Categories

اعلان

Loading…

نن په تاريخ کې/د نومبر ۱۳مه/ نوراحمدعايل

  • ۱۹۱۳ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه د هند نامتو ليکوال او شاعر رابندرا نات ټاګور ته په ادبياتو کې د نوبل جايزه ورکړل شوه. ټاګور هندوستان نامتو او وتلى ليکوال، شاعر انځورګر او موسيقي پوه و. نوموړی د يوه هندي روحاني زوى او د ۱۸۶۱ زېږدي کال د مې مياشتې په شپږمه نېټه د هند د کلکتې په ښار کې وزېږيد. نېکونه يې د هند له نامتو او غټو خلکو څخه و په ۱۷ کلنۍ کې انګلستان ته ولاړ او په همدې وخت کې يې په شعر ويلو پيل وکړ او شايد ډېر کم داسې خلک وي، چې د ټاګور په شان په موسيقي، انځورګري او ليکوالي کې بلامهارت ولري او د خپل وخت له خلکو سره له نژدې اشنا او ښې اړيکې ولري. ټاګور بېلابيلو هېوادونو لکه انګلستان، شوروي، جاپان، امريکا، ايران، سويلي امريکا، چين او کاناډا ته سفرونه کړي. په ۱۹۰۱ زېږدي کال کې يې په (شانټينيکټان)کې ښوونځى پرانيست، چې وروسته په نړيوال زده کړيز مرکز بدل شو. په ۱۹۱۲ زېږدي کال کې د دويم ځل لپاره انګلستان ته لاړ او شعرونه يې په انګليسي ژبه وژباړل شول. ټاګور له يوې داسې کورنۍ څخه و، چې زياتره غړي يې د هند نامتو او وتلي کسان و. ټاګور په ۱۸۸۴ زېږدي کال کې واده وکړ خو ۱۷کاله وروسته له ناوړه پېښو سره مخ شو ښځه، لور او زوى درې واړه يو پر بل پسې مړه شول. په ۶۸ کلنۍ کې يې د نقاشي زده کړې ته مخه کړه، چې دده په لاس انځور شوې تابلوګانې په مسکو، برلين، بېرهنګم، پاريس، مونيخ، او نيويارک کې د نندارې لپاره کېښودل شوې. هغه يو ښه کمپوزر هم و. درې زره (۳۰۰۰) سندرې يې ليکلې دي او د هغو لپاره يې کمپوز جوړ کړى دى. په ۱۹۱۳ زېږدي کال کې يې د نوبل ادبي جايزه وګټله. د ټاګور له اثارو څخه : د مين ډالۍ، يو ملګري ته ليکونه، د بشر مذهب، وږې تيږې، د لمر سندرې، باغوان، دوه خوېندې، ګيتانجلي ، قرباني، خلاصې شوې غوټۍ، هېواد او نړۍ، زما خاطرې، فراري، ځوانه مياشت، د اخلاقو پيوند،  دي.  دپښتنو په اړه يې ترټولو ډېره خوندوره لنډه کيسه(کابلی والا)ده  چې بیا وروسته فلم هم ورباندې جوړ شوی او علامه رشاد بابا پښتو ته ژباړلې  ده.  ټاګور د ۶۰ په شاوخوا کې د شعر او نثر کتابونه ليکلي او په ۱۹۴۱ زېږدي کال يې په کلکته کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. دى وايي له ورکې مينې سره ژوند کول، تر بې مينې ژوند ښه دى.
  • ۱۹۴۶ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه د امريکا په ماساچوسټ ايالت کې په لومړي ځل له قدرتي بادونو څخه د مصنوعي واورې اورېدنې ازموينه وشوه، دا ازموينه محض بريالۍ شوه ،ځکه چې د ځمکې په لوري راتوېدونکې مصنوعي واوره ځمکې ته له را رسېدو مخکې په هوا کې ويلې کېده.
  • ۱۹۷۰ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه د سوريې د دفاع وزير حافظ الاسد په يوه پوځي انقلاب کې د هېواد واک تر ګوتو کړ، چې يو کال وروسته په ۱۹۷۱ زېږدي کال کې ولسمشر وټاکل شو.
  • ۱۹۸۵ زېږدي کال د نومبرپه ديارلسمه نېټه د لاتينې امريکا په کولمبيا هېواد کې اور غورځونکي غره کې د اتشفشان له امله چاودنه رامنځ ته شوه، چې له غره څخه رابهېدونکې لاوا سم سېلاب جوړ کړی و؛ چې له امله يې۲۶ زره کسان ووژل شول او د ارمينو په نامه کلی په بشپړ ډول په لاوا کې ډوب شو.
  • ۱۸۰۵ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېته فرانسوي امپراتور ناپليون د اتريش پلازمېنه ويانا تسليم کړه.
  • ۱۸۵۰ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه مشهور سکاټلندی ليکوال رابرټ لويي سټيونسن زېږېدلی دی، دا تر دې حتی ښه ليکوال و،چې په انګريزي ژبه کې دده نوم د يوه متل په توګه راځي، د نړۍ په پينځه ويشت هغو ليکوالو کې راځي چې اثاريې ډېرو ژبو ته ژباړل شوي دي.   دسټيونسن مشهور اثار: ډاکټرجېک يل او ښاغلی هايډ ،تښتول شوی زوی،کاټروينا، له خزانې ډک ټاپو،د هرميسټن ډېوال، د شپې سات تېری په ټاپو کې،په خره سفر او داسې نور دي. بالاخره دا ليکوال د ۱۹۸۴ زېږدي کال د دسمبر په ۴ مه مړشو.
  • ۱۹۰۳ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه نامتو فرانسوی انځورګرکاميل پيساروچې پوره نوم يې (جېکب ابراهم کاميل پيسارو) و ومړ؛ نوموړی امپرسيونيسټ او پوسټ امپرسيونيسټ انځورګر و.
  • ۱۹۰۴ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه مشهور روسی ليکوال سلاوچفسکي مړ شو.
  • ۱۹۸۲ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه د ناسا له لوري فضا ته د(وايکېنګ۱) په نوم توغول شوې سپوږمکۍچې له ځمکې کنټرول کېده د ځمکې له لوري د ناسم حکم پراساس يې له ناسا سره اړيکه پرې شوه. دې سپوږمکۍد۱۹۷۵ زېږدي کال د اګست په ۲۰مه له ځمکې څخه حرکت پيل کړی و.
  • ۱۴۶۰ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه پرتګالی شهزاده هېنري د ۶۶ کلنۍ په عمر مړ شو.هېنري چې په (دريانورد هېنري)( Henry Navigator The) مشهور و، د سمندري لارو په پيدا کولو کې ډېرمخته و. د اروپايانو له لوري د نورو هېوادو د ځمکو په نيولو کې يې ستر رول درلود. په ۱۳۹۴ زېږدي کال کې زېږېدلی دی.د هېنري د هڅو نيتجه وه ،چې هند ته يې سمندري لار پيدا کړه چې ټولو اروپايي هېوادونو چې په سر کې يې اسپانيا وه ، دده لاره تعقيب کړه،او د لرې پرتو هېوادونو په نيولو يې پيل وکړ، او د همدې هېوادونو په شتمني اسودګي او هوسانې ته ورسېدل.
  • ۱۹۴۰ زېږدي کال د نومبر ديارلسمه د ويليس(Willys) د موټر جوړولو امريکايي کمپنۍ په نړۍ کې لومړنی جيپ چې ورسته يې خورا ډېر شهرت وګاټه نندارې ته وړاندې کړ. دې کمپنۍ له ۱۹۴۱ زېږدي کال څخه وروسته په پريمانه کچه د جيپ توليدات پيل شول او تر ۱۹۴۵ پورې د امريکا د پوځ په لګښت جوړېدل، جيپ په هغه وخت کې له نورو موټرو سره توپير درلود او کومک داره و،دا موټر چې په انګرېزي کې يې (Jeep) (GP) مخفف دی مانا يې ( General Purpose Vehicle) ده   په پيل کې د امريکا د پوځ لپاره جوړېدل (Government Purposes) چې بيا وروسته د عامو خلکو د استفادې وړ وګرځېدل.
  • •۱۷۱۵ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېته لومړنۍ جينۍ چې په جرمني کې يې د طبي علومو د زده کړې اجازه تر لاسه کړه ، وزېږېده. نوموړې اوله جرمنۍ وه،چې په طب پوهنځي کې يې زده کړې وکړې او د (ايم ډي) سند يې تر لاسه کړ ، له دې مخکې په جرمني کې ښځو ته   طب پوهنځي ته د داخلېدو اجازه نه وه ، او ښځې به يې يوازې د يوې وړې دورې لپاره نرسنګ ته نيولې.
  • ۱۹۷۰ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه په اوسني بنګله دېش کې (هغه وخت ختيځ پاکستان) د ګنګا د سيند په دلتا سيمه کې يو سمندري توپان راغی ،چې د شمېرو له مخې يې ۵۰۰ زره تنه ووژل ، د توپان پيل د بنګال له خليج څخه شوی و، او چټکتيا يې په ساعت کې ۲۳۰ کيلومتره وه.
  • ۱۹۲۱ زېږدي کال د نومبر په ديارلسمه نېټه په نړۍ کې لومړی ځل د وسلو د نه پراختيا په اړه خبرې د نړۍ د ۹ سترو هېوادونو تر منځ په واشنګټن کې پيل شوې، چې دادی د نهه لسيزو په تېرېدو لاهم د نړۍ ستر هېوادونه د وسلو د پراختيا په اړه کومې بنسټيزې پايلې ته نه دي رسېدلي.يوازې دومره يې وکړای شول چې اتومي وسلو ازمويل محدود کړي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *