Categories

اعلان

Loading…

د اوسنيو شعري ټولګو سريزې/ ګل رحمن رحماني

   اوسمهال شاعران د خپلو شعري ټولګو خپرولو پرمهال دا هڅه هم کوي چې د خپلو چاپي شعري ټولګو لپاره د لويو شاعرانو او خپلو ملګرو سريزې هم ولري او د کتاب په چاپ کې يې ورسره مل کړي.

له بده مرغه چې زموږ د شعري ټولګو په سريزو کې لا هم د منځپانګې له اړخه څه بدلون نه دى راغلى او د رېښتيني کره کتنې پر روح نه دي ورګډې شوې. يوازې سرسري او مناسبتي خبرې کوي.

د پسرلي، موسم، اخلاقو، ټولنيزو ارزښتونو، کوم شاعرانه تصوير، تشبېه او نورو مسايلو په اړه يو بيت را واخلي او بيا پسې ليکي چې وګورئ زموږ شاعر دې موضوع ته دومره ژمن او يا دومره اهميت ورکوي نه يې ده هېره کړې.

دې موضوع او دې څيز ته يې هم په شاعرۍ کې پاملرنه کړې، دا شى يې دا ډول ذکر کړي، حال دا چې هغه فلانکي شاعر په دې ډول راوړي دي. په دې توګه يې شاعري هر اړخيزه ده او د ژوند ټولو اړخونو ته يې پاملرنه کړې.

 په داسې حال کې چې شاعر به د هغه موضوع په اړه يو يا دوه شعرونه لري او سريزه ليکوونکى به هم هسې ورسره تصادفا مخ شوى وي، خو د شاعرۍ د عمومي پيغام، سبک منځپانګه او لوري په اړه يې څه خبرې نه کوي او دا يې هېر وي چې بايد په دومره لنډو او تنګو کرښو کې عمومي ارزونه وشي.

معمول دا دى چې ځوان شاعران هڅه کوي له خپلو لويو او مطرح شاعرانو د خپلې شعري ټولګې لپاره سريزې واخلي او فکر کوي چې د شعري ټولګې په اوچتوالي او شهرت کې د لويو شاعرانو او کره کتونکو سريزې هم رول لري.

خو داسې شاعران هم شته چې خپل ملګري يې د پېرزوينې اوعقيدت له مخې پر شاعرۍ بې د هغې له غوښتنې څه ليکي او ليکنه يې تر سريزې ور ها خوا يوه ښه شننه او رېښتينې کره کتنه هم وي چې له شعري ټولګې پرته عام ادب او شاعرۍ ته هم ګټه رسولي.

دا ښه خبره ده چې او د شاعر حق دى چې په خپله شعري ټولګه تاييد تقريظونه او سريزې ولري، خو اوسمهال ځينې ستونزې هم ورسره ملګرې شوې دي او د شعري ټولګو سريزو فرمايشي بڼه خپله کړې ده.

 لومړى خو دا چې په سريزو کې د شعري ټولګې او شاعر په اړه سم او رښتينى قضاوت ډېر کم کېږي او شاعر ته کاذب شخصيت ورکوي، يا په بل عبارت دغه سريزې له ستاينپاڼو پرته بل څه نه وي.

په داسې حال کې چې سريزه بايد د شعري ټولګې په اړه له مخکې يو معلوماتي رښتينى غورچاڼ وړاندې کړي، ښې او بدې خواوو، پوخوالى او خاموالى يې دواړه روښانه او را وسپړي.

زه نه وايم چې ټولې سريزې به داسې ستونزه ولري، ډېرې عالي او معياري سريزې هم ليکل کېږي چې د کتاب اهميت زياتولو تر څنګ يو درس وي او په نورو شاعرانو او شاعرۍ هم د پلي کېدو وړ وي. عام بحث په کې شوى وي او يوازې په پاى يا پيل کې يې د شاعر د شعري ټولګې په اړه خبرې شوې وي.

کله کله داسې هم کېږي چې کره کتونکى او سريزه ليکوال هېڅ ملامت نه وي، ده د شاعر په اړه سم او عادلانه قضاوت کړى وي، منفي او مثبت دواړه خواوې يې را سپړلې وي، خو کله چې شاعر شعري ټولګه چاپوي، نو يوازې مثبت يې پرېښې او منفي يې تر حذف کړې وي.

که چېرته سريزه ليکوال شاعر ته په سريزه کې ډېره ټکوونکى او منفي خبره وکړي او خامۍ يې ور په ګوته کړي، نو کله کله شاعر مرور شي، نه يوازې چې دا سريزه بيخي راوړي نه، بلکې دا تبليغ هم کوي چې سريزه ليکوونکى د چا پرمختګ ( چې مطلب يې ځان وي) نه شي زغملى او شخصيت وژني.

 لومړى بايد دا يوهه موجوده وي چې سريزه بايد څوک وليکي؟ هغه کس چې کره کتونکى وي، په شعر او شاعرۍ و پوهېږي، د همدغه کس شعري ټولګه يې اوس نه وي لوستې، له پخوا نه اشنايي ورسره ولري او سريزه يې هم د شاعر د خپګان له وېرې لرې په يوه ازاد فکر او چاپيريال کې کښلې وي.

د ځينو سريزه ليکوالو په اړه دا خبره هم په ادبي ناستو او کړيو کې يو ډول مشهوره ده چې د سريزې ليکلو پرمهال چاته نه  نه وايي، پټې سترګې يې ليکي او حتى له ځان سره يې سريزه تياره ليکلي وي، د بل شاعر لپاره يوازې د شاعر او ټولګې نوم بدلوي او هغه ته يې هم ور کوي!

لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل، د اوسنيو ډېرو شعري ټولګو سريزې په ادبي معيارونو نه دي برابرې، پټې سترګې او د نورو روابطو په اساس ليکل کېږي او هر څوک يې ليکي.

کله کله يو شاعر په يوه سريزه ليکونکي پسې د سريزې ليکلو لپاره دومره شله شي چې هغه يې هم هسې له ځانه تېروي، پرته له دې چې ټول شعرونه ولولي، دوه درې ترې را واخلي اويوه نيمه پاڼه ورته توره کړي.

ځينې نورې سريزې بيا دومره اوږدې او له بېلابېلو بېلګې او د شاعرۍ له اړخونو ډکې شي چې څو مخونو ته رسېږي، مخکينۍ او وروستنۍ خبرې يې کوم تړاو هم نه سره لري او د لوستونکي او کتاب تر منځ دېوال جوړوي.

     همدارنګه په سريزو کې هم د ملګرۍ او شاعرانو اړيکو پالنه زياته ده، د شعر پر ځاى شاعر ستايي او په ولسي اصطلاح  بيخي يې اسمان ته اوچت کړى وي، حال دا چې هومره مقام نه لري او نورو ته هم دا نظر ورکوي چې که زه پياوړى شاعر نه وى، نو فلانکي به دومره نه ستايلم.

   د اوسنيو شعري ټولګو د سريزو يوه بله غټه ستونزه داده چې شاعرانو ته يې هېڅ وخت خپلې اصلي ستونزې نه وي ورپه ګوته کړي، تشې او خامې يې نه را سپړي او شاعر د يوې خامې او لومړنيو شعري ټولګو له خپرولو نه را منعه کوي.

   په داسې حال کې نه يوازې چې شاعر، بلکې سريزه ليکونکي ته هم تاوان رسېږي، ځکه لوستونکي ډېر ځله سريزې د شعري ټولګې  او شاعر د مقام ټاکونکې بولي، خو کله چې دا ستونزه موجوده وي، نو داسې فکر کوي چې خپله کره کتونکى او سريزه ليکوال هم نه پوهېږي.

ځکه که پوهېدلى نو دغه ستونزو ته به يې پام کړى و او ددې ټولګې د چاپ په ارزښت او په ادب کې د ((غوره زياتونې)) خبره به يې نه کوله، په دې چې ځينې سريزه ليکونکى ډېره کمزورې شعري ټولګه هم په ادب کې غوره زياتونه بولي.

دا ډول سريزه ليکونکي په ناسمه توګه د شاعر د مقام اثبات وړاندې کوي، ياني د ټولګې څو ښکلي بيتونه را اخلي او د ټولګې د ټولو شعرونو په اړه د همدې بيتونو له مخې قضاوت کوي، چې مناسب نه ښکاري.

ځينو سريزو کې خو بيا خپله سريزه ليکونکى له دې امله پړ وي چې يوازې منفي خواوې سپړي، ملا ماتوونکې او مفي ګرا کتنه کوي او په اصطلاح له شاعرۍ څخه د شاعر زړه توروي او قضاوت يې د مثبت خواوو په سپړنه نه وي کړى.

حقيقت دادى چې سريزه ليکونکى بايد له عدالت نه کار واخلي، د معيار تله يې بايد يوازې په مخکې پرته شاعري او خپله پوهه وي، نه نور ملحوظات او اړخونه.په سريزه کې دې شاعر نه ور ګډوي او په شاعرۍ دې خبرې وکړي.

   دا ذهنيت بايد د شاعرانو تر منځ عام شي چې سريزه هېڅکله هم د يوې شعري ټولګې په مقام او شهرت کې ډېر اغېز نه لري، شعرونه خو هسې هم لوستونکي لولي او خپل قضاوت کوي، د دوى قضاوت بايد په سريزو نه، بلکې په شعر او د ټولګې په منځپانګه وي.

   بله خبره دا ده چې په اوسنيو شعري ټولګو کې کله کله د ليکوالو راوړل شوې بېلابېلې سريزې ان تر پنځو شپږو مخونو پورې رسېږي او سريزه هم د کتاب يوه مهمه برخه ګرځي، چې ډېرې مناسبې نه ښکاري او کله کله بيخي په کې د شاعر د شاعرۍ په اړه متضادې خبرې راغلې وي.

اړينه ده چې يوازې يوه يا دوې سريزې هغه هم نه ډېرې لنډې او نه هم ډېرې اوږدې راوړل شي او خپله د شاعر خپلې خبرې، د پوهې او يا علمي رتبې په اړه د ليکوالو سريزې په ترتيب راوړل شي او د لوستونکو قضاوت ته اهميت ورکړل شي.

همداسې مهمه ده چې سريزه ليکوونکي د شاعر په اړه ناسم قضاوت ونه کړي، سريزې ته د ويه سخت مسووليت په سترګه وګوري او که چېرته ټولګه خامه او شعرونه يې د چاپ وړ نه وي، نو په زغرده بې له دې چې د خپګان موضوع رامنځته شي، د چاپ مخه يې ونيسي او يا دې د سريزې له ليکلو انکار وکړي.

شاعر هم بايد د ا امانت رعايت کړي چې د ليکوال په سريزه کې ګوتې ونه وهي، زياتونې او کمونې په کې ونه کړي، څه چې سريزه ليکونکي ليکلي وي، مثبت وي که منفي، بايد کټ مټ يې راوړي او يا دې بيخي له چا څخه د سريزې غوښتنه نه کوي.

د پخو قلموالو او تکړه سريزه ليکوونکو سريزې يوازې ستاينپاڼې نه، بلکې يو ادبي درس او مقاله  وي او لوستنه يې د ځوانو شاعرانو لپاره ډېرې ستونزې هواروي، لامل يې دادى چې د هغوى د سريزو مخاطب يوازې د کتاب وينا وال، نه بلکې عام لوستونکي او شاعران وي.

ځينې شاعران ددې لپاره چې دغه امانت يې په ښه توګه په پام کې نيولى وي، د شاعر سريزه کټ مټ د هغه په خپل قلم او لاسليک سره سکن کوي او بيا يې په خپله شعري ټولګه راوړي چې دا يو ښه کار دى.

د شاعر شهرت ننګيال په شعري ټولګه(خبرې) باندې د غزل د بابا حمزه شينواري يوه لنډکۍ سريزه په همدې بڼه راغلې ده چې ژبې او ادب ته د شاعر ژمنتيا څرګندوي او د سريزه ليکوال د خوښۍ سبب هم ګرځي.

—————————————

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ، مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم،ادبیات او تکنالوژي،قضايي لمونځ، د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر، بله ورځ،ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…،په شعر کې د کلمو ټاکنه، ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه،وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ،ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش، پر ځان کره کتنه،ګُلدانونه ، ادبي نذکره او ادبي تاریخ ، استادانه لیکنه ، کلیشه يي ژوند، نړیوال ادبیات ، سوله او ماشوم، ادبیات او سوله، کاذب غرور،  ډ واکمن تصویر، تږې سترګې ،  سبکي تسلسل،

7 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *