Categories

اعلان

Loading…

د لبنان په جنوب کې دوو انتحاري حملو ۱۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند- د بیروت په جنوبي څنډه کې نن /پنجشنبه/ په دوو ځانوژونکو بمي حملو کې لږترلږه ۳۷ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول. احتمال شته چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې واوړي.

د بیروت جنوب د لبنان د حزب الله د شیعه غورځنګ مرکز دی.

پولیس وايي، دوو تنو چې انتحاري واسکټونه اغوستي وو، د منصور سوداګري مرکز او عین السکي پلورنځي مخته ځانونه والوزول.

شاهدان وايي، کله چې خلک له لومړۍ چاودنې وروسته د پېښې ځان ته لاړل څو له قربانیانو سره مرسته وکړي، دوهمه چاودنه وشوه.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

له کله چې حزب الله په ۲۰۱۱ م کال د سوریې د رژیم د مخالفانو پر ضد په جګړه کې د ولسمشر بشار اسد ملاتړ پیل کړی د لبنان په جنوبي سیمو کې څو بمي حملې شوي دي.

دا چاودنې په داسي ورځ وشوې چې د سوریې حکومتي پوځیانو او د حزب اسلله جنکیالیو په حلب ولایت کې له اسلامي دولت ډلې څخه د الحدر ستراتیژیک ښارګی بېرته ونیوه.

50 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *