Categories

اعلان

Loading…

افغانستان؛ د هراړخېز– بنسټیز بدلون اړتیا

لېډينګ سټوري/ اداره

خیر دی که موږ د (بدلون) اونېزې د یو کلنې کلېزې په مناسبت هم په افغانستان کې د وجدان لړزوونکو پېښو خبرونه و تحلیلونه خپروو خو زموږ هوډ و تعهد دا دی چې د خپلې رڼا پالونکې و بدلون غوښتونکې مبارزې په نتېجه کې به له خپل ټول افغان ولس سره یو ځای د بریا و پرمختګ هغه برید ته رسېږو چې هلته به هر یو یوازې د افغان انسان په ستر و ویاړلي نوم ږغ کوي، هلته به د ټولو د وینې رنګ سور وي، هلته به د ژبې توپیر، د رنګ تغییر، د فرهنګ تصویر او د مذهب ځنځیر د افغان وګړو تر منځ د بېلتون اسباب نه بلکې د ملي- اجتماعي ژوندانه د رنګارنګیو او ښکلاګانو نښې وي.

کله چې تراجیدې د ژوندانه واقعیت وي نو له دې واقعیته پرده پورته کول په کار دي او د واقعیتونو مخونه بربنډول ضرورت دی ځکه باید ټول پوه شي چې باید زموږ پر ټولنیز ژوندانه مسلط ناانساني واقعیتونه ښایي په یوه سلا له بېخ و بنیاده بدل شي او که واقعیتونه څرګند نه شي نو بیا بدلون هم خپله معنا بایلي.

پر همدې اساس موږ د بدلون اونېزې د دې کالګڼې د خپراوي په ترڅ کې یو څو وروستې تکان ورکوونکي

حوادث د نمونې لپاره خپلو خلکو ته بیا ور په یادوو او هڅه کوو چې پر دې اړتیا یوې اجماع ته سره ورسېږو چې په افغانستان کې باید هراړخیز- بنسټیز بدلون ته په ګډه سره عاقلانه زمینه برابره کړو او که داسې و نه کړو نو خدای مکړه انسانیت به مو په وجود شرمېږي.

۱- ۲۷- کلنه فرخنده د ۱۳۹۳ کال په وروستۍ شپه په هغسې فجیع شکل د کابل په شاه دوشمشېره کې ووژل شوه چې ښايي د بشر تاریخ یې لږې نمونې وښودلای شي.

۲- د عقرب پر ۱۱- مه په غور ولایت کې د طالبانو له خوا د یوې صحرایي محاکمې په پایله کې ۱۹- کلنه رخشانه د زنا په ناروا تور سنګسار شوه، داسې چې د اسلام تاریخ یې لا تر اوسه بله دا ډول پېښه په خپله سینه کې نه وه ثبت کړې.

۳- د عقرب پر ۱۶- مه د شنبې په شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ترهګرو د جنایاتو په تاریخ کې یوه بېساري وحشیانه ابتکار ته لاس واچاوه او د اوو تنو بېګناه ملکي مسافرو هزاره افغانانو ( درو ښځو او څلورو نارینه وو) سرونه یې پرې کړل.

تر دې مخکې هم ترهګرو د ۱۳۹۳ کال د حوت پر ۴- مه د کابل- کندهار پر لار ۳۱- تنه هزاره افغان مسافر تښتولي چې ۱۹- یې د خپلو تروریستو بندیانو په مقابل کې تبادله او د ۱۲- یې لا تر اوسه درک ورک دی.

۴- د عقرب په دوهمه لسیزه کې په ننګرهار پوهنتون کې ظاهراً د لیلیې د مشکلاتو په نوم د مظاهرو یوه څپه را ولاړه شوه او غمېزه خو دا ده چې د داعش، طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه یې ورسره لېږدول او د حکومت و نظام ضد شعارونه یې ور کول.

عیني شاهدان وايي چې د ننګرهار پوهنتون د مخکني علمي معاون دل آقا وقار په مشرۍ د دغه پوهنتون پنځه تنه حزبیان استادان محصلین تشدد ته هڅوي، د ترهګرو بېرغونه په لاس ور کوي او بیا یې د نظام پر ضد سړکو ته را باسي.

سید محمود دعوت، منګل شېرزاد، احمد ګل وثیق، سید احمد فاطمي، مولوي شریف رحماني او د کتابتون کارکوونکی غفوري د ځايي بدمعاشانو سلاکاران دي او د هغوی په زور پوهنتون د نابودۍ کندې ته ټېله کوي.

دا ډول افراطي تحرکات د کابل په شمول په اکثرو دولتي پوهنتونو کې په شدت سره محسوس دي مګر په ننګرهار پوهنتون کې اوج ته رسېدلي دي.

۵- د میزان پر ۶- مه د کندوز تر سقوط وروسته اوس د افغانستان د وسلوالو مخالفینو تهدید په هلمند کې د لښکرګا تر ښارګه را غځېدلی دی.

دا یوازې یو څو بارزې بېلګې وې، که نه نو د افغانستان هره نقطه هره لحظه د ورته بحرانو ښکار ده او دا هر څه ټولو افغانانو، په تېره بیا وطندوستو او ژمنو هغو ته، دا پیام ور کوي چې را ولاړ شئ! لاس په کار شئ! خپل وطن، خپل ملت، خپل ولس او خپل ارزښتونه خپله وساتئ! په یوه سیاسي- شعوري سیسټم کې سره را منسجم شئ! او په افغانستان کې د هراړخېز- بنسټیز بدلون لپاره د تاریخي- منطقې مبارزې نوی فصل خپله پیل کړئ!

بدلون اونېزې دغه ستر ملي ارمان ته د رسېدو په لار کې یو کال بشپړ او د دوهم پر درشل ګام ږدي، ورسره ملګري شئ! دا زموږ و ستاسو ټولو د عزت فکري ادرس دی.

نېکمرغه دي وي دا پای او دا پیل!

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۲۰/ ۱۳۹۴

214 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2