Categories

اعلان

Loading…

د مصر سیاسي وضعه/ رفیع‌الله کلیم

د جنوری ۲۵ مه ، د پاڅون کلیزه او که نوی پاڅون

سیاسی او ټولنیزه وضعه:

مصریانو د بدی اقتصادی ، ټولنیزی او سیاسی وضعی لامله د حسنی مبارک پر ضد اوازونه پورته کړل او د هغه د بر طرف کیدو او محاکمه کیدو غوښتنی وکړی ، خو دغه غوښتنی د ولسمشر محمد مرسی په وخت کی پوره نه شوی نو مصریانو یو ځل بیا په مظاهرو لاس پوری کړ او خپل غږونه یی پورته کړل چی د هغه وخت برحاله وزیر دفاع عبدالفتاح السیسی د مصر د وتلو څیرو تر څنګه د تلویزون په پردی ښکاره شو او د محمد مرسی د حکومت لری کولو خبر یی د مصر ولس ته ورکړ .

د ۲۰۱۱ کال د جنوری میاشت په ۲۵ مصریان په مظاهرو راووتل او دوی لاندی غوښتنی درلودلی :

  • د ولسمشر حسنی مبارک ګوښه کیدل
  • نوی اساسی قانون چی د مصری هیوادوال حقوق پکی خوندی وی
  • قضا دی د سیاست له دایری نه وویستل شی
  • د ملی یووالی حکومت تشکیلول
  • د سیاسی مشارکت دپاره فضا برابرول
  • د انتخاباتو دپاره شفافه قانون
  • د سیاسی بندیانو ازادی
  • د حسنی مبارک او د هغه د حکومت د فاسدو چارواکو محاکمه
  • د پاڅون د شهیدانو قاتلین او د هغو بدمعاشانو عاجله محاکمه چی د خلکو مینځ کی ویره خپروله
  • بیړنی حالت دی له منځه یوړل شی او ولس ته دی د هغوی ټول حقوق او ازادی ور په برخه شی
  • د معاشونو او قیمتونو ترمنځ دی تناسب راوستل شی
  • د ټولنیزه او بیا رغونی عدالت دپاره لاره همواره شی
  • د کمو معاشونو دپاره معیار وټاکل شی چی د ۱۲۰۰ جنیهو نه کم نه وی

که څه هم د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کی ولسمشر عبدالفتاح السیسی کومه خاصه برنامه نه درلوده خو د سیاسی وضعی د تقاضا او اړتیا په اساس مصریانو خپلی رایی د ولسمشر عبد الفتاح السیسی په نفع و کارولی ، پدی هیله چی ولسمشر عبد الفتاح السیسی د مصریانو هغه غوښتنی پوره کړی چی ولسمشر محمد مرسی پوره نشو کړلای.

ولسمشر عبد الفتاح السیسی د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتی په ۸ نیټی په رسمی توګه د ولسمشر په حیث خپله دنده پیل کړه ،د را روان دیسمبر په ۸ نیټه د نوموړی په واک به یو نیم کال تیر شی ، پوښتنه دا ده چی پدغی مودی کی د مصریانو غوښتنی پوره شوی او که نه ؟ ، د دغه سوال ځواب ترلاسه کولو دپاره یو ځل بیا اړ کیږو چی پورته د پاڅون د غوښتنو لیست ته مراجعه وکړو ، اوله هغه څخه د ګوتو په شمیر غوښتنی پوره شوی خو هغه هم پداسی شکل چی مثبت پایلی یی ندی لرلی ، د مثال په توګه اساسی قانون وضع شو خو د خلکو حقوق او ازادی د مظاهرو د قانون په چوکاټ کی محدوده شوی او لامله یی د سیاسی بندیانو شمیر د پخوا په نسبت څو چنده زیات شو . ددی ترڅنګه د مصری ټولنیزه ، سیاسی او اقتصادی وضعه ورځ تر بلی مخ په خرابیدو شوه، سیاسی ساحه د حقیقی اپوزیسیون له شتون څخه پاک شو ،پخوانی ولسمشر حسنی مبارک او د هغه د حکومت ډیری غړی د برائت حکمونه تر لاسه کړل، د پاڅون د شهداو قاتلین او هغه بدمعاشان چی د خلکو مینځ کی ویره خپروله قضیی ورکی شوی، د داخلی او دفاع وزارتونو منسوبینو معاشونه کی په منظم توګه زیاتوالی راغی او په مقابل کی د نورو وزارتونو څخه پام لری شوی ، د ټولنیز عدالت ونه له بیخه ووهل شوه ، د پرلمانی انتخاباتو په لومړی مرحلی کی د هیوادوالو ونډه نهایت کمه وه چی لامل یی له یوی خوا دپخوانی ولسمشر حسنی مبارک د حکومت مشهورو څهرو کاندیدتیا وه او له بلی خوا پر انتخاباتو د اعتماد نشتون وه .

په هر حال ، ولمسشر عبد الفتاح السیسی د هیوادوالو دپاره څه ژمنی کړی وی چی په ډیرو ژمنو کی پاتی راغی :

  • د یوه کال په مودی کی د سړکونو ملی شبکه چی د مصر ټول ولایتونه به یو له بل سره تړی ، متآسفانه دا شبکه خو جوړه نه شوه خو سر بیره پردی مصر د نړیوال د صحت سازمان د ترافیکی پیښو په لیست کی لومړی مقام ترلاسه کړ .
  • د شرم الشیخ په نړیوال اقتصادی کنفرانس کی ولسمشر ژمنه وکړه چی په ډیر کمه موده کی به د مصر نوی اداری پایتخت ودان کړی ، خو لا ډیره موده تیره شوی نه وه چی رسنیو کی اعلان وشو چی ولسمشر د اماراتی ( اعمار ) ساختمانی شرکت ریس محمد العبار سره د نوی اداری پایتخت د ودانولو لاسلیک شوی تړون لغو کړ .
  • د سویس نوی کانال پروژه چی رسنیو ډیر د پام وړ مارکیټنګ ورته وکړ او هیوادوالو پدغه پروژی کی په خپلو شخصی روپیو برخه واخیستله، خو د پروژی د تطبیقیدو وروسته د سویس کانال ایجنسی په خپل راپور کی پدی تاکید وکړ چی د تیر کال پرتله د سویس کانال عایداتو کی ۹ سلنه کمی راغلی.
  • د کمو او متوسطو معاش لرونکو ته د یو ملیون آپارتمانونو پروژه چی قرارداد یی د اماراتو (ارابتک ) ساختمانی شرکت ته ورکړل شو ، خو کله چی کار پری پیل شو دغه پروژه د پانګیزی پروژی بڼه واخیستله او یواځی بډای هیوادوال له دغی پروژی څخه برخمند شو .
  • د یو نیم ملیون جریبو زراعتی ځمکو رامنځته کولو پروژه ، چی په پیل کی ولسمشر ژمنه وکړه چی په یوی مرحلی کی به ترسره شی ، چی د عمیقو څاه ګانو له لاری اوبول شی ، بیا وروسته د ماهرانو خبر ورکړ چی د ځمکی لاندی اوبه د دغو ځمکو دپاره کفایت نکوی ، او بیا د دغی پروژی په اړه وویل شو چی په ۳ مراحلو به تطبیق شی چی په هری مرحلی کی ۵۰۰ زره جریبو باندی کار وشی ، خو د زراعت وزارت پخوانی مشاور او کارپوه عبد الغنی الجندی په خپلو څرګندونو کی وویل چی رسنیو داسی معلومات خپاره کړل چی مونږ به د یوکال په ترڅ کی یو ملیون جریبه ځمکی زراعتی کړو پداسی حال کی چی مونږ د کال په اوږدو کی یواځی د ۱۵۰ زرو جریبو ځمکو د زراعتی کولو وړتیا لرو ، او دا د رسنیو له خوا یو غټه غلطی وه .

اقتصادی وضعه :

      د مصر اقتصاد په ۴ اساسی عناصرو قایمه ده ( پټرول – سیاحت — د سویس کانال عایدات – د خارج څخه مصر ته د مصری کارکونکو حوالی )

په ۲۰۰۸ کال کی مصر د پټرولو له اړخه د تولید کونکی هیواد څخه ، د وارداتی هیواد بڼه واخیستله وروسته له دی نه چی د پټرولو اړتیاو پوره کولو دپاره د بهرنی هیوادونو نه پټرول واردول پیل کړ.

په شرم الشیخ کی د روسی الوتکی غورځیدلو نه وروسته د روسیی ولسمشر فرمان صادره کړ چی خپل ۸۰۰۰۰ هیوادوال له مصر نه وکاږی ، او د فرمان صادریدلو نه وروسته په ۴۸ ساعتونو کی ۲۵۰۰۰ روسی هیوادوال وطن ته ورسیدل ، ورپسی بریتانیی او یو څو نور اروپایی هیوادنو ورته فرمانونه صادره کړل چی د مصر د سیاحت حیاتی سکتور په مری چاړه تیره کړه .

د سویس کانال او د نوی سویس کانال عایداتو کی د تیر کال پر تله ۹ سلنه کموالی راغلی .

د مصر په ملی مرکزی بانک کی د ډالرو ‌‌ذخیره د بدترین حالت سره مخ ده :

د اقتصاد د اصولو پر بنسټ په نورمال حالت کی باید یو دولت لږ تر لږه په خپل مرکزی بانک کی د بهرنی معمولو اسعارو څخه د ۶ میاشتو د اړتیاو پوره کولو ذخیره ولری ، که چیری دغه ذخیره د ۳ میاشتو د اړتیاو پوره کولو دپاره کافی وه نو ویلی شو چی هیواد د اقتصادی خطر سره مخ دی، مصر اوس په همدغه وضعیت کی قرار لری ، د رسمی شمیرو په اساس د مصر د ډالرو ‌ذخیری راپور په لاندی شکل سره خپور شوی :

د 2010 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ‌ذخیری کچه 36 ملیارده ډالره

د 2011 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ذخیری کچه 24 ملیارده ډالره

د 2012 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ذخیری کچه 15 ملیارده ډالره

د 2013 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ذخیری کچه 18.7 ملیارده ډالره

د 2014 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ذخیری کچه 16.8 ملیارده ډالره

د 2015 کال په سپتمبر میاشت کی د ډالرو ذخیری کچه 16.3 ملیارده ډالره

د اقتصادی ماهرانو په وینا دا ذخیره یواځی د ۳ میاشتو اړتیاو ته ځواب ورکولای شی او حکومت باید ددی وضعی د پاره د حل لاره پیدا کړی، پداسی شرایطو کی اکثرا حکومتونه بهرنی مرستو ته مخ اړوی ، سعودی عربستان ، امارات ، قطر ، ترکیا ، کویت هغه هیوادونه وه چی د مصر سره یی مالی مرستی کولی ، د محمد مرسی د لری کولو څخه وروسته د مصر اړیکی د قطر او ترکیی سره ترینګلی شوی ، خلیجی هیوادونه لکه سعودی عربستان ، امارات او کویت له یوی خوا د یمن په جنګ کی په مستقیم توګه دخیل شول او له بلی خوا د تیلو بیی ټیټوالی د دوی په مالی توان باندی منفی اغیز کړی ، نو د مصر سره د مالی مرستو کولو چانسونه تر حده کم کړی.

له بلی خوا د مصر په اقتصاد کی د غټ رول لوبونکی تاجرانو د ډالرو د کمی او د حکومت له خوا په دی لړ کی د ډالرو کنټرولو تدابیرو څخه پوره معلومات درلودل ، او ډیریو خپله سرمایه د مصر نه ویستلی ده ، چی د تاجرانو دا ګام د حکومت د هغو تدابیرو د فعالیت او موثریت هیلی مړی کوی چی پدی لړ کی نیسی.

پانګه د خطر سره مخ د ه

ډاکټره غاده بشر د مصر د اقتصادی چارو کارپوهه وایی چی په تیرو کلونو کی مصر نوی سلنه بهرنی پانګه له لاسه ورکړی ، اساسی لامل یی د پانګی اچونی قوانین او د حکومت بیروکراسی ده چی پانګی اچونکی یی متنفر کړی ، له بلی خوا ډاکټر ذکر الله ، د ازهر پوهنتون د تجارت پوهنځی استاذ وایی چی حکومت له ډیری مودی راهیسی د بودیجی د کسر سره مخ ده چی دغه کسر د یو تریلیون او 300 ملیارده جنیهو څخه اوړیدلی ، او ددغی ستونزی د حل دپاره حکومت محلی بانکونو ته د قرض اخستلو په موخه مراجعه کوی چی دغه ګام ددی لامل ګرځی چی د پانګ اچونکی او حکومت ترمنځ په قرض اخستلو کی یو رنګه سیالی رامنځته شی او همیشه پداسی شرایطو کی پانګ اچونکی میدان بایلی او د قرض څخه محرومیږی ، او پانګ اچونکی دی ته اړ کیږی چی د پانګی اچونی څخه ډډه وکړی ، او د اقتصادی او استراتیژی څیړنو مشر ډاکټر رشاد عبده پدی هکله وایی چی په سیمی کی د سعودی عربستان ، امارات ، کویټ ، بحرین ، عمان او داسی نورو هیوادنه شتون چی د پانګی اچونکو د پاره ښه سهولیات وړاندی کوی او د پانګی دپاره یی ښه فضا برابره کړی ، مصر ته به ډیره سخته وی چی له دوی سره سیالی وکړی او پانګی اچونکی جذب کړی .

د ۲۵ جنوری د پاڅون سکروټو تازه کولو ته پوکی :

روسی الوتکه او د سیاحت انتحار :

د تیر اکتوبر میاشتی په 31 نیټه چی د شنبی ورځ سره یی سمون خوړ ، د روسی د مسافرو الوتکه د مصر په شرم الشیخ سیمه کی راوغورځیده ، سمدلاسه په سینا ولایت کی د داعش ډلی بیانیه صادره شوه او د الوتکی د غورځولو مسولیت یی واخیست او دایی هم یاده کړه چی مونږ نه غواړه چی د الوتکی د غورځولو په څرنګتیا ډیر معلومات ورکړو ، که څه هم د مصر رسمی رسنیو د داعش ادعاګانی ردی کړی ، خو د بریتانیی او امریکا له خوا پدی تاکید وشو چی الوتکه د ترهګریز فعالیت لامله رانسکوره شوی ، او دایی هم وویل چی دوی د الوتکی د غورځیدو په اړه کرملین ته اړین معلومات ورکړی ، ورسره دغو هیوادونو شرم الشیخ ته خپل پروازونه ودرول ، او ورپسی د روسیی ولسمشر پوتین فرمان صادره کړ چی خپل ټول هیوادوال د مصر څخه وکاږی چی شمیر یی ۸۰ زرو ته رسیږی ، او د فرمان صادریدو وروسته ۲۵ زره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کی هیواد ته ورسیدل ، ددی ترڅنګه روسی د مصر د هوایی شرکت مصر للطیران باندی بندیز ولګاو چی له دی وروسته نشی کولای روسی ته پروازونه وکړی ، یو څو نور اروپایی هیوادونه هم ورته ګامونه واخیستل . د روسیی صدر اعظم دیمتری میدیدیف اعلان وکړ چی تر هغی به روسیا خپل الوتکو ته اجازه ورنکړی چی مصر ته پروازونه وکړی ترڅو چی د الوتکی د غورځیدو لاملونه څرګنده شوی نه وی ، چی دغه ګامونه د کارپوهانو په اند د سیاحت په مری د چاړه تیرولو مثال لری .

 بارانونو د مصریانو ژوند نور هم تریخ کړی :

د مصر په څو ولایتونو کی ، بالخصوص شمالی ولایتونه لکه اسکندریه ، بحیره او دمیاط کی بارانونو خلکو ته مرګ او ژوبله اړولی ، ددی نه علاوه سرکونه ، کوڅی ، لاری ډوبی شوی ، کورونه ونړیدل ، برقونه او اوبه له کورونو نه قطع شوی . سره له دی چی ولسمشر عبد الفتاح السیسی د دغو ستونزو حلولو دپاره یو میلیارده جنیه تخصیص کړی ، خو د کلیو د پراختیا وزارت د راپور په اساس پدغو شمالی ولایتونو کی ۲ لکه کورونو د نړیدو خطر سره مخ دی او بیړنی مرستو ته اړتیا لری چی دا یو ملیارده جنیه به د دوی د درد دارو نشی کولای.

د توکو لوړی بیی:

د تیر 2014 کال پر تله مصر کی د توکو د بیو د لوړوالی فیصدی د 50٪ نه تر 200٪ ښودل شوی ،او دده لوړوالی لامل د ډالرو په مقابل کی د جنیهو قیمت له لاسه ورکول دی ، چی د رسمی راپورونو په اساس د تیر کال د جون د میاشتی راهیسی جنیهو خپل 10 سلنه قیمت له لاسه ورکړی ، د مصری تولیداتو د خرڅ فیصدی ټیټه شوی او په مقابل کی مصریانو بهرنی وارد شوی ارزان بیه توکو ته مخ اړولی ده ، چی لامله یی ډیری مصری کارخانو یا خو تولیدات کم کړی او مخ پر زیان روان دی او یا هم کارخانی تړلی دی .

استاذ صلاح فهمی په ازهر پوهنتون کی د اقتصاد ښوونکی د ( العربی الجدید ) ورځپاڼی ته په خپلو څرګندونو کی ویلی چی د ډالرو بیه لوړیدل د مصری د هیوادوال په زیان تمامیږی ځکه چی په مصر کی د ډیری صناعتونو په تولیداتو کی په وارد شوی عناصرو اعتماد کیږی او د ډالرو د بیی لوړوالی په مستقیم توګی د توکو پر بیه اغیز کوی ، ددی ترڅنګه د حکومت له خوا د تیلو څخه په تدریجی توګی د ۵ کلونو په ترڅ کی د حکومتی کومکونو بندول یو د هغو لاملونو څخه دی چی د بیو په لوړوالی کی غټ رول لوبولی .

د مصر اقتصاد پوهان پدی تاکید کوی چی د مصری هیوادوال میاشتنی معاش د قیمتونو سره تناسب نلری او د بیو لوړوالی د ده د غاړی ساوخوا رسی نور هم ټینګه کړی ، چی تر ډیره به ونشی زغملی

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *