Categories

اعلان

Loading…

د پاریس په تروریستي حملو کې لږترلږه ۱۲۰ تنه وژل شوي

تاند- د فرانسې پولیس وايي چې په پاریس کې د وسله والو ترهګرو د تېرې شپې په حملو کې ۱۲۰ تنه وژل شوي دي.

دا حملې د افغانستان په شمول د نړۍ د اکثرو هیوادونو مشرانو په کلکه غندلي دي.

له حملو وروسته د فرانسې ولسمشر په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.

د فرانسې پولیس وایي چې ډېر کسان د پاریس د کنسرت په یوه هال یا سالون کې او په یوه رستوران کې وژل شوي دي. همداراز د فوټبال یوه لوبغالي ته څېرمه ځانمرګي بریدونه شوي دي.

دا پرله پسې ترورستي بریدونه د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو سخت بلل شوي.

فرانسوي چارواکو له خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، ځکه چې ښایي وسله وال نور بریدونه وکړي، د پاریس ټول اورګاډي دریدلي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په تلویزیوني وینا کې وویل، دا ډول بریدونه مخکې نه دي شوي او عملیات لاهم روان دي.

په پاریس کې شاوخوا یو نیم زر پوځیان هم ځای پر ځای شوې دي. ولسمشر اولاند نن د نړۍ د شلو صنعتي هیوادو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکې سفر لغوه کړ.

په پاریس کې د ډله ییزو حملو لومړني راپورونه د ښار په منځ کې په یوه رستوران کې د بریدو په اړه ول چې ۱۱ تنه پکې ووژل شول.

په ورته وخت کې یو شمیر وسله والو د پاریس پر باتا کلان کنسرت هال باندې حمله وکړه، هلته د امریکايي هنرمنانو د راک موسیقي کنسرت روان و. ویل کیږي چې تر ټولو ډير تلفات په دې حال کې اوښتي دي او نژدې سل تنه پکې وژل شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې دوه یا درې وسله وال د کنسرت پر مهال هال ته راننوتل او له یوه سره یې پر خلکو ډزې پیل کړې.

په دې هال کې وسله والو په لسګونو کسان برمته کړل، بیا فرانسوي ځواکونو برید پرې وکړ او یو شمیر راپورونه وایي چې وسله والو دا برمته یو په یو ووژل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د پاریس د تیرې شپې حملې په کلکو ټکو غندلي او د دردونکي جنایت نوم یې ورکړی دی.

ولسمشر غني په یوه لیک کې خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند ته هم د ډاډ ګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان غبرګون

په لیک کې دغه راز راغلي چې د افغانستان خلک له کلونوـ کلونو راهیسې د تروریزم قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد ډیر ښه احساسوي.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې اشرف غني ترهګري د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ بللی او یو ځل بیا یې د دغې پدیدې پر وړاندې په ګډې او جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

17 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *