Categories

اعلان

Loading…

له امله / اجمل ښکلى

(له امله) د علت لپاره کارېږي؛ خو د افغانستان په رسنيو کې دال، ظرف او سبب ته هم کارېږي او خبريالان يې توپير ته فکر نه کوي:

په کونړ کې د غر د ښويېدو له امله درې کسه مړه دي.

د هرات په شينډنډ کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسه مړه او درې ژوبل دي.

په باميان کې د چاودنې له امله شل کسه مړه او دوه دېرش ژوبل دي.

په بدخشان کې د زلزلې له امله پنځه کوره ښويېدلي.

دا خو علت نه دى، ظرف دى.

علت چې په جمله کې د مفهوم له مخې دويم مهم جز وي، په پښتو کې يې د (له…ه/نه/څخه) په سربل او اوستربل ښيي، لکه:

تره مې له نري رنځه ومړ.

زوى مې له نېستۍ نه پوهنتون ونه ويلى شو.

په دې بېلګو کې (نرى رنځ) او (نېستي) علتونه دي، ځکه چې د له…ه/نه/څخه) نه معلومېږي.

خو چې پر علت ټينګار وي، بيا ورته سربلي ترکيب(له لاسه) کارېږي:

ستا له لاسه رانه موټر لاړ.

د ټوخي له لاسه مې خوب نشته.

د ( له لاسه) او (له…ه/نه/څخه) دا توپير هم دى چې که علت انسان وي، (له لاسه) ورته راځي او که بل شى وي يا ساکښ نه وي، (له…ه/نه/څخه).

خو (له لاسه) مړو علتونو ته هم ښه دى، ځکه چې علت ورسره محسوساتو ته راځي، لوستونکي يې په اسانه درک کوي او د علت ارزښت هم ورسره زياتېږي.

دا نه وايم، چې په پښتو کې د (له امله) ځاى نشته. ژبه چې د علم ډګر ته راځي، اړتياوې يې زياتېږي او پراخېږي، خو دا ده چې ځاى يې وپېژنو، د علت، ظرف او دال توپير وکړو او د (له…ه/نه/څخه) پرځاى يې ونه ليکو، چې ژبه مصنوعي کوي.

(له امله) چې بېځايه راشي، د لوستونکي پام د جملي له موخنو اجزاوو اړوي. پاسنۍ جملې، بيا ليکو:

د هرات په شينډنډ کې د دوو بسونو د ټکر له امله دوه کسه مړه او درې ژوبل دي.

په باميان کې د چاودنې له امله شل کسه مړه او دوه دېرش ژوبل دي.

په بدخشان کې د زلزلې له امله پنځه کوره ښويېدلي.

په دې جملو کې دا معلومېږي، چې څه شوي دي، خو د ژوبلو او مړو- چې تر پېښې(ټکر، چاودنې، زلزلې) او (له امله) وروسته راغلي او د خبر دويم مهم جز دى- احوال ګونګ دى. د خبر د تعريف او د ژورناليزم د موخې(تبليغ) پر بنسټ دا جمله نيمګړې ده، ځکه چې د اورېدونکي/لوستونکي ذهن د جملې دويم جز سم نه دى اخيستى.

د دې ستونزې د حل دوه لارې دي:

  1. يو دا چې دواړه خپلواکې جملې شي، چې ارزښت يې برابر شي، خو په دويمه جمله کې ظرفي ضمير(پکې) راځي، ځکه چې پښتانه په داسې مواردو کې علت نه، ظرف کاروي داسې:

د هرات په شينډنډ کې دوو بسونو ټکر کړى، دوه کسه پکې مړه او درې ژوبل دي.

په باميان کې چاودنه شوې، شل پکې مړه او دوه دېرش پکې ژوبل دي.

ځينې خبريالان په داسې ځاى کې (په ترڅ کې) وايي، چې سم نه دى، ځکه چې دا د پېښې فرعه نه اصل دى. (په ترڅ کې) هله ښه دى، چې د اصلي کار په خوا کې کوم ضمني کار ترسره شوى وي:

ولسي جرګې د لوړو زده کړو د قانون په ترڅ کې د لوړو زده کړو د وزارت پر بوديجه خبرې وکړې.

افغانستان او ترکيې د امنيتي مسايلو په ترڅ کې د اقتصادي اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ.

په لومړۍ بېلګه کې اصل پېښه پر قانون بحث دى، خو په ضمن کې يې د لوړو زده کړو د وزارت پر بوديجه هم خبرې کړې دي. په دويمه بېلګه کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ غونډه اصلا پر امنيتي مسايلو بحث و، خو ضمنا د اقتصادي اړيکو پر ټينګښت هم غږېدلي دي.

  1. دويم دا چې په يوه جمله کې راټول شي او په(له…ه/نه/څخه) يا (په…کې) وښوول شي، ځکه چې پېښه په پښتو کې علت نه، ظرف دى:

د هرات په شينډنډ کې د دوو بسونو په ټکر کې دوه کسه مړه او درې ژوبل شول.

په باميان کې په چاودنه کې شل کسه مړه او دوه دېرش ژوبل شول.

په غزني کې له وچکالۍ نه فصلونه سوي.

په کابل کې له [1]يخنۍ نه پنځه ماشومان او درې مېرمنې مړې دي.

خو د (په بدخشان کې د زلزلې له امله پنځه کوره ښويېدلي) چاره بيا داسې نه کېږي، ځکه چې زلزله د هغه دوو نورو بېلګو غوندې علت يا ظرف نه، پخپله فاعل دى، نو که دوه جملې شي، په دواړو جملو کې فاعل کېږي:

په بدخشان کې زلزله شوې، پنځه کوره يې ښويولي.

او که ساده جمله شي، هم فاعل وي:

په بدخشان کې زلزلې پنځه کوره ښويولي.

په لومړۍ بېلګه کې(په بدخشان کې زلزله شوې، پنځه کوره يې ښويولي) د زلزلې کېدل او خرابۍ دواړه يوشان ارزښت لري، خو په ورپسې بېلګه کې يې خرابۍ بيا مهمې دي.

[1] – ځينې رسنۍ (سخته يخني) ليکي، خو دلته له (يخنۍ) سره د (سختې) د صفت کارونه هيڅ ضرور نه ده، ځکه چې که سخته نه واى، پنځه ماشومان او درې مېرمنې يې نه وژلې.

——————————

د لیکوال نورې لیکنې

428 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸