ارګ: که پاکستان وغواړي د افغانستان ښه دوست کېدای شي

تاند- ارګ وايي، که پاکستان وغواړي کېدای شي د سولې په بهیر کې د افغانستان ښه ملګری شي.
د ولسمشر غني مرستیال ویاند ظفرهاشمي پرون/شنبه/ خبریالانو ته وویل، پاکستان یوازې هغه وخت د افغانستان ښه دوست ګڼل کېدای شي چې په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې په افغانستان کې جګړه کوي.
د ولسمشر ویندوی تاکید وکاوه، که پاکستان غواړي چې د افغانستان په وړاندې ښه نیت څرګند کړي، پکار ده چې د صدراعظم محمد نوازشریف شعار عملي کړي چې کابل ته د سفر په مهال یې ویلي و :«د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.»
تېره اوونۍ د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مشاهد حسین وویل چې افغان طالبان د پاکستان دښمنان نه دي.
ده همداراز وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره ډېرې هڅې کړې وې خو د هند صدراعظم مودي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلو کوچنیو ګټو په خاطر سبوتاژ کړې.
د ولسمشر غني ویندوی ښاغلي هاشمي وویل:«له وسله والو مخالفانو سره سوله بنیادي اړتیا ده خو باید لومړی له پاکستان سره سوله وشي.»
پاکستان په وروستیو کې څو ځلي وویل چې که د افغانستان حکومت وغواړي نو حاضر دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو تابیا وکړي.
خو داسي ښکاري چې د افغانستان حکومت نور د پاکستان پر ژمنو او څرګندونو باور نه کوي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین او امریکا استازو هم د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.
که څه هم د چارو کتونکي باور نه لري چې د هوا تر سړېدو او د ژمي تر راتلو مخکې دې د سولې خبرې پیل شي خو وروستیو دیپلوماتیکو هڅو یوځل بیا هیلې غوړېدلي چې د سولې خبرې به پیل شي.
110 total views, 1 views today
4 comments
دپاکستان دغه اصرار چی غواړی طالبا ن دمذاکری میزته کینوی پدی کار کی هم چل دی هغه داچی پاکستان په دغه کار سره غواړی چی ملااخترمحمد منصورته د ملارسول په مقابل کی سیاسی اعتبار او ارزښت ورکړی
که د پاکستان پرځای مخامخ له طالبانو سره خبرو او مذاکرو ته زمینه برابره شی د افغانستان د خلکو او دولت په ګټه ده ، ځکه هلته به د پاکستان ناولی او شوم اهداف له خاورو سره خاوری شی. کوم امتیاز چی پاکستان ته ورکوی په هغه مورد کی د افغانستان د ګټو د تامین په صورت کی له طالبانو سره خبری پری وکړی.
له پاکستان سره خبری کول د وخت ضایع کول دی دوی به پسرلی ته بیا طالبان او نور تالی څټی تربیه او مست کړی او د هیواد ورانی او بربادی ته به یی را ولیږی.
دې هندو نسله دوښمن سره په هیڅ صورت ملګرتیا نشي کیدی
اکثریت یی د پاکستان ملایانو هم منافقین دي
دې خدای خاطر دې افغانستان حکومت ته وي چې نور اعتبار پر ونه کړي