Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني: د مظاهره چیانو ځیني غوښتنې مني خو ځیني غیرعملي دي

تاند- ولسمشرغني او نورو چارواکو د چهارشنبې په پای کې د کابل د مظاهرې له استازو سره وکتل، د هغوی یو شمېر غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایه خو یو شمېر نورې یې غیرعملي وبللې.

ولسمشر د مظاهره چیانو استازو ته وویل:«ستاسي ځیني غوښتنې منل کېدای شي خو ځیني د امکاناتو د نشتوالي له کبله د منلو نه دي.»

ولسمشر غني د مظاهره چیانو استازو ته وویل چې وژل شوي کسان خاورو ته وسپاري.

ده په بامیان کې د قول اردو د جوړولو په اړه د مظاهره چیانو د غوښتنې په اړه وویل چې دا کار د حکومت په وس پوره نه دی ځکه چې نړیوال داسي یوې قول اردو ته پیسې نه ورکوي.

ولسمشر تاکید وکاوه چې هدف دا دی چې امنیت ټینګ شي نه دا چې قول اردو جوړه شي، باید د قول اردو د جوړولو لپاره نړیوالو ته قناعت ورکړای شي چې لګښت یې ورکړي.

ده همداراز وویل،«نن ډېر خطر و چې په مظاهره کې انتحاري حمله وشي، موږ د دې لپاره چې د دې خطر مخه ونیسو درې ځلي امنیتي ځواکونه بدل رابدل کړل.»

ښاغلي غني همداراز وویل، ټاکل شوې ده چې د دفاع، او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت ريیس پر یوه ځانګړي پروګرام کار وکړي.

ولسمشر د مظاهره چیانو استازو ته وویل:«نن امنیتي ځواکونو ونه کړای شول چې عملیات وکړي ځکه چې د مظاهره چیانو د امنیت په غم کې ول.»

ده پر ولسمشر انتقاد د خلکو حق وباله او د ارګ په اړه یې وویل چې ارګ له موږ سره نه بلکې له خلکو سره تعلق لري.

په غونډه کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله وویل چې د ټولو افغانانو د سر ومال ساتنه د حکومت دنده ده خو هماغه راز چې د خلکو د ژوند په وړاندې بې تفاوتي ګناه ده، د ولس له غم او درده ناوړه استفاده هم ګناه ده.

ده وویل، په دې کې شک نشته چې ځیني کسان غواړي چې له مظاهرې څخه خپل نور هدفونه پوره کړي خو که دا حکومت او دولت ګډوډ شي په زرګونو نورې ستونزې به وزېږي.

غونډې ته تر ټولو مخکې د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق خبرې وکړې. محقق، چې په خپله هم په خټه هزاره دی، د مظاهرې پر ترتیبوونکو نیوکه وکړه او د هغو عمل یې د نه منلو وباله.

ده وویل چې حکومت د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

محقق زیاته کړه:«ما په خپله له دې پېښې وروسته د ولسمشر ناکرار حالت ولیده.»

ښاغلي محقق وویل چې د افغانستان ستونزې یوازې په هزاره ګانو پوري محدودې نه دی بلکې افغانستان شموله دي.

د مظاهره چیانو یوه استازي فهیمي وویل چې دا حکومت د ملي یووالي حکومت نه دی ځکه چې د هزاره ګانو او تاجکانو استازی دلته نه ویني.

دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشر او اجرايي ريیس دواړه مرستیالان محمد سرور دانش او محمد محقق د ولسمشر ترڅنګ ناست ول.

مظاهره چیانو په خپل پرېکړه لیک کې په زابل کې د برمته ګرو د نیولو، د پېښې په ځای کې د عملیاتو او د قانون منګولو ته د د قتل د عاملانو د سپارلو، د هزاره مېشتو سیمو د امنیت لپاره د یوې داسي قول اردو د جوړولو، چې ۴ قطعې ولري، د غزني له جاغوري ولسوالۍ څخه د ولایت جوړول، د زابل د ۷ وژل شویو کسانو په نوم د کابل د یوې غونډۍ د نومولو او همالته د دوی د ښخولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې برمته شوي کسان په هزاره مېشتو سیمو کې نه دي وژل شوي.

103 total views, 1 views today

4 comments

  1. نجیب الله Reply

    هزاره ګان ددي خاوري بچیان دي ظلم ور سره وشو. مګر غني ته بد ویل یې نو ډیر بد کار دي غني خو نه دی وژل یو لږ فکر او عقل خو پکار دي هغه چا چي وژل هغوی ته باید بد وویل شي

  2. Alakozay Reply

    ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم. په داسی پیښو ټول افغانان درد مند کیږی او دا اور په ټول افغانستان کښی بل دی او ترویزک سرحد نلری نه قوم او نه ملیت پیږنی. وروسته دغه راز پیښی تنها له دهزاره میشتو سره ندی پیښی شوی په لسهاوو زره بی ګناه پښتانه ده تروریزم په نامه ووژل شول او دار لړی دوام لری ولی زما مړی ارزان او ستا قیمتی شوو. هزاره توکمی باید پردی پوه شی چی بس ده د نورو په مړیو ډیر امتیازات تر لاسه کړل ، ارګ ته مو ځان ورسوو، عیسویت ، زر دښتیت ته او فحشا ته مو ښه تر ویج ورکړ له څه نه څه در نه جوړ شول او خوشحاله نه یاست او مړی مو پر اوږو سپاری کړی او څو فاسد مشران تری ګټه اخلی غله، خایین او وطن فروشه خلک یاست ورشی له ایرانه سره جګړه وکړی چی همدغه ستاسی د خلکو قاتیلینو ته سلاح ، مهمات او پیسی ورکوی. هیله پر دی لړزیدلی حکومت چی په اساسو شیپو کښی له ډیرو ستونزو سره مخ دی رادانګی څوک خبر دی چی دا کار تاسو د بعضو امتیازاتو د لاسته راوړو او پر حکومت د فشار په خاطر کړی وی. تاسو د پیسو او قدرت د لاسته راوړو په خاطر له دین ایمان ناموس تیر شوی یاست.

  3. سمسور افغان Reply

    داسی بریښی چه دغه مظاهره د یو لړ کسانو لخوا د شحصی موخو لپاره جوړه شوی ده. دایکندی راته ولایت کړۍ هغه خو ولایت شو اوس جاغوری راته ولایت کړۍ. دا ولایتونه به ولسوالۍ ګانی هم لری او که نه ټول دمخی په افغانستان کی ۳۵۰ ولسوالۍ دي، ۳۵۰ ولایتونه جوړول ناسم او قوی اقتصاد غواړي. دا به د احمقانو هیواد وي.
    دغه فهیمی خو په څلورو یو متعصب انسان دی. ولسمشر ته یی سپکاوی وکړ او ولسمشر هم معقول ځواب ورکړ دغه احمق ته.
    داسی کسانو سره لکه فهیمی نور باید لوړپوړی چارواکی مجلس ونه نیسی. دوی د مکالمو اصول نه پیژني. مړي لکه د شادیانو په سرک کی ګرځوي ټول کابل لاری بندی وی او بلاحره غوښتنه یی دا چه جاغوری ولایت کړه، ماته قول اردو راکړه. ټول جنوب غرب شرق او شمال په جنګونو کی وریت وریت شو او د حلکو آه هم ونه خوت، د ۷ تنه مړو په سر ستری مظاهری وباسی. لکه دا قتل چه دولت کړی وي. لکه مرکزی افغانستان بامیان چه د افغانستان حصه نه وی. داعش سره خو خوله هم همدی فهیمی ډوله کسانو وهلی ده. د سپاه پاسداران په اشاره سوریه ته هزاره ګان ورتلل دلته به ضرور د داعش ښکار ګرځي. دولت په دی کی څه ملامت دی. همدا د چپنی والا فهیمی د دار د ځړولو دی.

  4. حقپال Reply

    دا زمونږ پښتنو مشران کشران چی دداعش له لاسه په ننګرهار کی په بمونو والوزول شول ښځی مو کونډی شوی کلی مو ړنګ شول چی مو غږ هم چا نه اوریدلو خو چی بیا به هم چیری چا زمونګ خبره کوله تاسو هزارهګانو به ویل چی تاسی پښتانه ترورستان یاست دا نن چی په دشت ارچی کی زما د پښتون ټبر بیخ او بنیاد ایستل کیږی ستاسی د هزاره جنرال په لاس نه مو څوک غږ اوری او هم مو تاسی تورنوی چی په کورو کی مو طالب ته ځای ورکړی تور مو هم بی دلیل وی خو ستاسی چی څو کسه وژل کیږ ی چی په وژلو یی خواشینی هم یو بیا هم مونږ تورنوی او حال دا چی دا وژل مو د خپله لاسه د د کابل په دشت برچی کی فاطمیون کیمپ ولی نه تړی سوریی او عراق ته ولی ملیشی لیږی دا څه چی وشول درسره وشول او کیږی به د خپل عمل بدل مو ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *