په سلواکیا کې د اوکراینۍ څرخکې د لوېدو په پېښه کې ۷ افغانان وژل شوي

تاند- د سلواکیا یوه ملکي هیلي کوپتر د چهارشنبې په ورځ د سلواکیا هوايي حریم ته له داخلېدو وروسته وغورځېده چې په نتیجه کې یې د ۷ افغانانو په شمول ۸ تنه ووژل شول.
رویټرز خبري اژانس نن /شنبه/ ناوخته د سلواکیا له پلازمېنې براتسلاوا څخه په راپور کې وویل چې په دې څرخکه کې ۸ تنه سپاره ول چې اووه تنه یې افغانان او اتم اوکرایني پېلوټ و.
د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په وژل شویو افغانانو کې ۵ نارینه او دوې ښځې دي.
سلواکي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په شپه د دغه هیواد په هوايي حریم کې د یوې ناپېژندل شوې څرخکې څرک ولګېد.
اوکرایني چارواکو نه ده تایید کړې چې الوتکه د دغه هیواد له پولې اوښتې ده.
د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت ویندوی ایوان نیتیک وویل، مامورینو د هیلي کوپتر د لوېدو په سیمه کې لټون په هماغه لومړیو کې پیل کړ خو د لړې د زیاتوالي له کبله هیلي کوپتر د جمعې په ورځ وموندل شوه.
ده همداراز وویل:«ایم آی -۲ هیلي کوپتر، چې د اوکراین نښان پرې لګېدلی، په داسي حال کې ټیټ الوت کاوه چې هوا خرابه وه، لکه چې د دې لپاره یې ټیټ پرواز کاوه چې کشف نه شي.»
د پېښې په ځای کې له اسنادو چې په افغاني ژبو لیکل شوي، ښکاري چې قربانیان افغانان دي.
د سلواکیا چارواکي وايي چې له اوکرایني چارواکو سره تماس نیسي چې د دې قضیې په اړه ګډ تحقیقات وکړي.
دوی شک لري چې دا مسله به له انساني قاچاق سره تړاو لري.
145 total views, 2 views today
4 comments
چې له آسمانه تندر راولوېږي نو حتمي ده چې ير افغانانو به رالوېږي. .
هو د ځمکې پرمخ خو نور څوک د تندر لپاره نشته؟؟؟
چی الله ردسره مل نه وی رحمانه!««»»که لښکری درسره وی یک تنها یی!! او بله داچی الله داسی فرمایی: واذا جاُ اجلهم لا یستاُخرون ولا یستقدمون.ط .ژباړه :کله چی د الله (ج)د کوم په اجل باندی رضا ورکړی نو یوه لحظه هم وړاندی او وروسته نه کیږی.
په افغانانو دی الله ج ورحمیگی د کوم ملک چی چرگه ورکه شی نو هغه ملک یی پوختنه کوی چی سنگه ورکه شوه چیرته ورکه او ولی ورکه شوه لیکن زمونگه عین او غین د انسانانو پوختنه نشی کولی