Categories

اعلان

Loading…

همت بنسټ د ډيورنډ د کرښې په اړه غونډه وکړه

راپور: حبيب الرحمن تاثير –

همت بنسټ د نوامبر د مياشتې په دوولسمه (١٢) نېټه د ډيورنډ د منحوسې، نامنل شوې او تپل شوې کرښې د جالي او تش په نامه لوظنامې او د هغې په قانوني او حقوقي ارزښت يوه علمي غونډه وکړه، چې په کې ويناوالو وښوودله چې دغه کرښه د افغان وطن له وېشل کېدو او ټوټې ټوټې کېدو څخه پرته بله هيڅ قانوني او حقوقي بڼه نه لري.

په دغه غونډه کې په غزني کې د کليوال ملګري ټولنې د غړو، ژورناليسټانو او مدني فعالانو ترڅنګ له کابل څخه عبدالله هيواد او عبدالمالک مالک، له هرات څخه مرويس ملګري، له پکتيکا څخه انعام الله ګوهر، له امريکا څخه ډاکټر محمد طاهر، له هندوستان څخه خالق رشيد، له اسټراليا څخه سيار دهسبزي، مليار دهسبزى، زاهد سباوون، فريدون جان افغان، د (پښتون اسوسي اېشن صدر) ننګيال پښتون، قانونپوه مسيح ذکي، د افغان چارو کارپوه ذين الله کامه وال، عدنان عدنان، پروېز ذاکري، ډاکټر رحمن شينواري، ليلا اوريده او د افغانستان د چارو کاروپوه شاهد علي شاهد او ځينو نورو درنو ګډونکوونکيو د سيکايپ له لارې ګډون کړى وو.

ياده غونډه چې د ډيورنډ د کرښې د يوسل دوه ويشتم (١٢٢) کال د پوره کېدو په مناسب جوړه شوې وه، ويناوالو وويل: په اوسني بحراني وخت کې ډېرى افغانان دې ته لېوال دي چې دغه کرښه له منځ ولاړه سي، خو ځينې تش په نامه او د پرديو ګټو ته ژمن، له افغانيت څخه وتلي او يا هم د پرديو استخباراتو له پاره کار کوونکي کسان لا هم په دې ټينګار کوي چې دا کرښه دي په رسميت ومنل شي، خو داسې کسان د ګوتو په شمېر دي.

که څه هم پاکستان د ډيورنډ کرښه يوه منل شوې او قانوني کرښه ګڼي، خو وينا کوونکيو په خپلو ويناوو کې د پولې دواړو لوريو ته په مېشتو پښتنو افغانانو غږ وکړ چې دا کرښه يوه بې ارزښته کرښه ده او نور نو بايد ټول قام د يوواالي و لورته راوګرځي، هغوى زياته کړه، چې ترڅو پورې همدغه تش په نامه کرښه وجود لري تر هغې پورې به همدا ډول افغانان په ځانګړې توګه پښتانه وژل کېږي.

که څه هم په اوسني وخت کې پښتانه له يوې سالمې او مضبوطې رهبرۍ څخه بې برخې دي، خو د غونډې ګډونکيو د کرښې دواړو لوريو ته په پښتنو سياسي، مذهبي او ملتپالو ګوندونو او د هغوى په مشرانو غږ وکړ چې د خپلې موخې او سياست ترڅنګ دي د يووالي سياست ته هم پوره پاملرنه وکړي،

ويناوالو زياته کړه دا چې افغانان له هر ډول خپلواکې او ملتپالې رسنۍ څخه بې برخې دي، نو ټينګار يې وکړ چي: د کرښې دواړو لوريو ته پراته قامونه او ټولو افغانان دي د سولې، امن، او ښه راتلونکي په موخه د ملي يووالي پر لور قدم پورته کړي او يو بل ته دي فکر ورکړي چې افغانان د اتفاق و لورته راوګرځي او هغه ځوانان چې ټولنيزې رسنۍ کاروي په دغه برخه کې دي تبلغاتو ته پام واړوي تر څو خلګ پوهه ترلاسه کړي.

735 total views, 5 views today

2 comments

  1. zaringul Reply

    همت بنست والو شه کار کړی دی ، خو یوې خبرې ېیې خوند رانه کړ چی دیوه زبردست استاد له نامه سره یې د استاد کلمه نه وه لیکلي ، استاد عبدالخالق رشید ، دا دهغه د پوهې حق دی ، ګرچه هغه په دي کیسو کې نه دی ، خو یی موژ لپاره شه نده ده . وسلام .
    رزین ګل له یوپی اندیا چه

  2. حبیب الرحمن تاثیر Reply

    سلامونه زرین ګل جانانه! دا پر څای خبره ده چې استاد ته مو د استاد توری نه دی کارولای. مننه یاره.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸