجدې جای نماز هم په چین او هند کې درته جوړېږي، د جومات د اذان لوړسپیکر دې هم میډ این چاینا دی.
ته دا ایمان وایې څه ته؟ جهل ته؟ ورو وژنې ته؟ له ښځې سره دښمنۍ ته؟ قتل ته؟ لوږې ته؟ تندې ته؟ احتیاج ته؟ د پردو خیرات ته؟ د مړو اسیکات ته؟ د عربو مزدورۍ ته؟ د پنجاب جاسوسۍ ته؟ د وطن دښمنۍ ته، د جومات بربادۍ ته، د پلونو، کلینکونو، مکتبونو، دفترونو کنډوالو ته؟ د ژوندانه عذابونو ته؟ ناتمامه ذلتونو ته؟ بې پوښتنې مرګونو ته؟ بې دوا رنځونو ته؟ خونړیو تاړاکونو ته؟ بې دینه عملونو ته؟
واخ، واخ پښتونه، خو زړه دې راکې خوړین کړ!!!
3,575 total views, no views today
34 comments
برادر محترم قانع صاحب سلام عرض خدمتت:
بدون شک اين جرايم در جامعه ما وجود دارند، درسمت شمال هم چنان بچه بازي عام شده، درقومانان سابق،ماموران دولتي، پولیس واربکیها کسانی دیده ميشود که ازشراب خوري،زنا،لواطت وخوردن اموال مردم هيچ عار وشرم محسوس نمیکند.اما پيشنهاد بنده اين است که حکايت وشکايت ازجرايم مذکور بايد به الفاظ ای که مطابق عفت قلمي ولساني ميباشد انجام شود، نه مثل محاوره لوده های سرچوک وچرسيها
.
مابه زبان پشتو عميقاً بلد نیستم اما به بعض الفاظ ميفهمم که نام اعضای تناسلی هستند ودرنوشتن مخالف عفت قلمی ولسانی ميباشد
…بايد به کلمات معادل ادبی نوشته شود
به کلمه سمبئ ات تاحال نمي فهميدم. لکن الان که کلمه بواسیرهمرایش امده است فهميدم.لهذا احترامانه عرض ميکنم که به حيث یک دانشمند سعی داريد که کلمات نازیبا استعمال نکنيد،با دانشمندان لهجه ورويه اي دانشمندانه مي زيبد
صد احترام…
برادرت مير غلام محي الدين سادات باشنده ولايت کندوز فعلا درپاکستان
Excellent,
Qani Sahib Manan Cha Pashtoon ta de Warhkara Waina ukra……
وایم قانع صاحب سترگی دی جار سم په دی لیکنه باالکل یو تریخ حقیقت دی چه تری نه انکار نشو کولای او په همدی خاطر مو دا حالت دی .
آخ قانع ګله! څرنګ مې له زړه خبر یې
لاکن تا خو د بې سواده پښتانه بیان راته کړی، زه به د باسواده او تعلیم یافته یو څو در ته ووایم
په لور او خور به ولور اخلي، زوی ته به په سیالي په هوټل کې واده پري وکړي، په سپینږیري پلار او سپینسري مور به شرمیږي
په مجلس کې به لافي وهي، یابه دخپل دفتر کیسي کوي او یابه د بل چا غیبت، خو تسبیح به اړوي، ته به
وا، لاالله ور باندي وایې
وي به پښتون، خو که یې پاړسیوانه وکړه،بیا به نو پښتو ونه وایې او اولادونه به یې وایې پدرم پشتون است
په کور کې به رنګه تلویزیون رنګه غالۍ ، جاپانې سراچه او… لري، خو دکتاب درک به نه وي. دی به یا معلیم صاحب وي یا انجنیر صاحب، یا ډاکتر صاحب او یا جنرالل صاحب
…….
پاتي شوه د هلک ګرزولو خبره، دا خو له دا میرات مړیو با کلتورو راته پاتي
کنه نو نوم به یې «بچه بازي» نه وو
دا زما او ستا وال خو هلکان ګرزوي او … هاغه نور دوسان خو په خپل کور کې د ښځو کالي ور واغوندي اول یې ورقصوي او بیا د خپلي شځي مخکي جنسي تیری ورباندي وکړي
بیا خوار او په نس وږي پښتانه ته وایې بې فرهنګه یې
قانع صاحب ستا مخی ته دی لوی دیوال وی د پښتون د حقوق لوی مدافع طوفان وزیری ،اوریا او داسی نور وه ولی په اخیره کی معلومه شوه چی د پښتون د حق غوښتل یی یوازی د یو وسیلی په واسطه کاروله او ددوی او دوی ته ورته کسانو څیره ډیره ژر بربنډه شوه
Wahh. Amazing. Totally true. Pa goto de barakat Qani saib
Haqeqat di ashna
قانع صیب ژوندی اوس زړه دی را یخ کړ. همدغه د پښتون تعریف دی.
قانع صاحب دالیکنه دحقیقت یوه کرښه ده.خوپه دغه خبروهرسوک پوهیږې چې عیبونه،ګناهونه هم ګرده زموږ دي او،ظلمونه،قتلونه،،شراب،زنا،جاسوسې هم پښتون کوې.ولی ستونزه داده، چې څرنګه اوپه څه ډول خپل ځانونه اصلاح کړو.زما په نظردافغانستان لپاره یوزبردست ،پاک مسلمان اویو موقتې دیکتاتورپكاردي، چي دغه ناخوالي له صفرسخه پيل اوتر وروستي پړاوپورې له منځه یوسې.که داکارونه شې نودغه خراب اونیمګړۍ حالت به تردې هم خراب شې.
Qani saib da noro lekeno pa hela aw pa goto dei brakat sha
برادر قدرمند قانع صاحب
از مطالعهء مضمون شما ، با وجود اینکه مملو از کلمات زشت بود بان هم لذت بردم. شما به کلچر کثیف و افتزا آور برخورد نموده و از شفشف ګذشته پرده را از کثافاتیکه جامعه اصیل افغان ملت را معتفن ساخته برداشته اید. کلام شما مطلقآ به جاست که دختران و خانمها را به نامهای مختلف نه تنها سنګ باران میکنند بلکه با بریدن سر از تنه، بریدن ګوش و بینی با فتوای ملاء و یاامام صورت میګرد که همین ملا ، امام واخوند شبهایشان را در اغوش چلیها سپری نموده و لواطت را به خود جایز میدانند. این نوع جامعه نه اسلام دارند نه اخلاق ونه هم کلچر انسانی. از دوست ګرامی سادات که سبک نوشتن شما را انتقاد نموده حق به جانب دانسته اما این را باید برایشان خاطر نشان نمایم که همین مردم و همین زبان
ډیپلوم انجنیر عنایت اسحقزې
جامعه که اکثرأ هم از امام و
ژوندی اوسې قانع صیب، زمونږ د زړه خبرې دې لیکلي
یاره قانع صاحبه دوا دی سه
زه وایم که دیوه اوبل لیکوال دتوهینولو پر ځای دملت ناخوالو ته توجع وکړی ډیر ښه به وی.
په درنښت
عزتمند قانع صاحب لیکنه دی دومره خوندوره رښتینی دی په والله چی ددی بعضی بی ضمیره انسانانو له پاره چی هڅی تش د ګیډو، عیاشیو، قوارو، کالیو، غالیو، پنجابیو، غربیانو، امریکایانو، او روس پلووی پخاطر یی د اسلام له نوم نه د جهاد د پاک نوم نه تر دی نه هم وراخوا چی د هجرت له سپیڅلی نوم نه یی داسی استفاده وکړه چی په تاریخ د اسلام کښی مسلمان نه ده کړی او الله پاک دی ددی بی ضمیره تش په نوم دا ګوډاګیان خرڅ شوی پنجابیان او تش د ماڼیو شاه شجاعیان او هڅی تش د وطن فروشی مجاهدینو ته د اصلی مسلمانیت جهاد فتوا احساس ورکړی او الله پاک دی مونږ نور ددی بد بختیو نه خلاص کړی
تر قلم دی جار شم!
قانع صاحب ژوندی اوسی
قانع صاحب ډیره زیاته مننه او ډیر په زړه پوری او تریخ حقیقت د بیان کړی دی !
قانع صیب خدای دی ډیر عمر درکړی، ایله می دزړه بړاس ووته
قانع صاحب
او ټولو درنو او ګرانو لوستونکو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قانع صاحب! ستا لیکنه، روان بیان، کلیوال تعبیر، عام فهمه لهجه، دحقیقت او واقعي حالت تمثیل یوې خواته خو د قلم او بیان له عفت سره بې باکه لوبېدل د منلو ندي. دغه شان لیکدود به خدای مه کړه سبا زمونږ نویو ځوانانو ته هم ولېږديږي، بیا به یې پړه او ټول مسؤولیت ستا په شان لیکوالانو په غاړه وي. له دغه شان حالت څخه بیا کوم انسان پښتانه ته د یوه درانه شخص په سترګه وکتلای شي. هیله لرم چې خوا مو نه وي را څخه بده شوې. یوازې ددې ټولنې غم دې ته اړه کړم چې دغه شان څه درته ولیکم او له ښاغلي ورور میر غلام محی الدین سادات څخه هم مننه کوم چې همدا شان لورېنه یې پرستا کړېده.
د درنې او با عفته لیکنې په هیله
قانع صاحب ستاتر ګوتو ځار شم . تا سو خو زمونږ ټول عیبونه یو په یو را سپړلی دی. د دغو عیبونو او کمبوداتو د لری کولو لپاره دولت باید یو ملی انستیتوت جوړ کړی او باید ډیر ژر په ښوونځیو کی د انسانیت، اسلامیت او نړیوالو بشری حقوقو په باب درسونه پیل کړی تر څو په راتلونکی کی له دی جهالت نه خلاص شو.
ډیره ښکلی لیکنه ده خو د آدب معنی ادب دی باید داسی څه ونه لیکو چی په ویلو یی نورو ته شرمیږوووو
یاره توره کانی زه وایم دوا دی او د مورکی شیدی دی هم سه
سلام
زمونږ د ټولنې فرهنګ، اخلاق، عزت، او هويت په کومه خوا روان ده.ى ؟زمونږ وږو او تږو خو د کابل په دې کږو وږو ودانيو په ودنو کې ستر ليو نتوب پيل کړي دى .نو قا نع خبره له اخ پښتونه! تيره ده د ا هم شو ادب او انسانيت. هغه ورځ مې ليدل چې د کورنيو چارو د وزارت په غونډه کې چې غلومي په ډير پيکه خبرو کې خپل دريځ واېې چې تياره کنجارې بڼه يې درلوده او بل داچې سيما ثمر ساختګي پوړنئ پر سر ځوانو ښځو پوليسو ته وايي چې
هوش کنيد : اګر کدام کس شمارا ګفت که خواهرک بسيار مقبول معلوم ميشي بازي نخوريد وفردايش بيش تر ارايش نکنيد. خو ثمر نه پوهيږي چې د غوڼدې اهداف څه دى او د غونډې اجندا کو لورى په نظر کې بايد ونيسي خو نوموړې ددغه افت لپاره په ديني ، فرهنګي د ټولنېزه اخلاقي ، مسوليت او رسالت او با الا خره د هويت د ابعادو په لحاظ څه ووايي
نو ،اخ پوښتنه ! چې اوبه له پاسه را خړې دى کله به دغه ډول سازشونه ا، ظاهري او صنعي اړيکي له ټولنې خپل ټغر ټول کړي؟
خیرویسئ عصمتسنو چې نور مو په ملا کې څه پرېنښودل
ژوند ژوند قانع صیب. پښتنو پدې اخیرو سللو کالو کی ټول هغه پښتنی رواجونه او دودونه چه د نیکونو ورته په میراث پای وو ،ورو ورو په هیواد پلورنې، ورور وژنې مور، خور،لور او میرمنو ته د حیوان په سترګه کتتنی ډېرو نورو غیر انسانی کړنو بدل کړل چه نه یواځې د پښتونوالئ سره نه ښایی بلکه د انسانیت سره هم په هېڅ وجه ډډه نه لګوی.ډیری زده کړی لرونکی مو د نالوستو نه بدتر دي.د چا نه ګیله وکړو.
درود به جلالت مآب عصمت قانع
زیاد خوب نوشتی پیام چند بعدی را بوجه نیک رساندی. هر بارش بخوانی گوید باز بخوان. بااحترام
محترم قانع صیب په زړه پورې ارزونه دې کړي، د پښتون قوم دا ټولې بدبختۍ به هله ورکې شي چې یو بل سره ومني او اسلام او .افغانیت ته غاړه کیږدي، تا په قانع او ما په نیکمل ومني زه او ته هم دوی په خپلو نامو او شخصیتو وپیژنو
ډیری پر ځای خبری دی خو چی د الله مهربانی وه نشی ددی خلکو اصلاح ډیر سخت کار دی الله ده خپل فضل پر موږ وه کړی او بس
چاوې چې څه الا بلا د ې ووې ماوېچې ښه صفا صفا مي ووې
قانع صا حب السلام علیکم و رحمته الله و بر کا ته ! الله د ژوندۍ لره هر څوک د لیکلو یو سبک او خا ص روش لري ستا د لیکنو خصو صیت او ځا نګړنه همدا ده چې بر بنډې خبری کوې، د ټولنې وا قعیتو نه د عوا مو په دودیزه ژبه بیا نوې، ښه لیکوال شا عر او هنر مند د خپلې ټولنې د ، کمیو مشکلا تو او دود یز کلیوالي کلتور په د ننه کې نا خوا لو ته نغوته کوي او د هغوی دردونه د هغوی په ژبه بیا نوي، مګر د ژبې او قلم د عفت د سا تلو په خا طر ځنې مطا لب په دا سې بر بنډ ډول بیا نول زما له نظره ډیر ښه نه بریښي ، قلم د تا ند اوسه مننه .
سلام قانع صاحب دیر شه دی لیکلی کوم خلک چه داکارکوی هغوی په ادب نه پوهیژی نوتاسو ورته په ساده الفاظواووضاحت لیکنه کری ده ممکن چه زان وپیژنی اوعبرت تری واخلی
قانع صيب ژوند ژوند
ډیره مننه ښاغلی قانع که څه هم حقیقت تریخ وی خو بیا هم باید سترګی پری پټی نه شی . مننه
ډیره مننه ښاغلی قانع که څه هم حقیقت تریخ وی خو بیا هم باید د نر په شان وویل شی. مننه
Such un-natural sodomized behavior must be condemn by all means, but in a society that :
1. Prohibit most encounters between male and female
2. Require a huge sum of money to begin the process of getting married
3. Women are placed in the bottom of food chain and a man can marry several of them at once
4. Accepted norm of a culture to be considered as manly-man being seen with young boys among peers
5. Clerics push for paradise promise of ” Hoor” and ” Ghulmaan = young pretty boys ” during after death
7. And still strong societal effect of freeloaders that brought into Afghanistan under the cover of ” Peer ” in ” Hazrat ” that keep society backward to the core
are still functioned realities, the progress may come slowly and in small steps.