Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په پکتیا کې ۱۲ ملکیان وتښتول

تاند- وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ۱۲ تنه عام وګړي برمته کړي دي.

د سید کرم ولسوال نیاز محمد خلیلي نن /پنجشنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو پرون /چهارشنبه/ د دې ولسوالۍ له بادمګنده سیمې څخه دوولس ملکیان تښتولي دي.

تراوسه پوري د وسله والو طالبانو له لوري د دغو ملکیانو د یرغمل کېدو د علت په اړه طالبانو څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً د ملکیانو د تښتولو او وژلو د ادعاوو په اړه څه نه وايي.

له دې پېښې جلا پرون په هرات کې د ښوونځي څلور زده کوونکي برمته شول.

پولیس د یوه ماشوم برمته کېدا تاییدوي او وايي چې دغه ماشوم د ښوونځي له مخې تښتول شوی دی. خو شاهدان وايي چې ۴ ماشومان تښتول شوي دي.

تراوسه د دغو ماشومانو د برمته کېدو د علت او د تښتونکو په اړه څه نه دي ویل شوي.

224 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸