Categories

اعلان

Loading…

څه مو چې موخه ده تر هغې زیاته هڅه وکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
سپوږمۍ ته ختل مو خپله موخه وټاکئ، که سپوږمۍ ته ونه رسیږئ د ستورو له کارون سره خو به یو ځای شئ.
ولې ځینې کسان له دې سره سره، چې د بریالي کېدو په موخه مطالعه کوي، د اروا پوهانو او بریالیو کسانو په سمینارونو کې ګډون کوي او د نورو هغه څه په لټه کې وي، چې غواړي په کولو سره یې بریالی شي، خو بیا هم نه شي کولای؟
دغه پوښته ډیره کله او ډیرو کسانو له ما څخه کړې ده، خو ما یې په اړه ترې ځینې پوښتنې کړې دي، داسې پوښتنه، چې په ځوابولو کې یې همدې کس سکوت کړی دی.
په واضح ډول په کومه بریا پسې ګرځې؟ باید وضعیت داسې وي، چې تاسو حس کړئ، چې بریالي کیږئ. ولې غواړئ بریالي شئ؟ دغه بریالیتوب باید تر کومه وخت پورې ادامه پیداکړي، نو د موخو ته د رسېدو لپاره څه باید وکړئ ؟
ګرانه لوستونکیه، ایا تاسو د دې پوښتنو لپاره کوم ځانکړی ځواب لرئ؟ که غواړئ ځوابونه ورته پیدا کړئ همدا اوس کتابچه او قلم را واخلئ او دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ. هڅه وکړئ تر څو ښه دقیق او شفاف ځواب ورکړئ، تر څو په اسانۍ سره وکولای شئ خپلو موخو ته ورسږئ. ځینو کسانو له ما څخې پوښتنې کړې، چې په لاندې ډول دي، کلونه کیږي زه غواړم کتاب ولیکم خو نه شم کولای.
پوښتنه: ولې غواړې کتاب ولیکې؟
ځواب: تر اوسه مې یې په اړه فکر نه دی کړی.
پوښتنه: د کومې ډلې کسانو لپاره غواړې کتاب ولیکې؟
ځواب: که ریښتیا و وایم په دې اړه مې هم فکر نه دی کړی.
پوښتنه: غواړې په څمره وخت کې دغه کتاب پای ته ورسوې؟
ځواب: هغه مې تر اوسه شروع کړی نه دی نو څه پوه شم.
پوښتنه: څه فکر کوې کوم کتاب، چې لیکي، د لوستونکو په ژوند کې به بدلون را ولي؟
ځواب: اممم (خندا…)
ایا کېدای شي له کتاب لیکلو وروسته به ستا په خپل ژوند کې بدلون راشي؟
ایا د کتاب د چاپولو په اړه مو فکر کړی، د چاپولو پیسې به یې پرېکړی شې؟
ایا د لوستونکو د «نه» ویلو په اړه، چې کتاب به ونه پېري او یا به یې ونه لولي توان او حوصله لرې؟
اوه امامي صیب ته څمره سختې پوښتنې کوې؟
ښاغلیه/ اغلې ته چې د وړو پوښتنو د اورېدلو او ځوابولو حوصله او توان نه لرې څه فکر کوئ په خپله موخه کې به بریالي شئ؟
سمه ده ځواب درکوم.
دغه کار د پیسو لاسته راوړلو او مشهورېدو لپاره کوم.
کېدای شي پسې او شهرت له بلې لارې هم لاسته راوړې ولې کتاب لیکل؟ ولې تر دې یوه اسانه لاره درته نه ټاکې؟
ښاغلی امامي تاسو ولې کتاب لیکلی؟
ما خو د دې لپاره کتاب لیکلی، چې غواړم په دې برخه کې ځینې خپلې دندې سر ته ورسوم، کېدای شي وپوښتئ، چې دندې دې څه دي؟ غواړم په خلکو کې د خپلو مقالو او کتاب له لارې بدلون را ولم او په دې سره به مې د نړۍ په بدلون کې هم یو څه برخه اخیستې وي.
د چا لپاره مې کتاب لیکلی؟ د دې لپاره، چې هم خلک ترې ګټه واخلي او هم ماته مالي ګټه ورسوي. د کتاب لیکولو لپاره څمره وخت مصرفوې؟ په کال کې یوازې دوه کتابونه لیکم. له کتاب لوستلو وروسته باید په کتاب لوستونکي کې کوم بدلونونه راشي؟ هغه باید هغه څه یې، چې غوښتل لاسته یې راوړي وي او په څنګ کې یو بل څوک هم وهڅوي چې نومړی کتاب واخلي تر څو د خپلو ستونزو یوه حل لاره یې پیدا کړې وي. د کتاب لیکل باید په ما کې کوم بدلون راولي؟ له ما سره باید کتاب لیکل دا مرسته وکړي، چې زما پیغام هغه کسانو ته په اسانۍ سره ورسولای شي، چې له ما سره په مستقیم ډول اړیکه نه لري. زما د کتاب په لوستلو سره ډیری خلک زما له نظرونو سره اشنا کیږي او په دې ډول سره زما د اړیکو دایره پراخیږي. دغه ډول کتاب لیکل زما سره د مالي اړه هم مرسته کولای شي، کله مې چې په جلدونو کتابونه خرڅ شي په نتجه کې یې زیاتې پیسې لاسته راوړم او په دې سره کولای شم له مالي اړه خپل ورځنی ژوند په ښه توګه مخته یوسم او دغه راز وکولای شم پس له مرګه هم د خلکو په زړونو کې ژوند وکړم او نوم مې ژوندی پاتې شي.
ایا د « نه» د کلمې د زغملو وړتیا لرم؟ فکرونه او طبعتونه متفاوت دي، کېدای شي چې ځینې کسان مو له کتاب چاپولو سره مخالفت وښایي، خو بر عکس ځینې نور به مو بیا دومره تشویق کړي، په خپلو کالیو که به نه ځایږئ، خو د زرو قدر له زرګر سره وي، داسې مې هم لیدلي، چې د یوه لیکوال کتاب د دې لپاره، چې ډیر لوستونکي یې درلودل په یوه کال کې درې ځله چاپ شوی او دا مې هم تجربه کړې ده، چې د بل لیکوال کتاب په یوه میاشت کې بیا درې ځله چاپ شوی دی، تل مثبت فکر وکړئ او څنګ کې یې خلکو ته داسې څه وړاندې کړئ، چې په بدل کې یې د ښو تمه ولرئ.
که مو په ژوند کې یوازنی هدف د پیسو پیدا کول نو تل بیاید منډې پسې و وهو او خپله ارامي له لاسه ورکړو او که مو موخه مشهورېدل وي نو هم کېدای شي ستړي شو او داسې کارونه تر سره کړو، چې له لارې یې وکولای شو مشهور شو، خو که مو د ځان لپاره داسې یوه دنده غوره کړه، چې له پیسو لاسته راوړلو او مشهورتیا هم لوړه وه دلته نو بیا موږ توانېدلي یو، چې هغه څه مو، چې موخه ده تر هغې مو زیاته هڅه کړې وي. هڅه وکړئ داسې کار تر سره کړي، چې په کولو سره یې په خلکو کې بدلون راولئ، د خلکو په بدلون سره به مو په نړۍ کې هم بدلون را وستی وي، چې دا ټول بیا د دې سبب ګرځي، له تمې زیاتې پیسې به مو لاسته راوړې وي. که مو د خلکو په بدلون کې د نړۍ بدلون حس کړ نو له خپلې هڅې به مو خوند اخیستی وي، په دې صورت کې به بیا ستړیا احساس نه کړئ او دا به هم حس نه کړئ، چې ګواکي تاسو به یو څه باندې کار کړی او ستړي شوي یاست، خو په پایله کې به مو یې داسې څه لاسته راوړي وي، چې هم به مو خپل ځان، ټولنې او نړئ ګټه رسېدلې وي او له هغه څه به مو زیاته هڅه کړې وي، چې موخه مو ټاکلې وه.
زما د خپل خصوصي ژوند یوه تجربه:
په ماشومتوب کې، چې یوازې ۱۰ کاله عمر مې درلود له خپلو همزولو سره مېلې ته تللی وم، د سیند پر غاړه مو لوبې کولې، ملګری مې، چې ډیر شوخ وو زما یو بوټ یې اوبو ته ختا کړ، هغه بوټ چې یوازې درې ورځې مخکې مې پر هغه پیسو اخیستی وو، چې په دوکان مې د شاګردۍ کولو په بدل کې لاسته راوړې وې او ډیر راته ګران وو، د بوټ د را نیولو هڅه مې وکړه منډې مې وهلې، د اوبو او زما د منډې سرعت سره یوشان وو ، کله به چې خم شوم تر څو بوټ را واخلم، تر هغې، چې به مې ځان ورته برابر کړ بوټ به له ما تېر شو څو ځله مې دا ډول چم وړکړ، خو بریالی نه شوم، له ځان سره مې فکر وکړ، چې د کار ډول باید بدل کړم دا ځل مې ښه تېزه منډه وکړه، بوټ مې، چې د اوبو پر سر جمپونه وهل څو ګامه ترې مخکې شوم یوه پښه مې په اوبو کې کېښوده او د بوټ د راتلو په تمه شوم همدا، چې را ورسید بوټ مې د اوبوله سره را پورته کړ. د بوټ لاسته راوړل زما یوازنۍ موخه وه، چې څو ځلې ورته خم شوم خپل رفتار ته مې بدلون ورکړ او بلا اخره وتوانیدم، چې لاسته یې راوړم، له مېلې مې خوند واخیست، خو څمره خوند مې، چې د بوټ د له لاسته راوړلو واخیست، له هغه مې زیات د دغه نوې تجربې د لاسته راوړلو واخیست، کوم کار، چې په یو ډول نه تر سره کیږي باید خپلې کړنې ته بدلون ورکړو او تر وروستي حده خپله هڅه وکړو.
دا مې زده کړل، چې «موخې» ته د رسېدو لپاره باید:
له موخې زیاته هڅه وکړم.
ټول تمرکز مې باید د موخې پر لوري وي.
هېڅوک او هېڅ شی مې باید موخې ته د رسېدو مانع ونه ګرځي.
موختې پر رسېدلو باید باور وکړم.
تر هر چا زیات باید له ځان سره خپله مرسته وکړم.
موخه مې باید ارزښت ولري.
د دې لپاره، چې خپلې موختې ته ورسېږم، له خطرونو ویره ونه لرم.
د انګېزې او قوي شوق بترۍ مې باید نننۍ قوه پوره چارج کړي تر څو ښه پرمخ ولاړم شم او بې له کم برقۍ خپلې موخې ته په روښانه چراغونو ورسېږم.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *