Categories

اعلان

Loading…

په زابل کې د وژل شویو هزاره ګانو مړي نن خاورو ته سپارل کېږي

تاند- وروسته له دې چې د زرګونو هزاره ګانو مظاهره تېره شپه پای ته ورسېده په زابل ولایت کې د ۷ وژل شویو هزاره ګانو مړي به نن /پنجشنبه/ په غزني ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

مظاهره تېره شپه وروسته له دې پای ته ورسېده چې د مظاهره چیانو استازو او د قربانیانو د کورنیو غړیو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشر له دوی څخه وغوښتل چې مظاهره پای ته ورسوي او مړي خاورو ته وسپاري.

ولسمشر غني د مظاهره چیانو یو لړ غوښتنې ومنلې او په ارګ او نورو ادارو کې د هزاره ګانو د مقرریو په اړه یې د هغوی یو لړ تورونه بې اساسه وبلل اوپه دې برخه کې یې ځیني ارقام څرګند کړل.

د مظاهره چیانو یوه غوښتنه دا وه چې دا ۷ تنه دې د کابل په یوه غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي او غونډۍ دې د هغوی په نوم شي.

خو څرګنده نه ده چې مظاهره چیانو او که د وژل شویو کسانو خپلوانو له دې غوښتنې لاس اخیستی او اوس مړي په غزني کې خاورو ته سپاري.

وژل شوي کسان، د غزني د زابل اوسېدونکي دي او د یکشنبې په ورځ یې مړي وموندل شول.

52 total views, 2 views today

1 comment

  1. Alakozay Reply

    سلام درنو لوستونکو! په مړو تجارت ا د ځمنی غصب څه تازه قصه نده په افغانستان کښی ژوندیو د تفریح او حتی د عبادت لپاره د یو ه جومات ځای پرینښود فهیم یوه تپه ونیوه، ربانی بله تپه ونیوه، مسعود بله تپه ونیوه اوس نو دغه د مړو تجاران غواړی چی بله تپه ونیسی تر اووسه خو ستاسی دا په ایران پلورلی مشران ډیر دی هغوی ته موږ تپی له کومه کړو. زه هزاره ګانو ته وایم چی د اقلیت په نوم مو داسی کارونه وکړل چی د تاریخ په تورو کرښو کښی ثبت دی نور نو دامړی نه خرڅیږی تاسو همیش سر لوړو قومونه ته په سپکه سترګه کتلی دی او همداسی به سپکیږی. بس دی کرزی صاحب مو ښه وخوړ او س غواړی دا خوار غنی صاحب هم وبیروی او ټول ملک تر قبضه کړی. خلک په حرکت های میلیونی مه بیروی ډیر داسی حرکتونه وروسته له ږیړی کرښی سره تښتیدلی دی ستاسی یی په عراق، ایران او سوريه څه چی څه کری هغه به ریبی . ښه مو هماغه سابقه مقامونه وو آرامه وی کوچیان وایی ( هزاره او او چاکلیت) اوس بیا درته وایی خلک له ډیرو ستونزو سره مخ دی د خپل اولاد او یوه ګوله ډوډی غم اخیستی او تاسی خپل مړی پلوری او تجارت پری کوی جاغوری څه او ولایت . د خلکو ژوند نور پر دی بیځایه مظاهرو او دسیسو مه تریخ کوی تاسو پیسی چی په هر څه در پیدا شی ګتی خو خلک یوه ګوله حلاله روزی پیدا کوی. ستاسو ددی غیر شرعی اعمالو سره ډیرڅه درسره پکاری دی چی وشی خو اوس دی هم ددی خلکو کور آباد وی چی چوپه خوله درته ناست دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *