Categories

اعلان

Loading…

داعش د فرانسې د حملو مسوولیت په غاړه واخیست

تاند- داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې اعلان وکړ چې د فرانسې د تېرې شپې حملې د دوی کسانو کړي دي.

د وروستیو راپورونو پر اساس په دې حملو کې ۱۲۷ تنه وژل شوي دي.

داعش په یوه خبرپاڼه کې، چې په انترنیټ کې یې نن خپور کړی، ویلي چې د دوی ۸ ملګرو د انتحاري حملو واسکټونه اغوستي وو او د ماشنګڼو په وسیله یې حملې وکړې.داعش همداراز وايي چې دا بریدونه د اسلام پیغمبر ته د بې احترامۍ او د اسلامي دولت پر قلمرو د حملو په ځواب کې شوي دي.

داعش دا اعلان له دې لږ وروسته وکړ چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په یوه تلویزیوني وینا کې د اضطراري حالت د اعلانولو ترڅنګ وویل چې دا بریدونه د اسلامي دولت سختدریځو کړي دي.

اولاند درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ او د تېرې شپې حملې یې د فرانسې پر ضد د جګړې اعلان وباله.

«اضطراري حالت اعلانوم، یعني ځیني سیمې به وتړل شي او ښايي پرتګ راتګ هم بندیز ولګول شي.»

راپورونه وايي چې د پاریس د تېرې شپې په حملو کې نژدې ۲۰۰ تنه ژوبل شوي چې د هغو په منځ کې د ۸۰ تنو حال نازک دی.

پولیس وايي په دې حمله کې ۸ تنه شامل تروریستان وژل شوي دي.

دوی تېره شپه د پاریس پر یوه رستوران، د کنسرت پر یوه سالون یا هال او د فوټبال پر یوه لوبغالي بریدونه وکړل.

شاهدان وايي چې حمله کوونکو پر خلکو د برید په مهال د الله اکبر نارې وهلې.

د نړۍ مشرانو دا بریدونه په کلکه غندلي.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان وویل:

«د فرانسې له ولسمشر او ملت سره د ترکیې د حکومت او ملت له لوري خواخوږي څرګندوم، هیله ده چې ټپیان ژر تر ژره جوړ شي.»

د چین ولسمشر هم دا بریدونه وغندل، د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل په یوه وینا کې وویل:

«په ذهن کې مې هغه څه باندې ۱۲۰ تنه دي چې د ژوند کولو حق ورڅخه واخیستل شو. مطمین اوسئ چې جرمني ستاسو غم او خپګان احساسوي.»

د فرانسې حکومت په پاریس او شاوخوا کې یې د پنجشنبې تر ورځې پوري هر ډول غونډه منع کړې ده.

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. babrak Reply

    هله به خبر شی چی تارو جبی له ورشی !
    دا ټوله ګناه د غربیانو په غاړه ده له ملنګجان بابا چی وایی
    (تاپه خپله مار ساتلی یار ګرم نه دی)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *