Categories

اعلان

Loading…

پر مظاهره چیانو هوايي ډزې وشوې

تاند- په کابل کې پولیسو وروسته له هغه پر هزاره مظاهره چیانو هوايي ډزې وکړې چې هغوی هڅه وکړه د ارګ پر دېوالونو واوړي.

د پولیسو له هوايي ‌ډزو وروسته مظاهره چیان تیت پرک شول او ډېر خپلو کورونو ته لاړل.

ویل کېږي چې ۸ تنه په ټېل ماټېل کې ژوبل شوي او لږترلږه یو تن په پښه په مرمۍ لګېدلی دی.

ویل کېږي چې کابل ښار په څو لسیزو کې دومره لویه مظاهره نه ده لیدلې.

مظاهره چیان په زابل کې د داعش یا طالبانو له لوري د ۷ هزاره ګانو پر وژل کېدو اعتراض لري.

دوی حکومت د هزاره ګانو د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو تورنوي او وايي چې یا دې د دوی غوښتنې ومنل شي او یا دې استعفا ورکړي.

په همدې حال کې ویل شوي چې د مظاهره چیانو یو شمېر استازي ارګ ته وربلل شوي چې له چارواکو سره خبرې وکړي.

19 total views, 1 views today

3 comments

  1. شبیراحمد عثماني Reply

    پدې مسئله کې باید هزاره ګان دطالبانو احسان ومني طالبانوهغه کسان په دار وځړول چې له اووتنوهزاره ګانو نه یې سرونه غوڅ کړي و او هغه اته تنه هزاره ګان یې هم ازاد کړل کوم چې دتیرکال دحوت په میاشت کې دداعش کسانوتښتولي و. دولت او امنیتي ارګانونه دهزاره ګانو په خوشي کولو کې ناکام شول خو طالانو وکولی شول نجات ورکړي خو دافسوس خبره داده چې رسنۍ او عنادي مخالفین دطالبانو کردارکشي کوي مګر تاریخ به دطالبانو دا میړانه هیڅکله پټه نکړي درسنیو او مخالفینو دا ناځواني هم په تاریخ کې ثبت شي چې هروخت یې لمر په ګوتو پټ کړیدی

  2. سلیمان Reply

    دا چاته معلومه ده چې طالبانو څوک په دارکړي هغوی د خپل محبوبیت لپاره دا اوازې خپروي. طالب، داعش او هر بل ترهګر د یو مور بچیان دي او د هغوی کثیفه مور پاکستان دی. دا کله د چټلستان په زړه ځایږي چې په هغوی کې دې د شیعه او سني جنجالونه وي او په افغانانو کې هیڅ خبره نوی. تر څو چې ټول افغانان یو موټی نشي او د پاکستان د بچو طالب، داعش او ټولو په مقابل کې ونه دریږي دا حال به روان وي.

  3. لالا ، بټنوال Reply

    کله چې دولت په خپل منځي خولو کې ډوب او څه ېې ونشو کولای چې زمونږ هزاره ورونو ته نجات ورکړي ، نو هرڅوک چې د طالبانو په نرتوب سترګې پټوي هغه به خپل ضمير او وجدان د خپو لاندې کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *