Categories

اعلان

Loading…

نن په تاريخ کې/د نومبر۲۰مه/ نوراحمدعايل

  • ۱۹۸۰ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په دويم پرېکړه ليک کې له شوروي اتحاد وغوښتل چې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي، پرېکړه ليک په ۱۱۱ مثبتو ، ۲۲ مخالفو او ۱۲ ممتنع رايو تصويب شو.
  • ۱۹۷۲ زېږدي کال د نومبربه شلمه نېټه د شوروي اتحاد نامتو اتومي ساينسپوه اندري سخاروف ټولو سياسي بنديانو ته د ازادي غوښتنه وکړه، او د کمونيسټي حکومت پر ضد يې د مخالفت اعلان وکړ.
  • ۱۹۱۷ زېږدي کال د نومبرپه شلمه نېټه د فنلېنډ هېواد د ازادي ورځ ده.
  • ۱۹۱۰ زېږدي کال د نومبر شلمه د نړۍ په کچه د ستر روسي ليکوال ليو تولستوی د مړينې نېټه ده. وتلى او مشهور روسى ليکوال لئونيکولايوچ تولستوى د ۱۸۲۶ زېږدي کال د سپتمبر په نهمه نېټه د روسيې د تولا په ايالت کې وزېږيد. په کمکي توب کې د مور او پلار له سيوري بې برخې شو. نو خپلوانو او دوستانو يې پالنه په غاړه واخيسته او وروسته يانې په ۱۶ کلنۍ يې د کازان په پوهنتون کې داخل شو. له درېو کلو زده کړې وروسته يې پوهنتون پرېښود او مطالعې ته يې مخه کړه. له مالي لحاظه يې وضعه ښه وه له پلار څخه يې ډېر شته په ميراث ورپاتې و، نو له همدې امله يې کار کولوته دومره اړتيا نه لرله. همېشه د دهقانانو او کروند ګرو د وضعې څارونکى و. هڅه يې کوله، چې د دوى په اقتصادي او ژوندوني حالت کې ښه والى راولي. وروسته مسکو او پترزبورګ ته ولاړ، او ددې ښارونو په ادبي بنډارونو کې ښه وځلېد. په ۱۸۵۱ زېږدي کال د قفقاز د قبائيلو په ننګه او ملاتړ يې له دوى سره په داوطلبانه ډول په جګړوکې ګډون وکړ. او همدا تاوتريخوالى او جګړې ددې لامل شوې، چې زيات کتابونه وليکي. تولستوی ډېر حساس او پلټونکى انسان ؤ، همېشه يې په (ولې داسې وشول، او که داسې وشول) باندې ژوند تېراوه، له پوښتنو ډک ذهن کې يې ډېرې پوښتنې لرلې، چې د خپل عمر په اوږدو کې د هغو د ځوابولو په لټه کې و. دی په () کمال باوري و او ويل يې چې سړی هغه وخت کمال ته رسېږي چې جسماً، روحاً او اخلاقً سالم وي او همدا عوامل یې د ژوند د نېکمرغه کېدو عوامل بلل. دی وايي د کېسو ليکونکی هغه څه چې ليکي بايد شخصا يې ليدلي يا تجربه کړې وي يا په بل عبارت چې خپله دی باور پرې وکړي، د اناکارنينا داستان يې د خپلې مينې محصول و،چې له سونيا سره یې لرله،چې بیا وروسته يې واده سره وکړ.

تولستوى د روسيې د خلکو د ژوند او د دوى ترمنځ د اړيکو په انځورولو کې ډېر تکړه و. دا نامتو ليکوال په ۱۸۵۷زېږدي کال له لښکر څخه څنګ ته شو او په سن پترز بورګ کې يې استوګنه غوره کړه.

په ۱۸۶۲ زېږدي کال کې يې واده وکړ او خپل شاهکار اثر يې په همدې کلونو کې وليکه. ددې وتلي ليکوال او اديب له اثارو څخه جنګ او سوله دى، چې د نړۍ له مشهورو رومانونو او د نړۍ د لسو ښو رومانونو په کتار کې راځي پښتو ته هم څو ورځې مخکې په څلورو ټوکونو کې د پښتو ژبې د ليکوال لطيف بهاند له خوا ژباړل شوی دی. نور اثار يې، درې مرګه، د يوه لېوني خاطرې، انا کارنينا، دوه سرتېري، شيطان، هنرڅه شى دى؟، دوزخ هېواد ، د وړکوالي پېر، قزاقيان، د پرون تاريخ، د انجيل تفسير، حرص دهلاک کېدو سبب دى، قفقازي بندي، حاجي مراد ،عتراف ،دری پوښتنې،ميږی او کوتره، کمکيتوب هلکتوب او ځواني، څخه عبارت دي.

په اخر کې په ډېره ګمنامي کې د ۸۲ کلو په ۱۹۱۰ زېږدي کال د استاپوفو د اورګاډي په تم ځاى کې ومړ.

دى وايي: نيکي ټول ناوړه شيان په ګونډو کوي، خو پخپله نه مغلوبيږي.

  • ۱۹۷۵ زېږدي کال د نومبرپه شلمه نېټه اسپانوی ديکتاتور فرانسيسکو فرانکو د ۸۲ کلنو په عمر د اسپانيې په پلازمېنه مادريد کې مړ شو.نوموړي د اسپانيې له داخلي جنګ (۱۹۳۹ز) وروسته تر مرګه پورې د اسپانيې واکمن و.
  • ۱۹۸۴ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه د اردو ژبې مشهور شاعر فيض احمد فيض مړ شوی دی،زياتره کسان نوموړی له ميرزا اسدالله غالب او علامه اقبال وروسته د اردو ژبې ستر شاعر بولي، فيض په ۱۹۱۱ زېږدي کال کې د پاکستان په سيالکوټ کې زېږېدلی و ، يو بيت يې چې زما ياد دی په دې ډول دی

اور بهی دٌکهـ هې زمانې مې محبت کې سوا – راحتې اور بهي هې وصل کې راحت کې سوا

  • ۱۹۱۷ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه په اوکراين کې جمهوريت رامنځ ته شو.
  • ۱۹۷۹ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه يوه وسلواله ډله مسجدالحرام ته ننوته،دې ډلې باور درلود چې عبدالله حامد القحطاني د اخرې زمانې مهدي دی او بايد چې ټول يې اطاعت وکړي، کله چې دا ډله چې شمېر يې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ تنو پورې ته رسېده مسجد الحرام ته ننوته ،زياتره حج کوونکي يې وډار کړل؛ د ډلې رهبري د جهيمان بن محمد بن سيف العتيبي پرغاړه وه، العتيبي باور درلود چې اوښی (د خورمېړه يې) مهدي دی، او نړۍ ته راغلی چې اسلام وژغوري. دې ډلې د ۱۴۰۰ هجري قمري کال په لومړۍ ورځ دا کار وکړ، شاوخوا ۵۰ زره عبادت کوونکي يې يرغمل کړل،خو د مسجدالحرام د تعميرونو جوړونکوکسانو مخکې له دې چې دا وسلواله ډله د ټليفون مزي پرې کړي د مسجد الحرام څخه د باندې مسوولو کسانو ته خبر ورکړ، او د باندې مسوولو کسانو بيا خالد بن عبدالعزيز ال سعود ته خبر ورکړ خالد بن عبدالعزيز سعودي پوليس د مسجد الحرام خواته راولېږل خو دا چې په مسجدالحرام کې بدکارونه،جګړه،وينه تويول او ټول منکرات منع دي، دوی اړ و،چې له علماوو څخه په دې اړه فتوا واخلي ، علماوو فتوا ورکړه سعودي ځواکونو چې پاکستاني عسکر هم ورسره و؛ په مقابله کې پاتې راغلل بلاخره دری تنه فرانسوي کومانډويان راوغوښتل شول، دا چې دا کومانډويان مسلمانان نه وو او د غير مسلمانانو ننوتل مسجدالحرام ته منع وو؛ نو دوی په يو لړ مراسمو کې د اسلام دين ومانه اوبيا يې عمليات پيل کړل، تر دوو اوونيو وروسته ايله شورشيان تسليم شول. په دې جګړه کې ۱۲۷ حکومتي عسکر او۲۵۰ وسله وال کسان ووژل شول.
  • ۱۹۹۸ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه د ځمکې دکرې په مدار کې نړيوال فضايي تم ځای(International Space Station) د نړۍ د ۱۵ هېوادونو په همکاری جوړ شو. دا تم ځای له ځمکې څخه په ۳۵۰ کيلومتره لوړتيا جوړشوی دی، چې لا يې هم کار نه دی بشپړ شوی. له جوړېدلو وروسته به ددې تم ځای وزن۴۵۰ ټنه او د ستورمزلو او څېړونکو لپاره به ۱۲۰۰ متر مکعبه د کاراو استوګنې فضا برابره کړي. دا تم ځای د شپې له مخې د يو لکۍ لرونکي ستوري په ډول ښکاري. دا سټېشن د ناسا،د روسيې د فضايي څېړنود سازمان،د اروپا فضايي سازمان،جاپان، کاناډا، برازيل، او ايټاليا دفضايي څېړنو د مرکزونو په همکاري جوړېږي.
  • ۱۹۸۵ زېږدي کال د نومبرپه شلمه نېټه (مايکروسافټ وينډوز ۱) يا(Windows 1.0) ريليز شوه.
  • ۱۹۹۸ زېږدي کال د نومبر په شلمه په افغانستان سترې محکمې اسامه بن لادن چې د امريکا له خوا په کينيا او تانزانيا هېوادونو کې د امريکا پر سفارت د بريد له امله تورن و، بې ګناه وباله او ويې ويل چې اسامه په دې چاودنو کې لاس نه لري.
  • د نومبر شلمه په برتانيا کې د بيرغ رسمي ورځ ده.

د نومبر شلمه د ماشومانو نړيواله ورځ ده.

  • د نومبر شلمه په ويتنام کې د ښوونکي ورځ ده.
  • د نومبر شلمه په مکسيکو کې د انقلاب د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
  • دنومبر شلمه په ارجنتاين کې د ولسي حاکميت ورځ ده.
  • ۱۷۵۰ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه په هند کې د انګرېزانو پر وړاندې اخرنی واکمن ټيپو سلطان چې د ميسور په زمری شهرت لري د هند په کرناټاکا ايالت کې وزېږېد. دده مشهوره وينا چې له وړکوالي زما ياد وه داسې وه

ګيدړ کې سو سال زندګي سې ،شېر کا ايک روز زندګي بهتر هې.

  • ۱۸۱۵ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه جرمني، روسيې ،اتريش او برتانيې په خپل منځ کې يوه ستره اتحاديه جوړه کړه،چې په اروپا کې د بل ناپليون د پيدا کېدلو مخنيوی وکړي.
  • ۱۹۶۲ زېږدي کال د نومبر په شلمه نېټه د شوروي د هغه وخت رهبر خروشيف له کيوبا څخه د توغونديو په ايستلو موافقه وکړه او د امريکا ولسمشر جان اېف کېنډي د کيوبا پر سر د بحران چې د (توغونديود بحران) په نامه مشهور دی پای ته رسول اعلان کړل. خورا ډېر امکان وددې و،چې د همدې توغونديو له امله اتومي جګړه رامنځ ته شي، که چېرې د خروشيف پرېکړې يو څو دقيقې هم وخت نيولی وای اتومي جګړه به د روسيې او امريکا تر منځ پېښه شوې وای؛ د شوروي د سمندري اوبتل يوه افسر چې د امريکا له خوا کيوبا ته نږدې په سمندر کې محاصره شوی و خپلې عملې ته امر کړی و،چې د امريکايي بېړيو پر لوري اتومي توغوندي وروتوغوي. چې بالاخره د خروشيف له پرېکړې سره بېرته په شاه شول، دا خبره د شوروي له ړنګېدو وروسته افشا شوه.

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *