Categories

اعلان

Loading…

پیغمبري سیاست، شیطاني سیاست او مټکور/ د قرار لیکنه

څه موده وړاندې یوه اصطلاح پر ټولنیزو رسنیو عامه شوه او یوه ډله خلکو ته په عمومي توګه (نه شخصي توګه) مټکور وویل شول. دا چې مټکور، کلک، بې مغزه او نه ماتېدونکي یا را سپړل کېدونکي مېوې، بادام یا چهارمغز ته ویل کېږي، د مټکور توری هم هغو وګړیو ته وکارول شو چې ژر په مسایلو سر نه خلاصوي، درک، او فهم ته ذهن نه پرانیزي او لکه لاکي هګۍ، یا کلک چهارمغز، تر خوراک د جنګېدلو، لوبېدلو او قمار لپاره ډېر مناسب وي.

مټکور وګړي معمولاً د وروسته پاتې ټولنو اکثریت وي، په همدې دلیل قرآن کریم هم ځای ځای د عربو د ټولنې د دې قشر لپاره د اکثرهم لا یعقلون او اکثرهم لا یعلمون توری کارولی دی. هغوی لکه د یو چا نظر چې کمزوری وي، د مقابل کس د مخ کاسه ویني، خو د مخ په کاسه کې د هغه سترګې، شونډې او پوزه نه ور معلومېږي.

خو دا چې مټکور د ذهني او عقلي سویې په ټیټوالي سربېره بیا هم د یوې ټولنې اکثریت وي، نو سیاسي رهبران د هغوی د زړه ګټلو لپاره د اصلي مسائلو پر ځای لوی لوی عنواني، عامیانه او عام فهمه شعارونه انتخابوي او مټکور پرې را ګرموي. د دې کار پایله دا کېږي چې رهبران او مشران خپله اصلي دنده چې د ولس ارشاد او رهبري ده، هېروي او د ولس د رهبري کولو پر ځای د ولس شاګردي پیلوي، او په دې توګه د امیر او رعیت فلسفه، چې پر اساس یې اطاعت رامنځته کېږي، جرح کېږي.

د اسلام دین چې وایي د امیر خټه یې له رعیت څخه را اخیستل کېږي، یا وایي چې اعمالکم عمالکم، معنا یې همدا ده چې سیاسي حاکمان اکثره خپله ذهني سویه او کچه د ولس د مټکورو کچې ته را ټیټوي. که د ولس ذهني کچه لوړه او د مټکورو تعداد یې وړوکی وي، امیران یې هم همداسې را وځي او که په ولس کې جهالت خپور وي، د خلکو ذهني کچه ټیټه وي، درک سطحي او عمومي وي نو د رهبر شعارونه هم عمومي، عام فهمه او عوام غولوونکي وي.

دلته رهبران په دوه ډوله وېشل کېږي. یو هغه رهبران دي چې په شیطاني طرز رهبري چلوي، او یو هغه دي چې په پیغمبري طرز رهبري کوي.

د پیغمبرانو تاریخ دا ښیي چې هغوی هیڅ وخت خپلو ولسونو یا امتونو ته باټ او تشویق نه ورکاوو. تل به یې د هغوی عیبونه ورته بیانول، او هغوی به یې د عیبونو له عاقبت څخه وېرول. همدا علت و چې اکثره پیغمبران به له قوم څخه رټل کېدل، شهیدېدل، شکنجه کېدل، مهاجر کېدل او له ډول ډول مقاومتونو سره به مخامخېدل.

پیغمبران لکه د نن زمانې د سیاستمدارانو غوندې نه ول چې په انتخاباتي جلسو کې یې خپلو ولسونو ته لوی لوی القاب ورکړي وای، د هغوی د تاریخ، فرهنګ، خټې، اتلولیو، هویت، هغه او دغه صفت یې ورته کړی وای. بالعکس، هغوی به قومونو او ولسونو ته د هغوی د ستونزې، د هغوی جهالت، ګمراهي، ظلم، خرافات ور په ګوته کول.

د نن زمانې په سیاسي رهبرانو کې یواځې هغه رهبران په اجتماعي، فکري او کلتوري بدلون راوستلو توانېدلي دي چې انزوا، بندیخانې، د ولسونو ښکنځلې، پیغورونو او په تېره د مټکور طبقې مزاحمتونه یې ګاللي دي.

د مثال په توګه، د اسلام په پیل کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مقابل کې ولاړ تر ټولو ستر ستر مټکور له ابوجهل، ابولهب او د قریشو له سردارانو څخه عبارت و چې په خبره یې ځانونه نه پوهول، او قرآن کریم به هم هغوی ته د جاهلو، سرسختو، او ناپوهو خطاب کاوو.

مثلا، د کلیوالو عربو په اړه ویل شوي و چې: الأعراب اشد کفراً و نفاقا… کلیوال عرب په کفر او منافقت کې سرسخت، یعنې مټکور دي.

د رهبرۍ بل طرز، شیطاني طرز دی. دا طرز د بشري تاریخ اکثره رهبرانو او سیاستمدارانو عملي کړی، خو څومره زور چې یې د نوې ډیموکراسۍ په بازار کې اخیستی دی، هیڅ وخت یې هم نه درلود.

په اسلامي تاریخ کې دا ډول سیاست لومړی امویانو را پیل کړ. د امویانو یو مشهور مشر وایي، والله چې ما له خپل قوم سره رابطه هیڅ وخت نه ده شکولې، کله چې دوی مزی سست کړی، ما را کش کړی دی او کله دوی مزی کش کړی دی، ما ور سست کړی دی.

اسلامي مفکر ابوالاعلی مودودي او ګڼو نورو مفکرینو تر حضرت علي ابن ابي طالب پورې د خلفاي راشدینو طرز همداسې پیغمبري او تر هغه را وروسته طرز ملوکي او د قیصر او کسری په طرز ګڼلی دی. مودودي دې دوو طرزونو ته د خلافت او ملوکیت لفظونه هم کارولي دي. د هغه په نزد، د پیغمبري طرز ته خلافت او تر معاویه رضی الله عنه وروسته اموي طرز ته ملکي یا پاچهي طرز ویلی دی.

د دې دواړو طرزونو تفاوت په همدې کې و چې د لومړي طرز، یا پیغمبري طرز حکومت هدف سمې لارې ته د ولس سوق کول، هدایت، لارښوونه او بالآخره ولس واک ته رسول وي، خو د شیطاني یا ملوکي یا اوسني سیاسي طرز هدف بیا د ولس په وسیله ځان واک ته رسول، د ولس استحمار او په ولس کې د شته وو غلطیانو د سمولو پر ځای د دې غلطیانو استثمار او له هغو څخه استفاده کول وي.

په ټولنه کې د شیطاني طرز سیاست کوونکیو تکیه اکثرا په کم عقلو، مټکورو، او د ټولنې په کم درکه قشر وي، خو بالعکس، د پیغمبري طرز تکیه بیا په صالحو، هوښیارو، امانتدارو او غښتلیو افرادو وي.

شیطاني، کسروي او قیصري طرز واکمن د واک د دوام لپاره مټکوره طبقه په دوو ډولونو تسخیروي:
یا یې په عوامفریبه شعارونو، غلطو او تعصبانه داعیو تېرباسي، بې ځایه هیلي او امیدونه ورکوي او بې عقل خلک په ځان پسې کوي،
او یا بیا د زور، تهدید، وېرې خپرولو او وهم خپرولو له لارې د ټولنې کم درکه طبقه د ځان ملګرې کوي، او هوښیاره طبقه هم پرې تسخیروي.
له بده مرغه، که څه هم په ولسونو کې د تغییر، اصلاح، ریفورم او پرمختګ زړي د پیغمبري طرز رهبرانو لخوا غرس کېږي، خو دا یو تریخ حقیقت دی چې لنډه مهالي ګټه تل د شیطاني طرز د معامله ګرو، فرصت طلبه، تېر ایستونکیو او چالاکو رهبرانو وي.

که د علي رضی الله عنه د استاځي ابوذر الغفاري او د هغه د رقیب معاویه رضی الله عنه د استاځي عمرو بن العاص ترمنځ د شوې معاملې په نتیجه کې له اهل بیتو څخه د ابد لپاره یزیدیانو ته د واک ولېږداوه.

په ننیو ډیموکراسیو کې رهبران اکثره د لومړي پر ځای دوهم طرز سیاست ته مخه کوي، لامل یې دا دی چې د ډیموکراسۍ زور پر اکثریت دی، او اکثریت یواځې په هغو ټولنو کې هوښیار او با درکه وي چې وګړیو ته یې تعلیم او پوهاوی رسېدلی وي. وګړي یې د دین، قوم، قبیلې، توکم، تاریخ، هغه او دغه په نامه نه تېر ایستل کېږي او خلک یې د عامیانه او عالمانه خبرې توپیر او تفکیک کولای شي.

که کوم مشر د اصولو، ارزښتونو او بصیرت پر اساس پرېکړو، دریځونو او تصامیمو ته مخه کوي، د مټکورو لخوا تر فشار او زور لاندې راځي او مشران مجبورېږي چې خپل ذهنونه، عقلونه او وړتیاوې د عوامو کچې ته را ټیټ او د رهبري کولو پر ځای رهبري کېدلو ته زړه ښه کړي.

د دغسې حالت یو ډېر نیږدې او محسوس مثال وړمه ورځ د لاریونونو په اړه د ښاغلي محمد محقق دریځ و. محقق صاحب پر خپلو پرونیو اظهاراتو په خپله حوزه کې د شته مټکورو ترمنځ خپل محبوبیت ته سخته صدمه ورسوله، خو لږ تر لږه دا دریځ یې اصولي، اخلاقي او ملي و. مټکور په هر قوم کې شته. د ده له دې دریځ او ورپسې قومي غبرګون څخه دوه خبرې څرګندې شوې: لومړی دا چې مټکور او سرناخلاصي د هرې سیاسي کتلې برخه دي. مټکور یواځې د پښتني، تاجکي، یا هزاره ټولنې نه، د هرې ټولنې لاینفکه برخه ده، خو په ځینو ټولنو کې اقلیت او په ځینو نورو کې اکثریت دي. دوهمه خبره دا ثابته شوه چې د مټکورو د ستونزې حل د مټکورو فکر ته په تسلیمي کې نه، بلکې د هغوی په توجیه، پوهولو او قناعت ورکولو کې ده.

23 total views, 1 views today

5 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    !دغه سر نا خلاصو (لومپن) ته زموږ په دری ژبه کی ګریسبند هم وایی!یانی د مغز یا دماغ نه یی هیڅ کار نه وی اخیستۍ!

  2. نجیب الله Reply

    قرار صیب ستا په مقاله باندي هر مټکور نه پوهیږي. تر هغه وخته پوري چي ټولنه دي ناپوه وي بي علمه وي همدا به مو حال وي. زه وایم لیوني باید وه نه وژل شي بلکه د لیونتوب لوښي دي ځیني واخستل سي. زموږ د ټولني ددرد دوا یوازی او یوازي پوه ده. که چیري مو زمداران (مټکور) نه وي جبرا دي پوه په ټولنه کښي پیاده کړي تر څو روښانه او باعلمه ټولنه ولرو.
    په هر حال کښي پر ځوانې دي برکت شه.

  3. shahed Reply

    قرار صا حب ډیر ښه په زړه پورې تحلیل د کړۍ دۍ، محقق صا حب ډیر عقلا ني او ملي دریځ غوره کړ ، کیدای شي محقق صا حب اوس په دې بوه شوۍ ويچې یوازې د هزاره قوم تر سیوري او ملا تړ لا ندې سیا ست زیا نو نه لري ملي شخصیتو نه په یوه قوم پورې اړه نه لري

  4. Afghan Reply

    Salaamona Qarar Brother.
    Dose Matakoor have Tretment?Please write something about Matakoor Treatment.

Leave a Reply to فاروق فاروقى Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *