Categories

اعلان

Loading…

هزاره مظاهره چیان وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي مظاهرو ته دوام ورکوي

تاند- زرګونو هزاره ګانو، چې له مختلفو سیمو څخه نن په کابل کې راغونډ شوي ول څو په زابل کې د ۷ هزاره ګانو پر وژل کېدو اعتراض څرګند کړي، له حکومت څخه یو لړ غوښتنې وکړې.

دا اووه تنه د یکشنبې په ورځ /نوومبر۸مه/ په زابل ولایت کې د داعش د غړیو له لوري ووژل شول.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دا کسان د داعش د ازبکستاني غړیو له لوري وژل شوي. داعش شیعه ګان مسلمانان نه ګڼي او په عراق او سوریه کې له شیعه رژیمونو سره په جنګ دی.

مظاهره چیانو، له فرصته په استفادې د غزني د جاغوري له هزاره مېشتې ولسوالۍ څخه د هزاره ګانو لپاره د جلا ولایت د جوړېدو، د هزاره مېشتو سیمو د امنیت لپاره د ځانکړو کوماندو او پوځي قطعو د تشکیل او د کابل پر یوه غونډۍ د اوو وژل شویو هزاره ګانو د ښخولو او د دوی پر نوم د دې غونډې د نومولو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیان، چې ارګ ته نژدې راټول شوي، وايي، تر هغو به له مظاهرو لاس وانخلي چې د دوی غوښتنو ته حکومت مثبت ځواب نه وي ویلی.

که څه هم د مظاهرې یو شمېر وینا والو هڅه وکړه چې د ۷ هزاره ګانو د قتل موضوع قومي نه کړي خو ګڼو هزاره روشنفکرانو په ټولنیزو رسنیو کې دا مسله قومي کړې او پښتنو ته یې سپکې سپورې ویلي دي.

ځینو ویناوالو نن غوښتنه کوله چې حکومت دې نه یوازې د قتل د عاملانو د نیولو یا وژلو لپاره عملیات وکړي بلکې د زابل د هغو سیمو خلک دې هم وځپي چې طالبان پکې اوسي.

159 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸