Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه د امریکا او پاکستان د خاصو استازو خبرې

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي کفیلې مېرمن لارل ماوریل نن /چهارشنبه/ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له ځانګړي مرستیال طارق فاطمي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي د سوله ییز ګاونډیتوب او په سیمه کې د نه لاسوهنې په اړه د پاکستان د صدراعظم د پالیسۍ یادونه وکړه او له افغانستان سره د رغنده او باوري اړیکو د جوړولو لپاره یې د پاکستان پر نیت تاکید وکاوه.

ده همداراز وویل چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي د ه.

فاطمي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د بهیر د ممکنولو لپاره د پاکستان د ونډې یادونه وکړه.

فاطمي د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر ضد د پاکستاني پوځیانو عملیات بریالي وبلل.

د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته یې وکړل، ټول ترهګر افغانستان ته راغلل.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګري استازي کفیلې د افغانستان له سولې او ثبات سره د پاکستان د مرستندوی رول ستاینه وکړه.

د پاکستاني رسنیو پر اساس د امریکا د خاص استازې کفیلې د تروریزم پر ضد د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه او هغه یې سترې وبللې.

264 total views, 1 views today

2 comments

  1. Kabir Reply

    Pakistan is the cancer of the region. Both US and Pakistan are the destabilizing power in the region. Pakistan is implementing whatever US wants. It is a poppy of US just getting cash and implementing any type of terror by the name of Islam. Pakistan and US both are the causes of destabilizing of the region. The policy of US is to destabilize the Islamic country. I am pretty sure that most Muslim are aware of this policy and Pakistan to be broken. I know that one day US will destroy Pakistan as well.

  2. Dr.Atal Reply

    یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم دا د خالق رب العزت کلام دی،وایی دوی په خوله هغه څه چه زړه کی یی نه دی یعنی خوله او زړه یی یو نه دی او دا خاصیت د منافق دی ا و د تام منافق خواص دری دی ،دروغ وایی،وعده خلاف وی او امانت کی خیانت کوی او دا ډول کسانو ته نباید د مسلمینو امانات ور وسپارل شی که هغه دکتورا ولری که ملا یا پیر اویا هم لیډر وی.
    د مسلمانانو په دین کی ګاونډی ډیر حقونه لری زموږ توقع د ایران او پاکستان د مسلمان ګاونډیو نه چه آیت ….. او هم دینی علما یی رهبری کوی داده چه که خیر یی نه رارسیږی باید د شر پروژی یی نه چلولی چه دا ددوی لپاره په تاریخ کی ډیر پلید نوم او د مسلمان ګاونډی سره قطعا نه ښایی نه پوهیږم هغه به څوک وی چه د خدای ربالعزت نه ښه اجر ورکړی ؟ نو دوی متاع قلیل انتخاب کړی چه سراسر زیان او د خدای جل جلاله حساب ډیر دقیق او سخت عذاب ورکوونکی او عزیز ذوانتقام دی.
    نو طریق احسن دمقابلی زموږ د پاره ځان سمبالول دی په قوی ایمان او پا بندی په دین او موجبات رحمت په عمل کی زیاتول اواجتناب دی له جاهلی متعفنو تعصباتو ،انحصار،بدنیتی اونفاق او ټول هغه څه چه خدای جل جلاله ناراضه کوی ،بله لار نلرو همدا یواځینی لار ده ځکه دشمن مکار،ګاونډی حکام خائن او تیر تړونونه بیفایدی حتی مضر،نو باید غیر د لوی رب نه بل مددګار ونه نیسو ایاک نعبد و ایاک نستعین هم صداقت غواړی او که موږ خدای پرینږدو خدای مو هیڅکله هم نه پریږدی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸