Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم کمبوډیا ته ۳صفز ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د فوټبال ۲۰۱۶ نړیوال کپ ته د غوراوي په پنځمه مسابقه کې نن د کمبودیا له لوبډلې سره مخامخ شو.

د افغانستان لوبډلې په دې مسابقه کې، چې په ایران کې وشوه، سیال ټیم ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

افغانستان تر دې مخکې لومړۍ مسابقه هم له کمبوډیا څخه د دغه هیواد په خاوره کې یو پر صفر ګټلې وه.

د افغانستان ټیم د ۲۰۱۶ نړیوال جام ته له غوره کېدو پاتې شوی ځکه چې نورې مسابقې یې پر جاپان، سوریې او سینګاپور بایللي دي.

افغان ټیم له جاپان، سینګاپور، سوریې او کمبوډیا سره په یوه ګروپ کې دی.

ننني بري د افغانستان ټیم په خپل ګروپ کې څلورم ځای ورکړ.

69 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *