Categories

اعلان

Loading…

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ۶۵ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

تاند- راپورونه وايي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ افغان سرتېري د دولت وسله والو مخالفانو ته تسلیم شوي دي.

د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي چې ۶۵ امنیتي ځواکونه د دولت وسله والو مخالفاو ته تسلیم شوي دي.

د ولایتي شورا ريیس حاجي محمد اتل وویل چې د دغو عسکرو له تسلیمېدو وروسته طالبانو د سنګین ولسوالۍ یو شمېر برخې نیولي او اوس د ولسوالۍ د مرکز د نیولو په لټه کې دي.

سنګین ولسوالي په تېرو کلونو کې د بریتانیايي او امریکايي پوځیانو لپاره یوه خورا وژونکې ولسوالي وه خو افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته یې وساتي.

د هلمند په ولایتي شورا کې د سنګین استازي حاجي ښادي خان وویل چې د پنجشنبې په شپه ۶۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شول او طالبانو ورته د هرکلي په توګه دوه پسونه حلال کړل.

د هلمند والي د عسکرو د تسلیمېدو د تایید په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ یې پر نه همږغۍ نیوکه کړې ده.

له تېرو درو اوونیو راهیسي د هلمند په سنګین، مارجه او نادعلي ولسوالیو کې درنې جګړې روانې دي. په دغو جګړو کې لږترلږه ۸۸ افغان سرتېري وژل شوي دي.

62 total views, 2 views today

1 comment

  1. سلیمان Reply

    چې د اړتیا په وخت د سرتیرو سره د مهماتو او لوازمو همکاري ونشي نو هغوی بله لار نلري يا به تسلیمیږي او یا به د سر نه تیریږي، خو ژوند خوږ دی. که همدا حال وي نو دا ورځ لرې نده چې ولس مشر او ولس کشر به یواځې پاتې وي او د مظاهرې د ورځې په شان به په ارګ کې د کوټې یو کونج او بل کونج ته منډې وهي چې اوس څه وکړو. اولس مشر ته چې څوک د امنیت او نورو ستونځو د حل لپاره ورشي نو هغه ورته وایي چې دیرش کاله وروسته به زمونږ اقتصاد داسې پياوړې وي، اورګاډي به وي طیارې به وي او د خلکو ژوند به ډير ښه وي. زما اوس امنیت پکار دی ډوډۍ نلرم دیرش کاله وروسته زه څه په بلا وهم. که همدا حال وي خلک د درې کالو امید نلري ښه داده چې په حیا کې دواړه استعفا ورکړي او هیواد یواصلي غمخور ته وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *