Categories

اعلان

Loading…

خبرې له خبرو پيدا کېږي/ ګل رحمن رحماني

 

 

 

پښتانه يو متل لري او وايي چې” په خداى ج او خبرو کې هر څوک حق لري” خبرې دي چې د نا اشنايۍ دېوالونه نړوي، موږ يو بل ته نږدې کوي او يو بل ته مو ور پېژني، ځکه خو  جرئت کوم او د رحيمزي د خبرو په هميانۍ کې څو خبرې زياتوم.

 ملګرو! ځينې خبرې ځکه د کاڼي کرښې بولي چې په خپلو پخو رېښو او اغېزو هومره کار کوي چې لسګونه کتابونه، ويناوې  او انقلابونه يې هم نه شي رامنځته کولى، خو دا هم بايد ومنو چې د هر چا خبرې د کاڼي کرښې نه وي.يوه عالم به سل او زر خبرې کړې وي، ټولې به پر ځاى او درنې وي، خو يوه نيمه يې خوله په خوله او د متلونو په څېر ژوره او بالاخره د ژوند په درس بدله شي.

   خبره مې د ګران او زړه ته نږدې ذبيح الله رحيمزي د خبرو تر هميانۍ پورې کوله، نوموړى په عملي ډګر کې د ژورناليزم او په پوهنتوني چاپېريال  کې د حقوقو او سياسي علومو تاند او هڅاند زده کړيال دى.

   په ادبياتو او ادبي نړۍ کې يې هم زړه او ذهن ته د ادب معطره هوا ورکړې، خو وزرونه يې په پورتينو دوو ډګرونو کې ښه غوړېدلي او د لا اوچت او چټک الوت تمه يې کېږي، خو که تر خپلو وزرونو لاندې ځمکه ورکه نه کړي؛ نو د خپلو هيلو تر سپين غره به په پوره هنر ورسېږي.

   دده تېرو پنځونو، ژباړلو او تحليلونو ته په سره، ويلى شو چې ګران رحيمزي خپل مخاطبين او ټولنه په ښه ډول درک کړې، د هغوى علمي او ذهني کچه او بالاخره ادبي ذوق ورته څرګند شوى او بيايې خپلې ژباړې او ليکنې دې اړتيا ته په پام سره کړې دي.

  اوسنۍ ټولګه يې د خبرو او کلام د نړۍ د ډېرو پخوانيو او اوسنيو قلموالو او کلام والو د پخو خبرو هغه ګډه ټولګه ده چې لومړى ترې خپله متاثر شوى، خوښې شوې يې دي او بيا يې خپلې ژبې ته د خدمت او علمې پانګې د بډاينې په موخه را ژباړلې دي.

په دې ټولګه کې که د سارټر، روسو، فرويډ، امېل زولا، مارک ټواين، ديکنز، تولستوى او نورو غربي پوهانو پخې خبرې را غونډې شوې؛ همداسې د ابن سينا، محمدغزالي، ابن خلدون، علامه اقبال او عمرمختار، امام رازي او نورو پوهانو سيالې خبرې هم لري.

د ويناوو او راټولو شوو پخو خبرو يوه ځانګړتيا داده چې ډېرې لنډې او له پېچلتياوو راوتې او په ادبي اصطلاح موجز کلامونه دي چې موږ يې په خپله ټولنه کې پلي کولى او بېلګې يې موندلى شو.

دغه پورتنۍ ځانګړې ددې سبب کېږي چې په اوسني بوخت ژوند کې د کتاب يو لوستونکي او مينه وال په کم وخت کې هم د يوه او بېلابېلو پوهانو له نصحتونو او پخو خبرو څخه برخمن شي.

البته ددې خبرې يادول اړين دي چې دا خبرې د پوهانو د ټول ژوند او يا د ژوند د يوې زرينې برخې تجربې او اخيستنې دي او هسې هوايي يا باد راوړې خبرې نه دي چې هره ورځ يې اورو او کوو يې، د ژوند درسونه او عبرتونه دي، په مينه يې ولولئ او  درسونه په کې ولولئ.

بس نو رحيمزى صيب دغه بريالى مزل دې هم مبارک شه! زيار دې اېستلى او د ادب  د يوه محصل او ليکوال په توګه دې ستړيا او تر نيمو شپو کړې بې خوبې ښې درک کولى شم، هغه شاعر ښه ويلي وو:

که دا خبرې د خوراک شى وى

ما به دا ستا ټولې خبرې خوړې.

درنښت

ګل رحمن رحماني

پژواک خبري اژانس

٢٠١٥ د مارچ ٢٤مه

 

193 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸