Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی

خبریال: سیدخان سلیمانخیل – وسله وال طالبان وایي چې نن ماښام د ۵ بجو په شاوخوا کې یې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ودانۍ موټربمي چاودنه کړې چې ګڼ شمیر پولیس پکې وژل شوي دي.

وسله وال طالبان وایي چې د چاودنې په نتیجه کې د سروبي ولسوالۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده.

د پکتیکا ولایت ویاند نبي الله پیرخیل هم د سروبي ولسوالۍ پر ودانۍ شوی برید تائیدوي خو وایي چې بریدکوونکي هدف ته له رسیدو وړاندي پیژندل شوي او د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

پیرخیل زیاته کړه : «بریدکوونکي دوه کسان وو، هدف ته له رسیدو مخکي د امنیتي ځواکونو له لوري پرې ډزې شوي او موټر یې چاودلی دی.»

نوموړي وویل چې په چاودنه کې دواړه بریدګر وژل شوي او یو تن سیمه ییز پولیس ټپي شوی دی.

پيرخیل وایي، د ولسوالۍ ودانۍ ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو دا چې چاودنه زیاته زوروره وه د ولسوالۍ د ودانۍ او شاوخوا کورونو شیشې ماتي شوي دي.

وروسته له دې چې طالبان په خپل منځ کې اخته شوي، ځانمرګي بریدونه یې کم کړي دي.

تر دې مخکې تر ټولو لویه انتحاري حمله په زابل کې د ملا اختر محمد منصور د پلویانو په غونډه کې د طالبانو د بلې سیالې ډلې د یوه غړي له لوري وشوه چې ادعا کېږي ۷۵ تنه پکې ووژل شول.

73 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *